د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددروغو میزل لنډ دئ.

اتل
12.06.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دپاکستان طالبانو چې بې پیلوټه الوتکو یې ډیر مشران او قوماندانان په بمباریو کې وژلې وو، دا نارې سورې وهلې چې که پردوی باندې دغه بمباري بنده شی، نو دحکومت سره به د روغې جوړي چارپرمخ بوزي.

ددغو الوتکود بمباریو په فوق العاده اوږده ځنډ کې طالبانو نه یوازې دا چې د صلحې په خبرو اترو د شانه د خنجر ګذاروکړ، محلي دماکې او قتلونه یې وکړل، بالاخره یې ازبک ترورستان چې کلونه کلونه یې په غلا راوستي وو د ځان سره د کراچۍ په هوايي ډګر باندې په حملو کې ملګري کړل، په لسګونو بې ګناه خلک یې ووژل او بې شانه زیات مالي تاوانونه یې واړول.

متل دئ چې ددروغو میزل لند دئ. طالبان چې په خپل قول او لوز کې صادق
ندي او د چرګانو خاصیت لري، د آخور نه یې وشړي په منډه بیرته آخور ته ورځي، د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو د بندیدو خپلې غوښتنیې یې هیرې کړې او داسې ترورستي اعمال یې تر سره کړل چې بیرته دغه ابابیلې پرې را نازلې شوې.
بې پیلوټه الوتکو چې تل یې خارجي او کورني ترورستان په نښه کړي اوولس یې دهغوی د شرنه خلاص کړیدي، د اوږدې مودي ځنډ نه وروسته یې د شمالي وزیرستان په درګه منډيي کلي او ډنډي دته خلیو باندې د راکټونو په کذارونو کې شپاړس کورني او خارجي ترورستان ووژل. پدې بمباریو کې څلور ازبک او دوه پنجابي ترورستان وژل شویدي. دغه راز قوماندانان حاجي ګل، یاسین ګردیزئ، جمیل، اسدالله اسد او ډرېور نورجان پدې بمباریو کې وژل سویدي.
http://urdu.dawn.com
www.bbc.co.uk/pashtu


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more