د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پاکستاني طالبانو په مشر تابه کې نه پخولا کیدونکي درزونه

میرویس
05.06.2014

سلامونه او احترامونه
ډ پاکستان دطالبانو په مشرتابه کې د عظیمو اختلافونو په وجه نن یو پل مشر قوماندان یا کوماډر عاشق الله محسود ووژل شو. وسله والو ډزې پرې وکړې ويې واژه او پښې يې سپکې کړې وتښتیدل.

د طالبانو د تحریک ټي ټي پي مشرتابه ته د ملارادیو یا ملا فصل الله په رسیدو سره پدې تحریک کې د بې اتفاقۍ وبا ولګیده، د سجنا او شهریار ترمنځ جنګونه او د ملا فضل الله بې کفایتي او افراطیت ددې سبب شول چې سجنا ټي ټي پي د تحریک نه ووزي او [مسید طالبان] په نامه بله ډله جوړه کړي.

سجنا تور ولګاوه چې د ټي ټي پي طالبان جنایت کاران، قاتلان او د پردیو مزدوران او نوکران دي. ملا فضل الله او ډله یې چوپه خوله پاتې شول او پدې ډله کې بې اتفاقۍ منګلې نورې هم خښې کړي او نن یې بل کومانډر ووژل شو.

پاکستاني طالبان له یوې خوا د حکومت سره د سولې خبرې پرمخ بیایي او له بلې خوا دماکې کوي، حکومتي عسکر او ولسي خلک وژني او دغه راز پخپلو کې هم د مخالفو ډلو افراد او قوماندانان وژني. آیا پدې بدعتي او خوارجو ډلو باندې ولس اعتبار کولئ شي او یا به حکومت د هغوی سره سوله وکړي؟
نه دوی نه د سولې جوګه دي او نه هم د ولس د اعتبار.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more