د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

داعش په عراق کې د ښځو د خرڅلاو بازار پرانیستئ

اتل
07.08.2014

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
د عراق او سوریې دپاره اسلامي دولت یا دداعش د ډلې مشر ابوبکر بغدادي چې خلافت اعلان کړ او ځان یې خلیفه وباله او د مسلمانانو نه یې وغوښت چې بیعت ورکړي، د اسلمي نړۍ دو معتبرو مفتیانو قتاده او المقدیسي هغه وغانده او د هغه خلافت یې د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې اعلان کړ.

داعش چې په عراق کې چټک پرمختګ کوي، د عراقي دکردانو دنینوا د ولایت د قره قش د ښار دنیولو نه وروسته د لږکیو مذهبونو د ښځو د خرڅولو بازار تود کړیدئ.

داعش پخپلو اعمالو هم اسلام بد نام کوي، او هم مسلمانان د ځان نه بیزاره کوي، بې خرته انسانان وژني، ښځې او ماشومان یې خرڅوي او د انسانان تجارت یې پیل کړیدئ.
داعش، القاعده، او زموږ طالبان ټول د یوې کښتۍ سواره دي.
===
داعش په عراق کې دمریانو او وینځو دپلور بازار پرانېستی دی
دعراق سرې میاشت هغه راپورونه منلي دي،چې دداعش جنګیالیو دعراق په (نینوی ) ښار کې داسې یو بازار جوړ کړی دی،چې هلته دنورو مذهبي لږکیو ښځې په کې پلورل کیږي.
دسرې میاشت ویاند محمد الخزاعي وايي : دداعش جنګیالیو دیزیدیه مذهبي ډلې او ځینې مسیحې مېرمنې دجګړې دبندیانو په نوم تښتولې دی او بیا یې یاد بازار کې دپلور لپاره وړاندې کړې دي.
سرې میاشت دداعش دا ډول کړنه غندلې ده ، الخزاعي زیاتوي : داعش په تلعفر هوايي ډګر کې دترکمنانو، یزیدیه ډلې او مسیحانو لسګونه کورنۍ یرغمل کړي اوسړي یې ور وژلي دي ، الخزاعي له نړیوالې ټولنې ، عراقي حکومت څخه غوښتنه کړې ده،چې په نینوی کې مداخله وکړي او روان انساني ناورین ته دحل لار پیدا کړي.
دعراق دښځو چارو وزات هم دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي : زموږ مالومات دا ثابتوي ،چې داعش یو شمېر مېرمنې ، نجونې په سنجار نومی سیمه کې په یولوی کور کې یرغمل نیولې دي او یو شمېر نور یې له خپلو کورنیو سره تلعفر هوايي ډګر ته لیږدولې دي،چې تراوسه یې برخلیک مالوم نه دی .
د داعش جنګیالیو تېره یکشنبه دیزیدیه مذهبي ډلې ټاټوبی (سنجار) تر خپل کنترول لاندې راوستی دی دا سیمه دعراق په شمال لویدیز کې پرته ده ،چې ډیری استوګن یې اوس ګډوال شوي دي دوی یزیدیه ډله بلل کیږي،چې نږدې څلور زره کاله وړاندې دی ځای ته راکوچیدلي دي.
په سنجار کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي،چې داعش ټول هغه قاضیان وژلي دي،چې د دوی غوښتنه یې نه ده منلې نه یې اسلام منلې او نه یې توبه ویستې ده ، جنګیالیو ددوی مېرمنې او ښځې دجګړې دبندیانو په نوم نیولې دي.
دا مېرمنې او ښځې له (زمار ، سنجار) سیمو څخه تلعفر ته لیږدول شوې دي او هلته هغه بازار ته وړاندې شوې دي،چې داعش دمریانو او وینځو دپېر او پلور نوم پرې اېښې دی ، دا ډول بازارونه په عربي نړۍ لرغونی تاریخ لري ،چې داعش یو ځل بیا راژوندی کړ.
http://www.taand.com/archives/2915


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more