د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د څارنوال حکمتیار کشفیات!

lawangin
25.08.2014

[img:547cdfd6a8]http://www.nunn.asia/wp-content/uploads/2014/03/HKM.jpg[/img:547cdfd6a8]

ګل ببو لاړه شه جام راوړه
که دلته نه وي دتاجۍ کره ور واوړه !

د څارنوال حکمتیار کشفیات:

ښایي لوستونکي نه وي خبر ، مګر دلویې خوشالۍ خبر دادی چې
افغانستان هم یوداسې ریکارډ جوړ کړ چې باید دګینس په کتاب
ولیکل شي ، په افغانستان کې یو داسې څارنوال او جنایي پولیس
پیدا شوی دی ، چې یوازې د جنایت دخبر په لوستلو دپیښې اصلي
حقیقت او عامل پیژني او ځای په ځای یې درته په ګوته کوي .
د جنایت کار پیژندل یو خورا سخت کار دی ، ددې لپاره په نړۍ کې
مختلف تخنیکي وسائل جوړیږي ، حتی بیزوګان او سپیانو ته روزنه
ورکول کیږي ، تر څو دقتل ، غلا او نورو جنایاتو اصلي مجرمین
وپیژني ، د جنایي پیښو پلټنه یو داسې پیچلی او مهم کار دی ، چې
حتی په اړه یې ځانګړي ادبیات رامنځته شوي دي چې پولیسي
داستاني ادبیات ورته وایي ، مګر دغه کار که سخت او پیچلی وو
پخوا به وو اوس بیخي ساده شوی دی ، نور په نړیواله سطحه د
سراغ رسان حیواناتو روزلو ته اړتیا نشته او نه هم پولیسي ادبیات
ضرور دي ، ځکه اوس یوداسې جادویي څارنوال پیدا شوی ، چې
محض په اخبار کې دجنایت دخبر په لوستلو سره پوهیږي چې داکار
چا کړی څنګه یې کړی او ولې یې کړی ؟؟؟

په تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې ځیني تکړه افغان علماء
شهیدان کړای شول ، شیخ رحمت الله او شیخ عبدالسلام چې دواړو
صحاح سته تدریسول ، عبدالله ذاکري چې ستر مجاهد وو او مولوي
عبدالرقیب چې دطالبانو دتنظیم یو مخکښ مشر وو ، ددغو کسانو
ځنځیرې وژنو سخت بحثونه وپارول ، چا ویل دا دکابل دحکومت کار
دی ، چا ویل دپاکستان استخبارات داکارونه کوي ، دامت په نامه
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ولیکل چې د ۲۰ هیوادونو استخبارات سره
یوځای شوي او کوښښ کوې دطالبانو معنوي رهبران دیني علماء له
منځه یوسي ، خو ددې پیښې یقیني عاملین او علت هیچا هم معلوم نه
کړای شو .
مګر کله چې جادویي څارنوال ددې پیښې په اړه ریسرچ پیل کړ ،
سمدستي یې هرڅه دلمر غوندې روښانه کړل .
دغه جادویي څارنوال ګلبدین حکمتیار دی ، چې په دې وروستیو کې
یې په خپله رسمي ویب پاڼه باندې د وژل شویو کسانو دشهادت
عاملین په ګوته کړي دي .
څارنوال حکمتیار آبله ورځ په خپل لومړني کشف کې وویل چې
عبدالله ذاکري صاحب دطالبانو لخوا وژل شوی دی ، ځکه دده په
باور دنوموړي وژونکي په موټرسایکل راغلي وو او موټرسایکلونه
دطالبانو ښه زده وي .
د جادویي څارنوال صاحب کمال په دې کې دی ، چې ناست په
شمشتو کې دی او حال د کوټې د خروټ اباد وایي ، چې قتل څنګه
او دچا لخوا ترسره شو.
د څارنوال صاحب دوهم کشف له لومړني څخه هم دلچسپ دی ، څو
ورځې وړاندې په پیښور کې دطالبانو دحکومت دمهاجرینو وزیر
دنامعلومو کسانو لخوا وویشتل شو ، څرنګه چې دا پیښه دڅارنوال
صاحب په ګاونډ کې رامنځته شوه ، نوځکه یې په اړه دنوموړي
تحقیقات هم خورا زر ابلاغ شول ، دحزب اسلامي رسمي ویب پاڼې
شهادت په لومړي مخ دحکمتیار صاحب په نوي لیکل شوي راپور کې
راغلي دي ، چې مولوي عبدالرقیب دنن ټکی اسیا په نوم دیوې ویب
پاڼې دلیکوالانو لخوا وژل شوی دی ، د څارنوال صاحب ددې
قضاوت اساس هغه خبر دی چې دمولوي عبدالرقیب په اړه په نن
ټکی اسیا کې نشر شوی وو ، له هماغه خبر څخه ده معلومه کړې ده
چې مولوي عبدلرقیب دهمدې ویب پاڼې لخوا وژل شوی دی .
وایي په پخوا زمانو کې به په کلیو کې کُرسف شناسان وو ، چې
ښځو به دخپلو پټو مسائلو دحل لپاره کُرسفان ورته راوړل او
ماهرانو به ورته یوازې په لیدلو ټول حال وایه ، اوس داسې ښکاري
لکه حکمتیار صاحب چې په څارنوالۍ کې دومره ترفیع کړي وي ،
چې یوازې دخبر په لوستلو سره د خبر شپږ واړه ژورنالیستکي
سوالیې ځوابوي .
ځکه نوموړي په خپل ویب پاڼه کې لیکلي دي (همدا راز ښيي چي دا
قاتل د نن ټكى اسيا ملگرى دئ چي د قتل د منصوبې ټول جزئيات
ئې هغه ته ويلى!! كه زه پوليس وى او د دې قتل د څېړني دنده ما
ته سپارل شوې وى، زما لپاره دغه ليكنه كافي وه چي له مخي ئې

قاتل تشخيص كړم. )
نو مطلب داچې که له دې وروسته دچا خپلوان دچا لخوا ووژل شو ،
یوازې یو تکلیف وکړئ ، دقتل خبر یې پرنټ کړئ او جناب څارنوال
صاحب ته یې ولیږئ څارنوال صاحب به خبر ته وګوري او ټول
حال به دطوطي غوندې درته ووایي .
د څارنوال صاحب د کمال په اړه مختلفې خبرې کیږي ، څوک وایي
پیریان یې تابع کړي او هغه ورته حال وایي ، څوک یې کرامت او
څوک یې هم جادو بولي ، خو څارنوال صاحب خپله وایي چې دا نه
جادو ده نه منتر بلکې دلاس صفایي ده .
په افغانستان کې دیرش کلن انقلاب تیر شوی او خورا ډیر کسان وژل
شوي راوژل شوي دي ، ددې لپاره چې دټولو مقتولینو قاتلین
وپیژندل شي ، چې څارنوال صاحب له سره شروع راوکړي او
ترپایه پورې دهرچا دقتل عاملین په ګوته کړي ، کلونه وړاندې په
پیښور کې دنسیم اخندزاده ، بهاء الدین مجروح ، عارف خان ، دغه
راز په افغانستان کې مولوي منصور ، خبریال میرویس جلیل او
داسې نور په سلګونو مطرح وطندوست شخصیتونه ووژل شول ، له
څارنوال صاحب نه غوښتنه ده چې لومړی دهغوی په باره کې
تحقیقات وکړي او عاملین یې افشاء کړي ، ترڅو دقاتلینو مخ تور او
ټولو ته رسوا شي.
لیکوال: محمد ګل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more