د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د طالبانو دوه لوی مهم قوماندانان نیول شویدي.

اتل
08.07.2014

محترمانو، السلام علیکم
په نیمروز کې د طالبانو تش په نامه والي مولوی عبدالرشید دخپلې ډلې سره نیول شوي او دغه راز په نورستان کې دطالبانو لوی قوماندان فضل اکبر نیول شوی دئ.دغو دواړو د فعالیت په خپلو علاقو کې د ولس او اسلام په مقابل کې زښت زیات جنایتونه کړيدي.

دواړو شدیدي حملې کړې، بې ګناه خلک یې وزلي او په عام بې اسرې مسلمان ولس یې ډیر ظلمونه کړیدي.
د طالبانو مشران چې په خارجي ملکونو کې دیره دي، هلته ترورستان او قاتلان روزي، مسلح او تجیز کوي یې او بیا ېې افغانستان ته د ننه رالیږي چې افغانان پرې ووزني او ملک تباه کړي. دغه داخلي او خارجي ترورستان د ملک صلح او امنیت ګډوډ کوي.
د طالبانو مشران چې په خارج کې دیره دي مزې چړچې کوي، کورنۍ یې خوندي دي، اولادونه یې ښونځیو ته ځي، خود افغانانو او افغانستان په خیر ښیګڼه کې ندي، بلکه د خپلو خارجي بادارانو دپاره نیابتيجنګ پرمخ بیایي.
دطالبانو مشران د افغانانو د قتل او ملک په تباهۍ کې خپلې شخصي ګټې لټوي.
http://www.khabarial.com/2014/07/06//


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more