د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټاکنې او د امریکا غبرګ رول

م . ق
08.06.2014

بسم الله الرحمن الرحیم

بې له مقدمې خلاصه مقصد ستاسې مخې ته ږدم.

امریکا غواړي د عراق او سوریې نقشه په افغانستان کې پلي کړي، وروسته له هغې چې امریکايي فوځونه به ووځي خو استخبارات او استخباراتي جنګ به پریږدي، د ایران په مرسته به شیعه ګانو او ایراني صفویانو او اقلیتونو ته بشپړ قدرت وسپاري نو د بل اړخه به د پاکستان او سعودي په مرسته اکثریت او سني پلوه ډلې مقاومت او جنګ ته اړ کړي ترڅو په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څیر داخلي جنګ دوام ومومي او پدې توګه سیمییز قوتونه خپل مینځ کې سره مصروفه کړي او په یو بل یې تضعیف کړي او سیمه ټوله ناامنه کړي.
بعضې فکر کوي چې ګواګي امریکا د غرب پلوه سیکیولرانو مرسته کوي خو حقیقت دا دی چې امریکا جنګ غواړي او د جنګ جاري او ساري ساتلو لپاره د ټولو خواوو سره موازي مرسته کوي، سیکیولران، پکولیان شمالي لنډغر، او څڼه ور اخوندان ټول د امریکا د ګټو ساتونکي او پالونکي مزدوران او خپل مینځ کې د یو بل خوړونکي او داړونکي لیوان دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more