د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکتر میره کی: امریکا په افغانستان کې یورانیم استعمال کړي دي

م . ق
10.06.2014

تاند: (ابوبکر جبارخېل)- په امریکا کې میشت افغان کېمیاپوه او شنونکی ډاکتر محمد داوود میره کی وايي چې امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې ۲۰۰۰ زره ټنه یوارنیم استعمال کړي او په ډېره اندازه یې له دې هېواده پټ کړې هم دي.

میره کي له ژمن انټرنېټي پاڼې سره په مرکه کې ویلي: ((د امریکا له لوري په افغانستان کې د یورانیمو استعمال چې اکثره په پښتون میشتو سیمو کې شوي، د سرطان او نورو مرضونو په عامولو سربېره، د نوې پيدا کېدونکو ماشومانو په شکل بدلولو او بلا نورو ډېرو مصيبتونو کې هم مهم رول لوبوي، دغه یورانیم چې استعمال شوي د ۲۰۰۰ زره ټنه په شاوخوا کې دي.))

ډاکتر میره کی ډیروي دغه موندنې د کاناډا د یورانیمو د طبي څېړنو په مرکز کې شوې چې په پایله کې د یورانیمو د استعمال او لابراتوار د افغانانو په ادرار(تشو میتیازو) کې پیدا شوې دي.

د نوموړي په خبره په ۲۰۱۱ کال کې یې له ولسمشر حامد کرزي سره د دې ستونزې د حل په موخه ولیدل چې هغه ورته د دې پېښې د څېړلو په هدف د یوه کمېسیون د جوړولو ژمنه وکړه.

هغه زیاته کړه کله چې ولسمشر دغه موضوع د امنیت شورا په غونډه کې یاده کړې، نو ټولو ورسره مخالفت څرګند کړی او د غونډې ګډونوالو کرزي ته ویلي چې ډاکتر میره کی د بهرنیانو له لوري ستاسو پر ضد راپورته شوی او دغه پېښه یې رابرسېره کړې.

ډاکټر ميره کیپه دغه مرکه کې زیاتوي، چې امريکا، افغانستان د خپلو ستراتيژيکو اهدافو له پاره تباه کړ او په وینا یې د يورانيمو اغېزه به څلور سوه میليارده کلونو پورې پاتې وي او افغانان به تل د امريکايي يورانيمو د استعمال له امله کړيږي او په مختلفو مرضونو به ککړېږي.

ډاکټر ميره کي همدا رنګه څرګنده کړې چې امريکا او انګلستان له افغانستانه يورانيم غلا کړي او په خپلو منځونو کې يې پرې جګړه هم کړې.

د ده په خبره دا هر څه ډېر پټ شوي، خو ځينې ژباړونکي او نور ترې خبر شوي.

یاده دې وي چې ژمن انټرنېټي پاڼې هڅه کړې څو په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ترلاسه کړې خو پرې بریالي شوي نه دي

تاند ویبپاڼه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more