د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د خوست د ښخو فعالانې دقانون عملي کیدل غواړي.

میرویس
01.07.2014

ګرانو خویندو او وروڼو، السلام علیکم
د خوست ښخې د نورو غوښتنو تر څنګ په ملک کې د قانون پلې کیدل غواړي چې دا دټولو بد بختیو د اصلاح کیدو د بنسټ تیږه ده.
===
فعالانې: نوی ولسمشر دې ښځو ته د زده کړو شرایط پراخ کړي
10.04.1393
د خوست یو شمېر میرمنې او مدني فعالانې د راتلونکي ولسمشر نه غواړي، چې د ښځو له پاره دې د زده کړو امکانات پراخ کړي، د قانون پلي کیدنې ته دې زمینه برابره کړي او د تاوتریخوالي او زورزیاتي د هغو ډولونو پر ضد دې کلکه مبارزه وکړي، چې دا مهال په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ترسره کیږي.
د خوست یو شمېر میرمنې او د ښځینه بنسټونو فعالانې وايي، چې راتلونکی ولسمشر باید د امنیت په تامین، د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي او زورزیاتي په مخنیوي کې جدي هلې ځلې وکړي او په جدیت سره قانون پلی کړي.
دوی همدا راز وايي، چې د ښځو لومړنیو او مسلکي زده کړو ته پاملرنه، په حکومتي ادارو کې د ښځو ګمارل او په مدیریتي چارو کې د دوی د ونډې پراختوب به د افغاني ټولنې په ټولنیز ټیکاو او د پرمختګ په کار کې مرسته وکړي.
د مدني ټولنې فعالې محبوبه سعادت مشال راډیو ته وویل، چې خوست یو سرحدي ولایت دی او د یو شمېر ولایتونو په پرتله په کې د ښځو له پاره د زده کړو شرایط محدود دي، نو نوی ولسمشر باید په دې ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر ته پام ډېر کړي:
″خوست یو سرحدي ولایت دی او د نورو ولایتونو په پرتله په کې د زده کړو او تحصیل زمینه ټیټه ده، غواړو چې هغه به د دې ولایت ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، دوی ته باید مکتبونه ایجاد شي او خویندو ته د لوړو زده کړو له پاره زمینه سازي وشي، کله چې په یوه هېواد کې د تعلیم او تربیې کچه لوړه وي، نو خلک هم ښه پرمختګونه په مخکې لري.″
په خوست کې د مدني ټولنې یوه تنه فعاله بیا په خپلو خبرو کې ښځو ته د هغو پوره حقونو د ورکړې غوښتنه مخې ته کوي، کوم چې اسلامي شریعت او د افغانستان موجودو قوانینو ښځو ته پام کې نیولي دي:
″زه شکریه د ښځو د رڼا د ټولنیزې ټولنې یوه غړې یمه، که څه هم ښځو په تېرو دوولسو کالونو کې بې کچې پرمختګونه کړي دي، خو بیا هم موږ د راتلونکې رئیس جمهور څخه دا هیله کوو، چې ښځو ته په هره برخه کې خپل حق او حقوق ورکړل شي، هغه که په کورونو کې دي او که په بیدیا کې دي، یا په دفترونو کې دندې ترسره کوي، هغه که د روغتیا په برخه کې وي او که د زده کړو په برخه کې وي، د لوړو زده کړو په برخه کې وي او که نورو کې خو باید د ښځو حقونه وساتل شي.″
په خوست یو تنه ښوونکې د نوي ولسمشر نه غوښتنه کوي، چې ښځو ته باید په مدیریتي چارو او په لړو حکومتي پستونو کې د ګمارنې زمینه برابره کړي:
″زه صافیه یم، په بي بي حلیمه لیسه کې ښوونکې یم، د دې له پاره چې موږ تحصیل یافته خویندې لرو، خو د کار د نه پیدا کولو په وجه خپلو کورونو کې ناستې دي، نو موږ نوي ولسمشر نه غوښتنه لرو، چې د خویندو حق او حقوق په نظر کې ونیسي، خویندې په رسمي دفترونو کې په لوړو پوستونو باندې په دندو وګماري.″
د مدني ټولنې غړې کامله اکبري وايي، چې نوی ولسمشر باید په هېواد کې د امنیت تامین او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ته خپل پام ډېر کړي، دي وايي چې نوی ولسمشر باید په جدیت سره قانون پلی کړي:
″راتلونکي ولسمشر نه موږ دا غوښتنه لرو، چې اول امنیت تامین کړي، د امنیت نه وروسته د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالۍ باید له منځه ولاړ شي، نوی قانون باید د ښځو له پاره پلی شي، لکه ښځې چې وهل کیږي، ټکول کیږي، په چاړو وهل کیږي، د دې مجرمین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او جدي قانون پلی کړي.″
د یادونې وړ ده، ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی د کوچني اختر په پای کې نوي ولسمشر ته واک وسپاري او د اګست په دوېیمه نیټه به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای شي.
راپور: نجیب الله الوخېل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more