د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ابوبکر البغدادي دمسلمانانو خلیفه؟

میرویس
30.06.2014

ګرانو وطنوالو، السلام عالیکم
د داعش د ډلې نطاق ابو محمد عدناني ددې ډلې مشر ابوبکرالبغدادي د ټولو مسلمانانو خلیفه اعلان کړ. د داعش وياند له ټولو مسلمانانو وغوښتل هر چېرته چې وي د مسلمانانو د خليفه په توګه له ابوبکر البغدادي سره خپل بيعت اعلان کړي
د داعش له لوري په خپره شوې ويډيو کې د ابوبکر البغدادي بشپړ نوم ابراهيم بن عواد بن ابراهيم بن علي بن محمد بدري هاشمي قريشي حسيني ياد شوی دی.
د دغې ډلې وياند ابو محمد عدناني په هغه ويډيو کې چې د 'پولو ماتېدل' نوم ورکړای شوی اعلان وکړ چې اسلامي خلافت جوړ شو او هغه پولې چې برتانيا له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په منځني ختيځ کې کښلې وې له منځه تللې
دي.
پښتنو وروڼو:
اوس چې دداعش د مشرتابه شوری ابوبکر البغدادي د ټول اسلام خلیفه اعلان کړئ او وايي چې خلافت هم تاسیس شوي د ملا محممد عمر آخند د امیرالمؤمنین مقام او د القاعدې د مشر آیمن الظواهري مقامونه په اوبو کې لاهو شول که څنګّ؟

اصلي خبره داده چې درۍ واړه ډلې داعش، طالبان او القاعده د اسلام او جهاد دعوې لري او د اسلام د اصولو مطابق جهاد ادعا کوي. که خبره همداسې وي نو بیا ولې اسلامي امت درئ مختلفې ډلې او درۍ مختلف جنجالي مشران لري؟
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/06/140630_as_isis_new_form_khalifa.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more