د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په قبايلي سيمو کې ګوزڼ ضد کمپاين پېل شوی دی

اتل
26.08.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستان په قبایلي سیمو کي د پرون راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو نوی کمپاین پیل شوی چې شاوخوا اووه لکه ماشومان به په کې واکسین شي.
روغتیایي کارکوونکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان پولي ته نږدي ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له وجې ممکن شاوخوا دري لکه ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم شي.
پاکستاني طالبان او نورې سختدريځه ډلې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین د کمپاین مخالفت کويږ
د ۲۰۱۲ م کال ډسمبر میاشتې راهیسې د پولیو د کمپاین پر ټیمونو باندې په بريدونو کې شاوخوا ۵۶ روغتیایي کارکوونکي وژل شویدي.
په پاکستان کې تر دې دمه د پولیو ۹۱ پېښې ثبت شوي دي.
په نړۍ کې پاکستان، افغانستان او نايجیریا هغه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي لا اوس هم پکې موجوده ده.
د پولیو د واکسین دا نوې مبارزه ډیر نیک ا نساني عمل دئ، خو طالبانو ته پکار دي چې د ټولو ماشومانو د واکسین ضمانت وکړي.
د پولیو واکسین ځکه ضروري دئ چې پولیو وهلي علاج نلري. دا مرض یوازې د انسان د غایطه مواود له لارې سرایت کوي، که خلک د صحي لارو چارو او صفايي خیال وساتي دا مرض به سرایت ونکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more