د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پښتونه راځه ریښتیا سره ووایو

طالب ISI
21.07.2014

د شهیر لیکنه -

اوس پښتانه په کلې، ښار، ګاونډیو اوغربې هیوادو کې میشت دي. د کلیو هغه دي چې له کلي د وتلو وس نه لري. د ښارو پښتانه هلته د کار اوبار، رسمې او غیررسمي دندو لپاره میشت شوي، اولادونه یې ښونځي ته ځي، بریښنالرې او له ښاري خدماتو ګټه اخلې. بهر میشتې پښتانه بیا د همدغه کار، تعلیم، امن او د ژوند د ښو شرایطو لپاره هلته اوسي.

د هیواد د ننه او بهر ځکه دا د ژوند امکانات برابر دي چې هلته طالب نه شته. حتا طالب هم له ښارې ژوند څخه ځکه ګټه اخیستی شي چې هلته د طالب حکومت نه شته. مثال یې د کوټې او عربې هیوادو کې میشت طالبان دي. هلته یې بچیان ښونځي ته ځي او دوی ته له یوې او بلې خوا امکانات برابریږي تر څو د ښارې ژوند څخه ګټه واخلې.

د طالبانو د امارت وقت کې امن و، پښتو ژبه چلیده، هر ځای پښتون حاکم و خو اقتصاد خراب و. د طالبانو پالیسۍ ونه شوی کولای چې پنځوکالو کې حتا خپل حکومت په چا په رسمیت وپیژني. اکثریت پښتون له طالبي چلند څخه ځوریده. خوهر څه یې لکه پاکستانۍ پښتون په مړو غوږ منل.

شمالي ټواله که هر څومره پلیته وه خو د طالب او پاکستان راج یې نه مانه. تر خپله وسه وجنګیدل. په وروستیو کې امریکایانو ورسره مرسته وکړه او طالب یې ختم کړ.

په هیواد کې خلکو ته د کار او بار موقع په لاس ورغله.د شمالې ټلوالې حکومت ټولې نړۍ په رسمیت وپیژندو. شمالې ټلوالې واله په حلاله او حرامه ځانونه ښه وپړسول خو په څنګ کې یې د ډیرو پښتنو ژوند ورسره ښه شو. په زرهاو پښتانه ښارو ته راغلل. په رسمې او غیر رسمې کاروبار یې د ژوند شرایط د طالبانو د حکومت په پرتله ډیر ښه شول. شمالې ټلوالې واله په خپل کلې او کور کې دولتي او غیردولتي ارګانو ته د کار کولو چاپیریال برابر کړ. په ملي اردو او پولیسو کې په زرهاو تنه داخل شول.

خو پښتون څه وکړل!
د ښار ډالر، رسمې او غیر رسمې دنده، بریښنا، تلویزیون، ښونځی، کورسونه، پوهنتونونه او نور امکانات یې خوښ دي. چې د طالبانو وقت کې دا یو هم نه و!
خو!
په خپل کلي کې د طالب سره خواخوږي لري. مړي ته یې شهید وایې. تر خپله وسه مالي مرسته ورسره کوي. کله کله خو په ښار کې خپل کور ورته سپاري چې د بمو او انتحاریو فابریکه ترې جوړه کړي. د طالب د مړي انځور په ټولنیزو شبکو کې خپروي، ترانې یې ټیلیفون کې ساتي. ملي اردو او پولیسو کې کار ته په بده سترګه ګوري. شهید ته یې مردار وایې.
له طالبه او د کلي د طالبي شرایطو ښار ته را تښی خو سندرې د طالبانو بولي.

هغه چې عربو او اروپاکې میشت دي هغوی هم د همغه ځای د ژوند له شرایطو اوامکاناتو ګټه اخلي خو له طالب زنده باد تیر نه دی. په دوبی کې دیسکو، عیاشي، ګډا، او نور هر څه مني خو بیا هم طالب زده باد. که د دوبۍ هر څه د خپلې شخصي ګټې لپاره منې بیا ولې کلي کې طالب غواړې؟

د اندړو د یو شمیر کلیو او د خوست څخه پرته نور اکثریت پښتني کلیو کې طالب په آرامه ژوند تیروي. د همدغه طالب له لاسه پښتانه په کلیو کې په ژړا هم دي خو بیا هم په ضد یې هیڅ اقدام نه کوي. غواړي چې بدخشۍ، تخاري، شمالي وال یا ازبک هلته وینه تویې کړې او له طالبه یې خلاص کړي. ولې بیا هم د طالب مړي ته شهید او ملې اردو ته وایې چې الله پوهیږي مرګ به یې څنګه وي.

د همدغه ذهنیت پایله داده چې امنیتې ځواکو کې نوي سلنه غیر پښتانه دي. که همدا امنیتې ځواکونه نه وي بیا به د طالب کیبل او د پښتون څټ وي. همدا امنیتي ځواکونه د شمالي ټلوالې مشرانو ته وفاداره دي.

د پاکستان پښتانه اکثریت له پنجابه کړیږي خو بیا هم دا ۶۰ کاله د پنجابي راج هر څه په سړه سینه مني. که طالب د پنجابي راج یوه نوعه ومنو نو افغان پښتون هم لکه پاکستانۍ میشت پښتون داسې شوی. په دې ښه پوهیږي چې د طالب حکومت یعنې بیکاري، وچکالي، بې تعلیمې، جبر، وهل، ټکول، رټل، ځورول او وژل خو بیا هم وایې طالب زنده باد!

که د طالب تر کیبل لاندې ژوند دې خوښ وي نو ولې له کلي ښار ته ځې؟، ولې عربې هیوادو یا غرب ته درومې؟

که دې نه دي خوښ بیا ولې طالب زنده باد وایې؟

په اوس شرایطو کې که شمالي ټلواله هر څومره کرغیړنه ده بیا هم اشرف غني او ورسره مل پښتنو ته پکار ده چې په خپل څنګ کې دوی ومني. که همدا ګډه وډه ټلواله نه وي پښتون د طالب سره جنګ نه کوي. د طالب تر حکومت لاندې شرایطو کې خر ګذاره نه شي کولای. ځکه خر هم حد اقل وښو ته اړتیا لري چې د وچکالۍ له کبله هغه هم نه وي. له طالب سره ظلم مل دی. او د ظالم په حکومت الله پاک اورښت د رحمت نه کوي. له ۱۹۹۴ م کال راهیسې د پښتون د وجود هره برخه د طالب له لاسه پرهر، پرهر ده. اکثریت د جنګ قربانیان هم پښتانه دي.

نو پښتونه!
پاڅه د اندړو غوندې د پنجاب راج ختم کړه او د جنرال رازق غوندې مشرانو قدر وکړه تر څو د پنجاب له ظلم خلاص شې. بیا که شمالې ټوالې سره چنې وهې هم حق لرې. په کلې کې د طالب راج منې خو د ژوند له شرایطو یې ښار ته را تښی یې بیا نو شمالې ټلواله هم ومنه تر څو د ښار د ژوند ګټې او امکانات دې خوندي وي. د طالب له لاسه ستا کلي کې امن نه شته. ښونځی دې حکومت کې رسمې دی، معاش ورکول کیږي خو خاینان یې سره ویشي او ستا کلې کې نجونې او هلکان په خاورو کې لوبې کوي. ستا د کلي لپاره د سړک، کلینیک او نور پروژو لپاره پیسې منظوریږي خو د شرکت، طالب او نورو خاینینو په مینځ کې ویشل کیږي. طالب خپله فیصدي غواړي، شرکت واله ډیره ګته نو خامخا به تطبیق شوې پروژه دوه کالو کې له مینځه ځي!

د پنجابي + طالب او اسراییلو تر مینځ توپیر شته؟

پاکستان او اسراییل دواړه د انګریزانو پوسله جوړ شوي. یوه ته یې یهودیت د خلکو د محکوم ساتلو لپاره غوره کړی او بل ته اسلام. د اسراییلو پوسیله په فلسطینیانو ظلم کیږي او د پاکستان پوسیله په افغانانو. دا چې یهودیت بیل مذهب دی نو ځکه فلسطینیان یواځې قرباني دي او په خپلو باندې د ظلم لپاره له اسراییلو سره مرسته نه کوي. دا چې پاکستان اسلام کاروي نو ځکه دوی پښتانه په پښتنو وهي تر څو پښتو پکې ختمه کړي او بې ځنځیره غلامۍ ته یې برابر کړي. که دددغه انګریزي پلان په ترڅ کې پنجابي او طالب ته شهید ویل کیږي بیا او مقابل ته مردار وایې نو بیا خو اسراییلي عسکر ته هم باید شهید او فلسطینې ته مردار وویل شي. که پنجابي او طالب ته جنت ورکول کیږي نو اسراییل عسکر هم عین حق لري. ځکه اصلې طراح خو د دواړوو هیوادو انګریزان دي او تر شا یې نور پټ لاسونه.

جنرال ضیاء الحق شهید!
عرب به چې مسلمان شول او بوت به یې ماتلو نو په خپله پخوا به یې خندل. هر افغان بچي ته جنرال ضیاء د افغان جهاد اتل معرفي کیده. خو هیڅ افغان رهبر نه ویل چې همدې جنرال ۲۵ زره فلسطینیان په ۱۱ ورځو کې شهیدان کړل. د همدې پوځ مشرانو ۳ میلیونه بنګالي مسلمانان شهیدان کړل. بیا طالب په کومو سترګو کوټه او پیښور کې د همدې پوځ تر سیوري لاندې د اسلام د ګټلو نعرې وهي؟

انتحاري ته به الله پاک څنګه جنت او حورې ورکوي چې د هغه جنرال تر امر لاندې جنګ کوي کوم چې لاسونه یې د فلسطینیانو په وینو سره دي؟

په پنجشیر، دایکندي، بامیانو او نورو ځایو کې طالب نه شته، هلته امریکایی، چاپه، ډرون، تلاشي، جنګ، بمبارد او جګړه نه شته. هلته ښونځی، کلینیک، پوخ سړک، امن، کار او د ژوند نور امکانات شته.

نو بیا په کوم عقل باندې د طالب ننګه کوو؟

د طالبي سوچ هر ډول ننګه داسې معنا لرې لکه هم چې ځانونه ټپي کوو، مالګه پرې اچوو بیا بیرته ژاړو، بیا همدغه کار تکرار کوو په بیا بیا ورته ژاړو. طالب یعنې انتحاري، د ځمکې ماین، کیبل، د ښونځي دښمن، د بیکارۍ او وچکالۍ دوست، د پنجاب استازی، د سوکالۍ دښمن او د اسلام بدنامونکۍ .

شهیر

تور جانJuly 14, 2014 په 15:49 تبصره

سلامونه
جار د له قلم او گوتو سم محترم شهير

الله ج د پشتنو ته لژ منطق ور په برخه كي د منطق كمبودي ده په پشتنو كي چه تول هيواد په بدبختي كه ژوند تيروي

په هيله د يووالي او سمسور افغانستان
zghardJuly 14, 2014 په 16:07 تبصره

Mohtarama shahira wrora, po gwato de barakat sha. Khuday da ajar aw swab dar kri.
zghardJuly 14, 2014 په 16:10 تبصره

Mohtarama shahira wrora po gwato de barakat sha. khuday da ajar aw swab dar kri
Mullah HabibullahJuly 14, 2014 په 18:32 تبصره

Dear Shaheer Jan,
I guess you are looking at the outcome of the events not the means how this outcome was produced. People do not like Taliban or their ideology. No one wants Taliban. It is not Taliban that resists against the government. I would say whatever happens in Afghanistan, it is the general population which cannot trust, cannot participate and are fed up with a malfunctioning system. It was the Northern Alliance that pushed people towards Taliban. It is again the Northern Alliance pushing people to side with Taliban. People cannot rely on anyone.
Northern Alliance is emboldened not because they are smarter or better, but it was a useful tool for justification of war. At the same time, Pashtuns have been lost to have leaders to lead them.
From beginning Taliban were sidelined, faced insecurity and massacres, which means there participation was zero in the new political landscape, so you want them to let it go for no reason.
I understand there were positive developments, and we should also look at its cost; massacre of people, destruction, injustice, insecurity and many more. If people did not resist against certain elements, I believe that these elements would NOT tame to our demands and they would treat us much differently. Thanks to this resistance, our people could show that we exist. Even now, Pashtuns are NOT a primary force anywhere in government, but a nominal. What people should do or should have done against all the injustices that occurred in past 13 years in Pashtun areas? The only way is to resist, more likely in peaceful manner until our demands are met.
hassanJuly 14, 2014 په 23:04 تبصره

ستاسو د تبصری په تایید غواړم د لا نور وضاحت لپاره دا لاندی معلومات تاسو سره شریک کړم:
د 1969 کال په جریان کی په میلیونونو فلسطینی مجاهدینو چی د اردن له خاوری یی داسراییلو پر ضد مبارزه کوله ، د اردن د وخت پادشاه شاه حسین په تشویش کی اچلولی و چی مبادا فلسطینی ځواکونه د اردن هیواد تر خپل تسلط لاندی راولی . نو شاه حسین هڅه کوله چی د هغوی موقف ضعیف او فلسطینیان له خپل هیواده وساتی. اما دا کار ساده هم نه و او فلسطینیانو هم د عمان په ښار کی قوی سنګرونه دلودل. د فلسطینیانو د مبارزینو تعداد هم د یاسر عرفات تر مشری لاندی 30-40 زرو ته رسیده . یاسرعرفات خپلو مبارزینوته امر وکړ ترڅو چی ستاسو په سنګرونو برید نه وی شوی ، جنګ اعلان نه کړی.
د اردن 55زره فوج چی ښه مجهز ، تجربه لرونکی او ښه زده کړه یی کړی وه د 300 مدرنو تانکونو په حمایت تصمیم ونیو چی په څو ساعتونو کی ټول فلسطینی مبارزین ختم کړی. دوی د 1970 کال دسپتمبر په 17 د فلسطینیانو پر ضد جنګ شروع کړ اوتر 6 اکتوبر دی جنګ دوام وکړ چی په نتیجه کی لسګونه زره فلسطینی مبارزین او د هغوی کورنی قتل عام او په لسګونو زرو نور ټپیان شول . د دی جنګونو د یوه بخش قومانده د پاکستان پخوانی دیکتاتور جنرال ضیاالحق چی په هغه وخت کی د پاکستان له خوا اردن ته داجیرو قواو په راس کی لیږل شوی و ، په غاړه درلوده . نوموړی جنرال د فلسطینی مبارزینو په قتل عام کی مهمه ونډه درلودله چی په نتیجه کی د هغو مبارزینو جنبش چی د خپلی خاوری د دفاع لپاره یی د اردن له خاوری جهاد کاوو ، ضعیفه کړل شو. نوموړی جګړه د عربی هیوادونو د مشرانو په فشار سره ختم او د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ټینګ شو.
http://portal.anhar.ir/node/10218/?ref=sbttl#gsc.tab=0
MohammadzaiJuly 15, 2014 په 03:25 تبصره

Dear Brother Shahir Sb,

I totally agree with you. I hope every afghan understand that and have the same opinion as you have. I think you are the first person who said the reality in Taand.

Kind Regards
SayedJuly 15, 2014 په 07:56 تبصره

The 1st time Taand showed the article about reality ( Haqiqat of Pahtoon)
walishah tanai from chinaJuly 15, 2014 په 08:20 تبصره

لمړی درته سلامونه وړاندی کوم او الله ددرته نوره همداسی شه استعداد او موفقیت درکړی ،ګرانه دا څیری ما دجهاد په وخت کی پیژندلی دی دا دفضل الرحمن اولادونه دی ۱۵ کاله یی دغریبو افغانانو په مقابل کی استعمال او اوس یی دوزیرستان نه دخوست کاخی کړل خو دوی تر اوسه په خدای که اسلام ته خبر وی دنیا پاس ستورو ته دژوند تکل لری او دوی تر اوسه دالمانځه په سنت او مکروه پسی ګرځی،ولی شاه تنی چین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more