د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ناجیه ډله کومه یوه ده؟

وزیري
26.06.2014

بسم الله الرحمن الرحیم

الله جل جلاله په سورة لقمان ۱۵ آیت کی مهرباني کوی: واتبع سبیل من اناب الی. یعنی متابعت وکه د لاري د هغه کسانو چی ځما په طرف رجوع کوونکی دي.
اوس دا کسان څوک دی چی الله جل جلاله یی مونږه ته د لاري د تعقیبولو امر کوي. مفسرین کرام وایی چی: وهو النبی صلی الله علیه وسلم و اصحابه. (معالم التنزیل، لباب التأویل، تفسیر مظهری، تفسیر صاوی او تفسیر جلالین)
هغه هستیاني چی الله جل جلاله د هغوی د لاری په متابعت امر کوی پخپله نبی علیه السلام او د هغه صحابه دي.

په ابوداؤد، ابن ماجه او ترمذی شریف کی هم پیغمبر علیه السلام وایی: څوک چی زما نه وروسته زندګی کوی نو هغوی به له ډیرو اختلافونو سره مخامخ شی نو په داسی حال کی زما او زما د خلفای راشدینو لاره محکمه ونیسی. (فانه من یعیش منکم بعدی، فسیری اختلاف کثیرا فعلیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین)
په تنبیة الغافلین کی حضرت ابو اللیث سمرقندي لیکی چی: حضرت عبدالله بن عمر بن العاص رضی الله عنهما وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږه ته په دوران د یوي خطبی کی وویل: فان سرکم ان تسکنوه بحبوحة الجنة و نعیمها فالزموا السنة والجماعة. یعنی که تاسو غواړی چی د جنت په اعلی مقاماتو او پرشکوه نعمتونو کی سکونت اختیار کړی نو اهل السنة والجماعة لازمه ونیسی.
بعضی معتبر علماء وایی چی صحابه کرام رض اهل السنة وه. امام ابن شهاب زهری وایی: ان الناس کانوا فی حیاة رسول الله صلی الله علیه وسلم اهل السنة (منتخب کنزل الاعمال په حاشیه د مسند احمد، پنځم جلد، صفحه ۴۲۰).

کیدای شی د امام زهری رحمة الله علیه خبره له مونږه سره دا وهابیان او اهل حدیث ونه منی. که امام زهري نه منی نو خپل شیخ الاسلام خو به منی. ابن تیمیه وایی:
ومن اهل السنة والجماعة مذهب قدیم معروف قبل ان یخلق الله ابا حنیفة و مالکا و الشافعی و احمد فانه مذهب الصحابة الذین تلقوه عن نبیهم و من خالف ذالک کان مبتدعا عند اهل السنة والجماعة. (منهاج السنة، اول جلد، صفحه ۲۵۴).
نو کله چی اهل السنت والجماعت هغه ډله شوه کوم چی پخپله پیغمبر علیه السلام او صحابه وه نو اوس ددي حدیث شریف: إن بني إسرائيل افترقوا على إحدى وسبعين فرقة ، وتفترق أمتي على ثلاث وسبعين فرقة ، كلها في النار إلا واحدة " فقيل له : ما الواحدة ؟ قال : " ما أنا عليه اليوم وأصحابي " . حديث حسن أخرجه الترمذي وغيره . معنی هم دا ده چی ما انا علیه الیوم و اصحابی یعنی اهل السنة والجماعة.

دی حالت ته په کتو سره په سلګونو معتبر علماء خپله اخیري خبره داسی کوی چی: و اما الفرقة الناجیة فهی اهل السنة والجماعة.
مونږه خو یی منو خو دا اهل بدعت یی کله راسره منی. ولی به یی نه مني. وګورئ چی څنګه سر پري ګرځیدلای او حق یی له خولي راوتی.

د وهابیانو اکابر او اصاغر په دی اعتراف کوی چی ناجیه فرقه یواځی او یواځي اهل السنت والجماعة ده نو بیا ولي دوی له دي فرقی نه تښتي؟
د وهابیانو شیخ الاسلام او امام، ابن تیمیه لیکی: الفرقة الناجیة بانها اهل السنة والجماعة (فتاوی ابن تیمیه، دریم جلد، صفحه ۳۴۵)

ابن حزم چی د وهابیانو او اهل حدیثو بل امام ده، هغه هم په الملل والنحل، دوهم جلد، صفحه ۱۱۳ کی همداخبره کوي.

بل امام یی په نامه د امام نواب صدیق حسن خان بهوپالی ده چی هغه هم وایی: و حق دائر است در مذهب اهل السنت والجماعة. (النهج المقبول، صفحه ۱۱، مطبوعه بهوپال)

بل معتبر محدث عبدالرحمن مبارکپوري وایی: اهل السنة والجماعة وهی الفرقة الناجیة. (تحفة الاحوذی، دریم جلد، صفحه ۳۶۷)

همدارنګه د شیعه مذهب مستند کتاب جامع الاخبار په یو طویل حدیث کی چی دوی ورته حدیث قدسی وای، دا ذکر کوي چی الله جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د اهل السنة والجماعة په باره کی بشارت ورکړیده چی څوک په دی عقیده مړ شی د هغه لپاره د قبر عذاب او د قیامت سختیاني نشته. متن داسی ده:
لیس علی من مات علی السنة والجماعة عذاب القبر ولا شدة یوم القیامة یا محمد من احب الجماعة احبه الله والملئکة اجمعین (جامع الاخبار، صفحه ۹۰، فصل شپږدیرشم، طبع تهران).

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more