د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سپئ هډوکئ خوري، خو شاته نه ګوري

اتل
17.06.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
په تیرو دریو ورځو کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان په پوځی عمالیاتو کې تر اوسه ۱۶۷ ازبک ترورستان او پاکستاني طالبان وژل شويدي. د پاکستان لوی دریستیز راحل شریف وایې تر هغې چې شمالي وزیرستان د ترورستانو نه بالکل، پاک شوئ نه وي دغه عملیات به جاري وي.

دروانو عملیاتو د پیل کیدو په درشل کې د پاکستاني طالبانو یا ټی تي پي نطااق شاهدالله شاهد وویل چې د حکومت سره د سولې د خبرو دوام ته طالبان تیار دي.
خو حکومت وویل چې د خبرو وخت تیر دئ.

پاکستاني طالبانو په کراتو مراتو د حکومت سره دغه چلونه کړیدي. دوی له یوې خوا حکومت او له بلې خوا ولس دوکه کړیدئ. دوی يو ځل پخپله ولسي خلک ووژني، دماکې وکړي، ملکي او پوځي تاسیسات تباه کړي، خو پوځ چې مجبور کړي چې ور پسې ورشي، دوی غلو غوندې وتشتي، او ولس دې ته اړشي چې خوندي ځایونو ته کډې وکړي. د ولس د ټولو غمیزو مسؤل طالبان دي.

د کراچۍ په هوايي ډګر باندې د طالبانو لويې حملې د حکومت او پوځ د صبر کاسه ډکه کړه او د خارجي ترورستانو او طالبانو پرخلاف یې پوځی عملیات پیل کړل.
طالبانو ویلي چې غچ به یې واخلي. دوی به خاخما په بدله کې په ښارونو کې حملې کوي او بې ګناه ولسی خلک به بیاوژني او پدې ترتیب به دوراني تشدد جاري وي. تر هغې چې طالبان بیرته عادي ژوند ته نه وې راګرزېدلي او یا یې تحریک ړنګ شوئ نه وي، دا دتشدد دارټ کوزې دي چې یوه پر بله پسې ډکیږي او تشیږي.
په درناوي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2014/06/140615_hq_waziristan_operation.shtml


م . ق
18.06.2014

سلامونه او احترامات،

دا خو ښه خبر دی چې کوزه پښتونخوا له القاعده و امثالهم څخه پاکه شي او هلته امن و امان راشي ترڅو خلک په سکون او اطمینان سره ژوند وکړي، امـــــــــــــا! پاکستانی فوځ د افغاني طالبانو لکه د کویټې د شوروا او حقاني شبکې په وړاندې هم کوم مسؤلیت لري او ورته ګام به د هغوي په وړاندې هم پورته کړي کنه؟

مننه


اتل
23.06.2014

محترم میم قاف صاحب، السلام العلیکم
ورورګله ځينې کارونه اختیاري وي، د سړي زړه خپل چې کوي یې او که نه،
خو نورکاورنه بیا جبرې صبغه لري اوکیدای شي چې تر یوې مودې پورې وزغمل شي، خو دوام ورکول یې نه تلافی کیدونکي عواقب لري. په پاکستان کې د افغان طالبانو او نورو افراطي ډلو زغم او تحمل ترابده دوام نشي کولئ. پاکستان مجبور دئ که نن نه وي که سبا د پاکستاني طالبانو غوندې افغان طالبان او نورې افراطي ډلې ټپلې به د ملک نه شړي او یابه یې تباه کوي.

په ملک کې د افراطیانو او ترورستانو موجودیت یو غم دئ، او ورسره جنګیدل بل غم دئ. خو په نهایت کې ددغسې بدعتیانو سره د وسلې د استعمال نه پره بله لار نشته. بهتره ده چې هر څومره زر یې چاره وشی. متل دئ هر څومره زر چې د نقصان مخه ونیول شي، ګټه ده.

په پاکستاني طالبانو باندې د پاکستان د پوځ د یرغل په نتیجه کې یوازې هغو ۱۳۰۰۰ وزیرستاني ماشومانو ګټه وکړه چې د خپلو کورنیو سره خوست ته مهاجر شوي او د پاکستاني طالبانو د قهر او غضب د لاسه د پولیو د واکسین نه محروم شوي وو، اوس یې د پولیو واکسین کړيدئ.

پدې عملیاتو کې درئ لکه خلک د خپلو کورونو ترک کولو ته مجبور شوي، او نور لاه مهاجر کیږي. دپوځ په روانو عملیاتو کې په سلګونو طالبانو او خارجي ترورستانو علاوه نن دیرش نور جګړه ماران هم وژل شويدي.
د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران غوښتنه کړې چې عملیات دې مؤقتاً و ځنډول شي تر څو په جنګ کې ایسارې کورنۍ هم د سیمې نه ووزي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more