د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

قولونه د عملي کیدو دپاره نه وو شوي.

اتل
06.08.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دخوست په ولايت كې د هلكانوترڅنګ د نجونو زده كړې ته هم د خلكو پاملرنه ډېره زياته شوېده. اوس له يوې مدرسې دوې دورې ښځينه ديني عالمانې فارغې شوې او دا لوى وياړ يې په برخه شو. په خوست كې چې اوس نجونې د ديني علم دغې كچې ته رسيږي، پدې مدرسو كې عصري علوم هم ور ښودل كيږي.

د نجونو د يوې ديني مدرسې مسؤل مولوى محمدنعيم وايي چې دوى زرنجونې زده كوونكې لري.
د عايشه صديقه مدرسه چې د خوست ديني عالمان يې د ښځينه مدرسو د مور په نوم ياده وي، يواستاد مولوى عبدالرحيم بلالي وايي چې اوس به نورو نجونوته ديني زده كړې ځكه اسانه شي چې د ښځينه ديني عالمانو لخوا درس وركول كيږي.

محترمو لوړستونکو:
ملا صاحب محمد عمرآخند د کوچني اختر دپاره پخپل پیغام کې بیا قول وکړ چې طالبان به د ولس د معارف غم وخوري.
طالبانو پخوا هم دغسې قولونه او لوزونه کړي وو، خو ټول یې مات کړل. طالبانو د خپل حکومت په وخت کې چیرې هم نجونو ته د تعلیم داسې شرائط نه وو بابر کړي لکه اوس چې په خوست ورته محی دي.

طالبانو همدا اوس تر خپل کنترول په لاندې علاقو کې نه داچې ښونځي جاري کړي ندي، بلکه موجوده ښونځي یې تړلې دي او لویې ولسي پرګنې یې د علم دزده کړې نه محرومې کړیدي.

د طالبانو قول د موچي دئ، دوی د خپلو افراطي پالسیود عملي کولو له لارې د افغان ولس پوده تنسته د تعلیم، پرمختګ او ترقۍ د نعمت نه محرومه کوي او ملک قهقرا ته سوق کوي.
الله جل جلاله دې دوی ته هدایت وکړي چې په صراط مستقیم روان شي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=32628


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more