د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

القاعده: یو غشئ دوه مارغان

میرویس
10.06.2014

دفورم ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو پرون او نن د کراچۍ په هوایي ډګر پرله پسې حملې وکړې، او بز ګناه خلک یې ووژل. د پاکستان هوایي قوې په بدله کې د خیبر اجنسۍ په تیرا کې د طالبانو مرکزونه وویشتل د پنځلسو نه تر پنځه ویشتو پورې طالبان یې ووژل.
طالبان د حکومت سره کیوتي د خپل ملک مسلمانان وژني او حکومتي قواوې راپاروي چې د طالبانو نه بدله واخلي. ددواړو اړوخواوو په عملیاتو څوک چې مری هغه مسلمان پاکستانیان په تیره بیا زبات پښتانه دي.

خو القاعده چې زموږ د خلکو سره هیڅ ډول د ویني تړاو نلري، د شیطنت دسیل په غونډۍ ورته ناست دي ننداره یې کوي او د طالبانو په حال تمسخر کوي چې ځنګه آسانه یې تیر ایستلي او پدې فخر کوي چې څنکه په مهارت خپلې دسیسې په بریالیتوب پر مخ وړي.

القاعدې عمر خالد خراساني غوندې افراطیان د طالبانو د افراطی مشر ملا فضل الله [ملا رادیو] په پوست ور ننه ایسل او هغه یې داسې فیصلو ته اړکړ چې امیر خالد محسود مشهور په سجنا د پاکستاني طالبانو نه بیل کړي او د [محسود طالبان] په نامه بله ډله جوړه کړي.

القاعده دغه راز پدې بریلۍ شوه چې د پاکستاني طالبانو مشران پدې قانع کړي چې د حکومت سره د صلحې د خبرو د ناکامولو دپاره دماکې وکړي، او حتي د کراچۍ يه هوایي ډکر باندې په دوو ورځو کې دوې پر له پسې حملې وکړي.

القاعدې د خپلو ابلیسي دسیسو د بریالي تطبیق په برکت بیا په قبایلو کې د خپل ژوند بقا تضمین کړه تر څو له خپلو ترورستي مرکزونو نه په افغانستان، کشمیر، منځني ختیځ، افریقا او دنړۍ په نورو علاقو کې دتروریزم پلانونه طرح او عملي کړي.

دپاکستاني طالبانو د ټي ټي پي ډله چې دمذهبي افراط او حرام عاید حرص لیونۍکړیده د حق او باطل او خپل او پردي توپیر نشي کولئ. ټي ټي پي دومره فاسده شوې چې نه یې د اصلاح کیدو امکان شته، نه صلح کولئ شي او نه هم ټولنې ته د خدمت مصدر کیدای شي. تر هغې چې ټي ټي پي ژوندۍ وي نه به خارجي ترورستان ددې علاقې نه ورک شي، نه افراطیت، بدعت، د خوارجو جنګ او نه هم ټولې علاقې ته دتباهۍ او بربادۍ خطرونه. ټي ټي پي د پاکستان او ټولې علاقې بالخصوص پښتنو د بقا دپاره یوه بوغمه ده چې باید ړنګه بنګه شي.
http://www.bbc.co.uk/pashto
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more