د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د حضرت مجدد الف ثانی، الشیخ احمد الفاروقی السرهندي رحمة الله علیه ویناوي

وزیري
25.06.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

هیله ده چی لاندي ویناوي د پند اخستلو په نیت په غور او فکر سره ولولئ.

انبیاء کرام د وحدت وجود نه بلکي د وحدت معبود د دعوت لپاره راغلي وه
د شریعت مقصود د نفساني خواهشاتو زائل کول دي
د سعادت دارین حاصلول د سرور کونین په متابعت باندي موقوفه ده
د شریعت پیروي او د نبی اطاعت د اخروي نجات ضامن ده
فتوحات مدینه مونږ له فتوحات مکیه نه بی نیازه کړي یو
د اهل السنت والجماعت د مذهب نه د یو ویښته په اندازه مخالفت هم خطرناک ده.
د کتاب او سنت هغه معنی معتبره ده کومه چی د اهلسنت علماؤ بیان کړیده.
له ټولو نه بد ترینه فرقه هغه ده چی له صحابه کرامو سره بغض او عناد ساتی
په صحابه کرامو کی عیب لټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذات کی د عیب لټولو مترادف ده.
د علماء حق نظریه د صوفیه کرامو له نظریې نه بلندتره ده
د علماؤ په مخ باندي بدنما داغ ددوی محبت ده له دنیا سره
د دنیا دار علماؤ صحبت زهر قاتل ده
د صوفیاء کرامو علوم او معارف که له کتاب او سنت سره مطابق وی نو مقبول کنه مردود دي.
الله تعالی چی د چا بربادول وغواړي نو هغه بیا پر بزرګانو باندي په طعن او تشنیع کی مبتلا کوي.
د ناقص پیر صحبت زهر قاتل او دده په طرف رجوع کول هلاکوونکي ده.
په شدیدو ریاضتونو کی هغه کار نه کیږي کوم چی د اولیاء الله په صحبت کی کیږي.
له دنیا دار صوفیاؤ نه داسی وتښتی لکه له زمري نه چی تښتی
د کوم علم نه چی عمل مقصود ده نو د هغه کفیل علم فقه ده
د دین له دښمنانو سره قولي جهاد لوي جهاد ده.
له کفارو سره سخته رویه کول په خلق عظیم کی داخله ده.
د اسلام عزت د کفر او کافرانو په ذلت کی ده.
له کفارو سره جهاد کول او له هغوی سره سختي کول د دین له ضروریاتو څخه ده.
د مسلمان پاتي کیدو لپاره له کفر او کافرانو نه بیزاره کیدل ضروري دي او له دینه بهتره عمل بل نشته.
د بادشاهانو په دربار کی چربي او شیریني لقمي د زړه مرض زیاتوي.
الهام د نورو لپاره حجت نده.
د ځوانی د وخت لږ عبادت هم زیات ثواب لري ځکه چی دا د نفس او د شیطان د غلبي وخت ده.
د احسان بدله احسان ده، د دعاء له لیاري د خپل محسن مدد وکړی.
د اختیار مطلب دا ده چی انسان په کوم شی امر شویده، هغه هماغه کولاي شی.
رب هغه نده چی د انسان په عقل، وهم او ګمان کی ځای شی.
هر هغه شی چی د انسان په عقل، وهم او ګمان کی ځایدای شی هغه د رب ذات نده.
حقیقي بنده هغه ده چی خپله رضا د رب په رضا کی فنا کړي.
په حضرت علی رض باندي د تقیه تهمت لګول داسی دي لکه شیرخدا چی بزدل او منافق یاد شی.
ټول صحابه کرام په حقه وه، نو ټول باید په ښو الفاظو یاد شی.
زاهد د دنیا عقلمند ترین انسان ده.

والسلام


طیب زابلی *
25.06.2014

وعلیکم السلام
وزیری صاحب روغ اوجوړ اوسی
مننه! ټولی ښې په زړه پوری ویناوی دی،
خویوازی په دې یوه جمله کی شبهه لرم (د دنیا دار علماؤ صحبت زهر قاتل ده)
ایادهردنیا لرونکی عالم صحبت زهر قاتل ده؟
که داسی وی نو خو ډیر ښه ښه علماء دنیادار تیر شوی دی او اوس هم شته،
حتی دامام ابوحنیفة رح په باره هم دا روایات راغلی دی چی دی دنیادار وو،
دصحابه کرامو په وروستنۍ زمانه کی هم چی فتوحات ډیر سوو غنیمتونه زیات لاسته راغلل ډیر صحابه کرام دنیادار وو،
والسلام


وزیري
26.06.2014

محترم زابلی صاحب ډیر ښه راغلاست.
بهترینه پوښتنه مو کړیده. اصلي نسخي ته می مراجعه وکړه، څه ګورم چی اشتباه زما له طرف نه شوی ده.
اصلي مطلب دا وه چی: هغه دنیادار علماء چی د دنیا په حرص کی مبتلا وی، صحبت یی زهر قاتل ده.

تاسو ښه پوهیږی چی حریصان خو ټول عام خلک هم دی نو په دی وینا کی ولی یواځي علماء یادیږي.
په دی کی نکته دا ده چی امام ربانی صاحب خلکو ته دا روښانوی چی ګوری کوم کسان چی تاسو یی علماء بولی
او د جامعي بهترین ټولګی یی بولی، د فیض او هدایت د اخستلو لپاره ورسره ناسته پاسته کوی،
پام چی داسی علماء د فیض او هدایت منبع نده بالعکس له دوی سره ناسته پاسته زهر قاتل دی.
پام چی داسی علماء د راسخینو علماؤ په ټولګی کی شامل نکړی او له دوی نه طمعه د هغه عالم مه کوی
کوم چی وارث د انبیاؤ بلل شوی او ددوی د قلم تور رنګ به د قیامت په ورځ د شهیدانو له وینو سره تلل کیږي.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more