د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اعلامیه: د حزب اسلامي خلاف د مزدورو کړیو تبلیغات

م . ق
18.08.2014

السلام علیکم ورحمة الله،

نوټ: درنو لوستونکو او لیکوالانو، قسم بالله چې زه یو بې طرفه، خپلواک او ازاد شخصیت یم، خپله ځانګړې مفکوره او ځانګړی تګلوری لرم، خو ددې لپاره چې اسلامي او اجتماعي عدالت پلي شي، نو باید چې د افغانستان د ټولو ښکیلو اړخونو اعلامیې او تبلیغات دلته خپاره شي ځکه بعضې مغرضې ګمارل شوې کړۍ دلته ډېر پوچ تبلیغات کوي فلهذا اړینه ده چې د عدالت او حقیقت جوتولو لپاره د مقابل لورې عکس العمل ته هم پاملرنه وشي، په همدې اساس د حزب اسلامي نشرات مستقیما د هغوي له رسمي ویپاڼې ډیلي شهادت څخه دلته خپریږي.

http://www.dailyshahadat.com/showstory.php?ref=superlead&id=18239

اعلاميه - د حزب اسلامى په خلاف د مزدورو كړيو تبليغات
18.08.2014
بسم الله الرحمن الرحيم
د سيمي او نړۍ په استخباراتو پوري تړلو مزدورو كړيو دا تبليغات پيل كړي چي حزب اسلامي په كابل كي د دفتر پرانيستلو پرېكړه كړې او ورور حكمتيار كابل ته روان دئ، د ځينو د ادعاء له مخي خو د تېري شنبې په ورځ د ورور حكمتيار كاروان د كابل په لور خوځېدو او هغه هم له پېښور!!! دا تبليغات د هغو له لوري پيل شوي چي نه ايمان لري او نه شرم، په زړه كي ئې د ايمان يو بڅركى نشته او په سترگو كي ئې د شرم يوه قطره اوبه، بس د څو ډالرو لپاره هري بې ايمانۍ، دروغ، ايمان پلورنى او هېواد پلورني ته چمتو دي. دا دئ شنبه تېره شوه خو نه حكمتيار صاحب كابل ته ولاړ او نه حزب اسلامي په كابل كي دفتر پرانيستو!!
په داسي حال كي چي نن په كابل كي هيڅ حكومت نشته، د ارگ برخليك لا نامعلوم دئ، لا څرگنده نه ده چي امريكايان به د ارگ پر گدۍ د چا ناسته خوښوي، د سيالانو تر منځ ناندرۍ به د چا په گټه پاى ته رسوي، وزارتونه به څنگه وېشي، د انتخاباتو پايله به څنگه راباسي او د چا په گټه به ئې اعلانوي، افغانانو ته به پارلماني نظام ډالۍ كوي كه رياستي، څوك به د صدراعظم په توگه ټاكي او څوك د جمهور رئيس په توگه او هر يوه ته به څومره صلاحيتونه وركوي.... حزب اسلامي به څنگه په دې حالت كي په كابل كي دفتر پرانيزي او هغه كابل ته به درومي چي معلومه نه ده څو ورځي وروسته څه پرې راځي او له كوم برخليك سره مخامخ كېږي؟!!! كه حزب وغواړي دا كار وكړي نو په څرگنده به ئې كوي نه د نورو په څېر په پټه، مخامخ به ئې كوي نه د نورو په څېر د پرديو په وساطت، له افغاني لوريو سره به ئې كوي نه د نورو په څېر له بهرنيو سره، د مذاكراتو پيل به هم اعلانوي او پاى ئې هم.
پوښتنه دا ده چي حزب اسلامي به له چا سره په دې اړه خبري كوي او د هغه خبري به د اعتبار وړ گڼي؟!! كه له كرزي سره ئې داسي توافق كولى نو په تېرو ديارلسو كلونو كي به ئې دا كار كړى وو!! كرزي خو پرون دا كار نشو كولى نن به ئې څنگه كوي؟!! كه له امريكايانو سره ئې داسي توافق كولى په تېرو كلونو كي به ئې كړى وو، حزب اسلامي ته په كابل يا له هېواد بهر د دفتر پرانيستلو وړانديزونه په وار وار شوي خو هغه ئې نه دي منلي، نه ئې په قطر يا انقره كي دفتر پرانيستلى او نه په كابل كي، د هېواد د اشغال په حالت كي ئې د غرونو سنگرونه د پلازمينو تر دفترونو او د گوانتانامو اوسپنين زندان ئې د قطر تر زرين زندان غوره گڼلي.
حقيقت دا دئ چي دا تبليغات د هغو كړيو له لوري مهندسي شوي چي غواړي په دې سره هم طالبان ووېروي او هم شمالي ټلواله، دوى دا كار په وار وار كړى، هر ځل ئې له دې لاري خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كړې، هغوى ئې وېرولي او خپل شرائط ئې پرې تپلي.
خپل مؤمن او هوښيار ولس ته وايو: پر دروغجنو باور مه كوئ، په ځانگړې توگه پر هغو دروغجنو چي له مذهبي عباءه او جبه سره دروغ وايي. مطمئن اوسئ چي حزب اسلامي به د تل په څېر يوازي هغه كار كوي چي د اسلام مطابق وي او د ملت او هېواد گټي تضمين كړي، هيڅكله به د كرسيو لپاره معامله گري ونه كړي او خپل ولس به يوازي پرې نږدي.
حزب اسلامي افغانستان
26 سرطان 1393


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more