د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پل صراط ، جسر جهنم


ع کريم حليمي
29.07.2014

د ټول افغان درنو او محترمو دین پوهانو ( أَهْلَ الذِّكْر )
السلام علیکم !

له پخوانیو مشرانو مي اورېدل چه : پل صراط دي رب العزت را باندي آسانه کي .
پل صراط څه شي دی ، زموږ دیني‌ مسئله ده او که فکري یا اسرائلي مضخرفات ، او که تشبیهی او استعاره ؟؟

درنښت


Re: پل صراط ، جسر جهنم

lawangin
30.07.2014

ددغه ګډ ميراث بيلتون نه تاريخي او نه ديني ده ! که بني اسرائيل
نه وی پيدا شوي نو عيسويت او اسلام به بل ډول څېره لرله !
دومره تاريخي خبره!

کومه خبره به چې زمونږ مشرانو داسې کوله داواقعت دی او تاريخ
یې په سلګونو کالونه مخ ته ، يانې له اسلام سره يوه موازي خبره ده!

داسرائيلو ددولت بنسټ په ۱۹۴۸کال کې کېښودل شوی دی او له دې
خبرې سره رابطه نلري !

: ==> اياخبره پخوانۍ کتابي ده ؟ که کتابي يا هم امي وي
خو په دواړو حالاتو کې ځنځيراو رسۍ یې دپخوانویو کليوالو
ملايانو په لاس کې وو اوده !

اوس سووال دادی چې ايا
( عامل ملا کتابي دی او که خدای وهلی رسول شرمولی کينه ګر ملا
دی چې دکينې بغض او بد بيني په اساس ټول کارونه کوي او له حق
څخه باطل او له باطل څخه حق جوړوي ! )


[quote:80ec37b5c0="ع کريم حليمي"]د ټول افغان درنو او محترمو دین پوهانو ( أَهْلَ الذِّكْر )
السلام علیکم !

له پخوانیو مشرانو مي اورېدل چه : پل صراط دي رب العزت را باندي آسانه کي .
پل صراط څه شي دی ، زموږ دیني‌ مسئله ده او که فکري یا اسرائلي مضخرفات ، او که تشبیهی او استعاره ؟؟

درنښت[/quote:80ec37b5c0]



ع کريم حليمي
31.07.2014

محترم لونګین صاحب ، زه تاسو ته احترام لرم ، او هیڅ کله به ځان ته اجازه ور نکړم چه تاسو رانه خپه او نارازه کړي ، داچه ځانه ته اجازه نه ورکوم ، نو زما د ځان (روح) سره په لوی چنچال کي راګیر یم ، او او خدای دي نکړي چه یو ورځ مي د صبر عسکر ماته ونکړي .

د ټول افغان درنو لوستونکو زما دي په هغه ذات قسم وي چه زه ئې خلق کړی یم ، د لونګین صاحب د جوابي لیکني په ۰،۰۱ فیصد هم نه پوهیږم چه محترم لونکین صاحب څه لیکي او څه وايي

تاسو پوهېږي ؟د محترم لونګین د لیکني په مطلب !!
درنښت


وزیري
04.08.2014

محترم حلیمي صاحب هیله ده چی ښه اختر مو درلودلای وي.

پل صراط زمونږ دیني مسئله ده، دا چی څه شی ده نو پیغمبر علیه السلام یی په باره کی وایی:
ثم يضرب الجسر على جهنم، قيل: يا رسول الله وما الجسر ؟ قال: دحض مزلة، فيه خطاطيف وكلاليب وحسك - شوكة صلبة -، تكون بنجد، فيها شويكة، يقال لها: السعدان، فيمر المؤمنون كطرف العين، وكالبرق، وكالريح، وكالطير، وكأجاويد الخيل والركاب، فناج مسلّم، ومخدوش مرسل، ومكدوس في نار جهنم ) رواه مسلم .

وفي حديث ابن مسعود، قال: قال – صلى الله عليه وسلم - : ( فيمرون على الصراط، والصراط كحد السيف، دحض مزلة، قال: فيقال: انجوا على قدر نوركم، فمنهم من يمر كانقضاض الكوكب، ومنهم من يمر كالطرف، ومنهم من يمر كالريح، ومنهم من يمر كشد الرحل، ويرمل رملا فيمرون على قدر أعمالهم، حتى يمر الذي نوره على إبهام قدمه، يجر يدا ويعلق يدا، ويجر رجلا ويعلق رجلا، فتصيب جوانبه النار ) رواه الحاكم وقال صحيح على شرط الشيخين ووافقه الذهبي .

و فی حدیث عن ابی هریره، قال: قال - صلی الله علیه وسلم: ويضرب الصراط بين ظهري جهنم، فأكون أنا وأمتي أول من يجيزها، ولا يتكلم يومئذ إلا الرسل، ودعوى الرسل يومئذ؛ اللهم: سلم سلم . وفي جهنم كلاليب مثل شوك السعدان، هل رأيتم السعدان ؟ قالوا: نعم يا رسول الله، قال: فإنها مثل شوك السعدان غير أنه لا يعلم ما قدر عظمها إلا الله، تخطف الناس بأعمالهم، فمنهم المؤمن يبقى بعمله، أو الموبق بعمله، أو الموثق بعمله، ومنهم المخردل أو المجازى ... ) رواه البخاري .

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more