د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د سولې او ثبات په هیله!

شاه ولي
10.07.2014

ګرانو او قدرمنو هېوادوالو، اسلام علیکم و رحمة الله و برکاة،

د میدان وردګو لسګونه دیني عالمانو د دغه ولایت د یوې غونډې په ترڅ کې،دیني عالمانو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو ولایت د حج او اوقافو رئیس محترم رحیم الله رحماني وویل: ګڼ شمېر دیني عالمان په ټولنه کې د بې وزله وګړو په حیث ژوند تېروي او د دوی ریاست له لورې د ګوتو په شمېر علماؤ کرامو ته په ډېر کمه اندازه تنخوا ورکول کیږي .
هغه زیاته کړه،دغه تنخوا د دوی اقتصادي ژوند نشې جوړولی او له راتلوونکې حکومت څخه مو غوښتنه داده،چې د دوی اقتصادي ژوند جوړولو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .که په رښتنی ډول دیني عالمانو ته درناوی وشي،نو ګڼ شمېر،چې اوس په مخالفو لیکو کې دي،هم د سولې پروسې سره یو ځای شي .
نوموړی وویل : د افغانستان اولس نور له سنګر ستړی شوی او اړتیا لري،چې د ممبر له لارې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې د سوکاله افغانستان پر لور مخکې ولاړ شي او ممبر ته د پاملرنې په ترڅ کې سوکاله افغانستان لیدلی شو.

زه هم په همدې عقیده یم چې د تشدد نه لاس واخیستل شي، ځکه چې د پاکستان دینی (سني) علمأوو تحریک ویلي چې د ملکي او بېګناه خلکو وژل بالکل حرام دي او پوځي عملیات یي د طالبانو پر خلاف جهاد بللئ.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more