د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دروغجن او جعلى طالب او دروغجني خبري ئې!!

م . ق
18.08.2014

http://www.dailyshahadat.com/showstory.php?ref=superlead&id=18110

دروغجن او جعلى طالب او دروغجني خبري ئې!!
06.08.2014
حقيار

د طالبانو يو ښكنځلمار سايټ چي د جهاد او مجاهدينو دښمنان ئې چلوي، او تل د حزب اسلامي په ضد زهرجن او دروغجن تبليغات كوي، دا سايټ او ښكنځلمار ليكوال ئې حزب اسلامي ته د اصلي رقيب او دښمن په سترگه گوري، او له هر فرصت په استفادې سره د خپل زړه بړاس راباسي، كله د كوڅې او بازار په كچه ښكنځلي كوي او كله افتراء كوي او دروغجن تورونه لگوي!! دا دئ اوس ئې دا تور لگولى چي حزب اسلامي د دواړو نوماندانو تر منځ د روغي جوړي هڅه كوي، او گواكي د دې موخي لپاره ئې دواړو لوريو ته پلاوي او ليكونه لېږلي!! افغانانو ته وايو: دا د دوى د نورو مخكنيو دروغجنو تورونو په څېر دروغجن تور دئ، حزب اسلامي نه د دواړو نوماندانو تر منځ د روغي جوړي لپاره ليكونه يا هيئتونه لېږلي او نه په دې باور دئ چي د دوى تر منځ له امريكايي چارواكو پرته بل څوك وروستۍ پرېكړه او روغه جوړه كولى شي، هم به د انتخاباتو پايله د امريكايانو له لوري ټاكل كېږي او هم د راتلونكي حكومت د تركيب څرنگوالى، د جان كيري وروستي مأموريت، پرېكړو، ويناوو او ليكنو همدا حقيقت جوت كړ، عبدالله ته ئې امر وكړ چي د انتخاباتو نتائج به مني، د ده سيال ته ئې وويل: عبدالله او ټيم به ئې په حكومت كي په زړه پوري ونډه لري!! د حزب اسلامي په څېر دروند او باتجربه حزب به څنگه دا هڅه كوي چي امريكايي انتخابات په يوه ائتلافي حكومت منتج شي؟!! دا د دروغجنو طالبانو له گنده ذهن زېږېدلى تور دئ چي هيڅ حقيقت نه لري، افغانانو ته وايو: دروغجن طالبان وپېژنئ، دوى خپل دين په ډالر او ريال پلورلى، نه په رښتيا ويلو ځان ملزم بولي او نه درواغو او تورونو ته د گناه په سترگه گوري، د زېږېدو له لومړۍ ورځي ئې د مجاهدينو او په ځانگړې توگه د حزب اسلامي په ضد خپله دښمني پيل كړې، د مسلمانانو وژل، په جوماتونو كي چاودني، د علماءو ترور، د ښوونځيو، مدرسو، كلينيكونو او نورو عام المنفعه تأسيساتو ورانول د دوى مأموريت دئ، هغه چي دوى ئې وزېږول او د قدرت پر گدۍ ئې كښېنول غواړي د دوى په لاس داسي جنايات ترسره كړي چي له كبله ئې د اسلام يو كرغېړن او منفور انځور وړاندي كړي، ولس له مجاهدينو بېل شي او د دوى له ملگرتيا ډډه وكړي، إن شاء الله هوښيارو افغانانو دوى پېژندلي، بيا به نه دوكه كېږي، بيا به امريكايان ونه توانېږي چي دوى د قدرت پر گدۍ كښېنوي او همغه څه پرې وكړي چي څو كاله وړاندي ئې پرې وكړل: د ولس خلع سلاح كول، د مجاهدينو په ضد جنگ، د اسلام بدنامول، د فقر، لوږي او بې امنيو تور وزر پر هېواد غوړول، إن شاء الله دا ځل به د هېواد له آزادۍ وروسته يو واقعي اسلامي حكومت رامنځته كېږي، د ملت د خوښي حكومت، هغه چي مشران ئې افغان مسلمان ولس په خپله خوښه غوره كوي، نه د پرديو له لوري، افغانان به له دې وروسته او له دومره خونړيو تجربو وروسته هيڅكله داسي څوك ونه مني چي د پرديو د پيسو، وسلو او مټو په زور پر افغانانو د حكومت كولو خوبونه گوري!! افغانان ښه پوهېږي چي امريكايانو او انگرېزانو ولي او د كومو موخو لپاره دا ډله رامنځته كړه او قدرت ته ئې ورسوله، ولي ئې عربو حكامو ته وويل چي دوى ته پيسې وركړي، بي بي سي او امريكا غږ ئې وگمارل چي پراخ تبليغات ورته وكړي، بيا ئې ولي د دوى تخت او بخت نسكور كړ، ځيني ئې ووژل، ځيني ئې گوانتانامو ته ولېږل او ځيني ئې د كابل په امريكايي حكومت كي شامل كړل، او بيا ئې ولي د دوى ځيني مشران د گوانتانامو له اوسپنين زندان د قطر زرين زندان ته ولېږل!! ولي ئې اعلان وكړ چي طالبان زموږ دښمنان نه دي، موږ له طالبانو سره نه جنگېږو!!! متأسفانه مجاهد طالبان دې پوښتنو ته له صحيح ځواب موندلو پرته په هغو مشرانو پسي درومي چي هر مؤمن مجاهد ته د لومړي دښمن په سترگه گوري!!
دروغجن طالبان كله دا تبليغات كوي چي حزب اسلامي د اخوان المسلمين او جماعت اسلامي په تگلاري روان دئ، سلفي او مذهب ضد افكار لري، او كله بيا وايي: حزب اسلامي د اخوان المسلمين، داعش، سلفيانو ... او نورو جهادي خوځښتونو مخالف دئ!!! په داسي حال كي چي حزب اسلامي ټولو اسلامي خوځښتونو ته په درنه سترگه گوري، د مسلمانانو يووالى غواړي، د هېواد په كچه هم او د نړۍ په كچه هم، هغه چي الله تعالى د خپل رب په توگه، قرآن د الله تعالى د وروستي كتاب په توگه، رسول الله ﹽ د الله د پيغمبر په توگه او كعبه د خپلي قبلې په توگه مني؛ حزب اسلامي هغه د اسلام په دائرې كي داخل گڼي، له تكفيرولو ئې ډډه كوي، د هغه په ضد په ناحقه وسله كارول حرام گڼي، كه څه هم په فرعي قضاياوو كي له هغوى سره لږ يا ډېر اختلاف رأى ولري. حزب اسلامي په فقهي امورو كي حنفي مذهب ته پر ټولو نورو مذهبونو ترجيح وركوي او هغه د قرآن او سنت مطابق مذهب گني، خو نور حقه مذاهب د اسلام له دائرې وتلي نه گڼي او د تكفيري طالبانو دا دريځ په كلكه غندي چي خپل هر حريف او رقيب مباح الدم بولي!!!
دې تصويرونو ته ځير شئ او بيا قضاوت وكړئ چي دا دروغجن طالبان څوك دي او ولي ئې زړونه د مجاهدينو په ضد له كركي او دښمنۍ ډك دي:
دا يو طالب ليكوال دئ، نوم ئې امام الدين ساپی دئ، له درواغو او د مجاهدينو په ضد له سختي كركي او دښمنۍ ډكي گنده ليكني ئې د طالبانو په سايټ كي خپرېږي:
دا شير محمد كريمي دئ چي د طالبانو لوى درستيز وو اوس د اوسني امريكايي حكومت لوى درستيز دئ:
دا سلام راكټي د طالبانو د شورى غړى دئ چي اوس د امريكايانو اربكى دئ:
دا كرزى دئ چي وايي: ما ته پاكستاني چارواكو وويل: راشه تا به د طالبانو د حكومت د خارجه چارو وزير كړو!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more