د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

توبه شکن

میرویس
15.07.2014

د بختورې روژې د فیض او برکت سلامونه مې ومنۍ
متدینو مسلمانو وروڼو، په توبه باندې ختل یا د توبې ماتول او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې اوتر ټولو بده یې دا چې توبه شکني د بې ګناه مسلمانوانسانانو په قتل کې د اسلام له نظره څومره ګناه لري؟

طالبانو چې بیا بیا ویلي چې د بې ګناه خلکو وژل ناوروا او د شریعت خلاف کار دئ، معنی یې داده چې دوی پخوا بې ګناه خلک وژلي وو، خواوس توبه ګار شویدي او دا کار بیا ّيڅکله نه کوي.
طالبانو دا ځلې د بکتیکا د ولایت د ارګون د ولسوالۍ په ښارکې د موټربم انتحاري چاودنه کړې تر شپيتو زیات خلک یې وژلي او په لسګونونور یې ټپي کړیدي.

آیا دغه ښاریان بې کناه مسلمانتان نه وو چې طالبانو په ډیر ظالمانه ډول په بم کې والوزول او قتل یې کړل؟ آیا طالبان په خپله توبه ونه ختل؟ په اسلام کې په توبه ختل او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې او بیاد قتل په مسئله کې د بښنې لیاقت لري؟
آیا طالبان د اسلامي ارشاداتو پیروي کوي؟ آیا څوک چې دخپلو جنایاتو دکتمان دپاره د اسلام نه ډال جوړوي، بدعت کوي، او غیر اسلامي اصول په ولس د ټوپک په زور تپي مسلمانان دي او که نه؟
د طالبانو نطاق ویلي چې په پيښه آګاهي لري خو دا کار دوی ندئ کړئ.
که طالبانو دا کار تا نه وي کړئ، نو چا وکړ؟
پدې پیښه کې دوه پولیس هم وژل شویدي. د طالبانو هدف پولیس وو، خو چې زیات ملکي تلفات یې واړول نو طالبانو انکار ترې وکړ.
د طالبانو عادت هرچا ته معلوم دئ. د مسئلې نه انکار طالب ته برائت نشي ورکولئ.
متل دئ چې وايي: اګر دیدي بازي، اګر ندیدي دزدي.
که طالبانو پدې حمله کې یوازې پولیس وژل شوی واي نو نطالق صاحب په افتخارویلي ووچې دا سوبه دوی کړیده. اوس چې ملکي تلفات زیات شول انکارترې کوي.
په درناوي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140715_hh-paktita-suicide-attack.shtml


Re: توبه شکن

lawangin
15.07.2014

طالبان داسې دي لکه سپينې ملائکې دا کار خو به ستاسو د سي ای
اې وي چې طالبان بد نامه کړي‌او له دوو بنو سره په افغانستان کې
تر هغه وخته ارامه ژوند وکړي تر چې غربي فاسد اخلاقي معيارونه
مسلمان اولس ته راوړل شي او رواج یې کړۍ !

[quote:1ec1b86381="میرویس"]د بختورې روژې د فیض او برکت سلامونه مې ومنۍ
متدینو مسلمانو وروڼو، په توبه باندې ختل یا د توبې ماتول او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې اوتر ټولو بده یې دا چې توبه شکني د بې ګناه مسلمانوانسانانو په قتل کې د اسلام له نظره څومره ګناه لري؟

طالبانو چې بیا بیا ویلي چې د بې ګناه خلکو وژل ناوروا او د شریعت خلاف کار دئ، معنی یې داده چې دوی پخوا بې ګناه خلک وژلي وو، خواوس توبه ګار شویدي او دا کار بیا ّيڅکله نه کوي.
طالبانو دا ځلې د بکتیکا د ولایت د ارګون د ولسوالۍ په ښارکې د موټربم انتحاري چاودنه کړې تر شپيتو زیات خلک یې وژلي او په لسګونونور یې ټپي کړیدي.

آیا دغه ښاریان بې کناه مسلمانتان نه وو چې طالبانو په ډیر ظالمانه ډول په بم کې والوزول او قتل یې کړل؟ آیا طالبان په خپله توبه ونه ختل؟ په اسلام کې په توبه ختل او هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې او بیاد قتل په مسئله کې د بښنې لیاقت لري؟
آیا طالبان د اسلامي ارشاداتو پیروي کوي؟ آیا څوک چې دخپلو جنایاتو دکتمان دپاره د اسلام نه ډال جوړوي، بدعت کوي، او غیر اسلامي اصول په ولس د ټوپک په زور تپي مسلمانان دي او که نه؟
د طالبانو نطاق ویلي چې په پيښه آګاهي لري خو دا کار دوی ندئ کړئ.
که طالبانو دا کار تا نه وي کړئ، نو چا وکړ؟
پدې پیښه کې دوه پولیس هم وژل شویدي. د طالبانو هدف پولیس وو، خو چې زیات ملکي تلفات یې واړول نو طالبانو انکار ترې وکړ.
د طالبانو عادت هرچا ته معلوم دئ. د مسئلې نه انکار طالب ته برائت نشي ورکولئ.
متل دئ چې وايي: اګر دیدي بازي، اګر ندیدي دزدي.
که طالبانو پدې حمله کې یوازې پولیس وژل شوی واي نو نطالق صاحب په افتخارویلي ووچې دا سوبه دوی کړیده. اوس چې ملکي تلفات زیات شول انکارترې کوي.
په درناوي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140715_hh-paktita-suicide-attack.shtml[/quote:1ec1b86381]


طیب زابلی *
16.07.2014

السلام علیکم ورحمة الله
له یوه پلوه که توبه ماتول ګناه ده خو له بله پلوه بیا په روژه کی درواغ ویل،تهمت ویل اوبهتان ویل دابیا په روژه کی ډیره لویه ګناه ده ،
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه) صحيح البخاري - (2 / 673)
ژباړه:چاچی (په روژه کی) درواغ ،تهمت اوبهتان ویل او ددوئ په مقتضاسره عمل کول نه پرې ښودل، نوالله پاک دده خوراک او څښاک پرېښودلو ته هیڅ حاجت نه لری،.
یعنی الله پاک یی روژی ته نه ګوری او نه یی قبلوی،
میرویس +اتل که څه هم اوس ټولو دفورم ګډونوالو پیژندلی چی ددوئ لیکنی دیوخاص غرض پربناء دی،خپله ورسپارل شوی دنده پرمخ وړی نوځکه یی لیکنی نه څه تاثیر لری اونه څوک غوږ ورته نیسی ،خودوئ بیا هم خپله وظیفه پرمخ وړی تغیر نه ورکوی،ددې فرض روژی لحاظ هم نه ساتی په مسلمانانو پسی تهمت اوبهتان چی لویه ګناه ده په خپل بېهوده ګمان سره لګوی،اودرواغ وایی،
اوس تاسوددوئ تهمت او درواغ وګورئ:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پکتيکا په ارګون کې انفجار د اسلامي امارت دمجاهدينو کار نه دی
نېټه: سه شنبه, 15 جولاي 2014 15:25
لیکوال: ذبیح الله مجاهد
نن غرمه مهال د پکتيکا ولايت ارګون په بازار کې د درانه انفجار له امله چې په کوم مارکيټ کې دننه تر سره شوي زموږ له شلو ډير ملکي هېوادوال شهيدان او په لسهاوو نور ټپيان دي، ويل کيږي چې په پيښه کې په لسګونه دوکانونه هم ويجاړ شوي او خلکوته زیانونه اوښتي دي.
د دې پيښې واقعيت خو به د تحقيقاتو او پلټنو څخه وروسته لا ښه څرګند شي، خو يوڅه چې موږ يې په صراحت اعلان وو دادي چې داپيښه د اسلامي امارت دمجاهدينو کار نه دی، نه مجاهدين دغه راز اعمال کوي او نه هم په داسې کار سره مجاهدينو ته کومه ګټه رسيږي، برعکس د ولسي خلکو ژوند ساتل او ورته پام کول د اسلامي امارت اوصولي دريځ او مکلفيت دی، موږ له خپله لوري دغه پيښه غندو، د تلفاتو او زیانونو په اړولو سخت خواشيني يو، له مصابينو او متضررينو سره خواخوږي ښيو او ژمنه کوو چې تر خپله وسه به د پيښې په اړه تحقيات او پلټنه هم وکړو.
څرنګه چې دښمن د مختلفو دسیسو په کار اچولو سره دمجاهدينو دبدنامولو هڅې کوي، امکان لري چې د پکتيکا د ارګون د نن ورځې پيښه هم مجاهدينو ته منسوب کړي.
بناء موږ هېوادوالو او رسنيو ته په ډاګه کوو چې دغه کار د اسلامي امارت د مجاهدينو نه ده اونه هم مسئولين د دغه راز عمل د ترسره کولو اجازه ورکوي، په دې اړه بايد ټول ډاډه ووسي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۹/۱۷هـ ق
۱۳۹۳/۴/۲۴هـ ش ـــ 2014/7/15
میرویس صیب! ته په کوم دلیل داوایی چی داکار طالبانو کړی ده سره له دی چی هغه یی پخپله ردوی او داهم درته معلومه ده چی طالبان چی کوم کار وکړی هغه پړه بیا منی نه لچا بیریږی او نه دچا پروالری،هغوئ یوازی دالله (ج) پروالری اوبس،


طیب زابلی *
16.07.2014

دملی اردو یو عسکر پرخپله فیسبوک پاڼه داسی لیکی:

Afghan National-Army
منذ 16 ساعات · تم التعديل
وس خبر سوم چی کمو امریکایانو په پکتیا کی بم پیدا کړی وو.
او پیدا کیدو ورسته یی په یو ډیر تخنیک سره دپکتيا په بازار کی چولی وو.
دهغو امریکایانو او دملی اردو دسربازانو نښته سوی.

زنداباد دافغانستان اصل بچیان ملی اردو.
32 من المشاركات أعجبني أعجبني · · مشاركة

‏عمری کاروان‏ و‏أشخاص اْخرون عدد ‏78‏‏ معجبون بهذا.
https://www.facebook.com/sadia.shah.775823/posts/1472425382999339?fref=nf


میرویس
18.07.2014

لونګین او طیب صاحبانو، السلام علیکم
وروڼو، تاسې د طالبانو په نطاقانو اتکا کوي. طالبان دالله جل جلاله د احکامو یاغیان او باغیان دي، دروغ وایي، بدعت کوي او د اسلام او انسانیت په مقابل کې د هېڅ ډول جنایت نه مخ نه اړوي.

طالبان یې خود نه مني. او تاسې د طالبانو د نطاقانو قول موږ ته رانقل کوئ.
وايي ګیدړې دعوه سپره کړې وه، قاضي چې ددعوې د ثبوت دپاره شاهد ترې وغوښت نو یې وویل چي ؛شاهد خو زما خپله لکۍ ده.؛


lawangin
18.07.2014

مونږ داجنټ په پروپاګنده چې دصليبيان لپاره په دالرو چوپړ وهي
او هم دپل خشتي د انګرېز ملا په خبرو غوږ
نه نيسو او هغه خپل دوښمنان ګڼو !

[quote:13ba9597b1="میرویس"]لونګین او طیب صاحبانو، السلام علیکم
وروڼو، تاسې د طالبانو په نطاقانو اتکا کوي. طالبان دالله جل جلاله د احکامو یاغیان او باغیان دي، دروغ وایي، بدعت کوي او د اسلام او انسانیت په مقابل کې د هېڅ ډول جنایت نه مخ نه اړوي.

طالبان یې خود نه مني. او تاسې د طالبانو د نطاقانو قول موږ ته رانقل کوئ.
وايي ګیدړې دعوه سپره کړې وه، قاضي چې ددعوې د ثبوت دپاره شاهد ترې وغوښت نو یې وویل چي ؛شاهد خو زما خپله لکۍ ده.؛[/quote:13ba9597b1]


میرویس
31.07.2014

السلام علیکم، لونګینه.
یو پلو مې طیب، لونګین مې په دا بل پلو، لاپتنګه دې پلو راواړه.
ښاغلیه لونګینه، تاسې خو د طالب د افترا نه پرته بل شئ نه پیژنئ او نه یې د اوریدو حوصله لرئ. خو تاسې ماته ووایاست چې په کومو مطبوعاتي منابعو باور لرئ چې زه د هماغو خپاره کړي خبرونه درته را نقل کړم.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more