د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په شریعت کې ناروا دي. .

میرویس
23.06.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د پاکستان پاي تخت اسلام آباد ته ځیرمه په شهزاد ټاون کې په يوه زیارت کې د ریموټ کنترول بم په چاودنه کې ۵۴ بې ګناه مسلمانان ژوبل شویدي.
دبې ګناه خلکو وژل یوه کبیره کناه ده او بیا په زیارت کې د بم چول بله ګناه ده.

الله جل جلاله وایي چې هیچا ته اجازه نشته چې د پې کناه انسان ژوند واخلي، ځکه چې الله تعالا ژوند ورکوي او اخلي یې.

دپاکستان د طالبانو نطاق شاهدالله شاهد د د اپریل د میاشتې په څلورمه د بې کناه انسانانو قتل وغانده او هغه یې د شریعت خلاف او حرام وباله.

خو پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ددې اعلامیې نه مخکې او وروسته بیا بیا په لسګونو حملو کې په سلګونو بې ګناه انسانان وژلي او په ډیر افاتخر یې مسؤلیت هم په غاړه تاخیستئ دئ.
پاکستاني طالبان داډول ددروغو بیانونه د ولس د دوکه کولو دپاره کوي او په حقیقت کې هغه کوچه ماران د ي چې تر منتر لاندې نه راځي.
http://www.voadeewaradio.com/content/islamabad-shrine-blast-54-injured/1941893.html


تيمور
26.06.2014

قدرمنو! هیوادوالو، الله تعالی په خپل مبارک کلام کې داسې فرمایلي دي:

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً)- النساء93

ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.

میرویس خانه، خدای (ج) دی تاغوندی په وطن مین زمری راته ژوندی لری، آمین.

مننه،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more