د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

امریکایانو څه راوړل؟ څه به پریږدي؟ – عبدالباري جهاني

lawangin
01.06.2014

امریکایانو څه راوړل؟ څه به پریږدي؟ – عبدالباري جهاني

عبدالباري Jahani :

امریکایانو څه راوړل

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د شنبې د ورځي په ګڼه کي د آنند ګوپال په قلم یو رپوټ خپور کړی دی او په هغه کي یې د هغو، څو تنو، جنایتکارو قوماندانو د ظلمونو او تیریو څخه پرده پورته کړې ده چي د امریکایانو تر مستقیمي ادارې لاندي کار کوي، د هغوی څخه تنخواوي اخلي، د خلکو څخه په زور پیسې اخلې، د تریاکو په تولیداتو کي شریکان دي، د خلکو پر مال، سر او ناموس باندي تیري کوي او د افغانستان د حکومت هیڅ زور نه په رسیږي. که څه هم چي د دغه راز قوماندانو شمیر خو به تر سل هاوو زیات وي خو خبریال ګوپال یوازي په پکتیا کي دعزیزالله په نوم یوه جنایتکار، په اروزګان کي د عبدالحکیم شجاعي او د لالي په نوم دوو لنډغرو قاتلانو نومونه یاد کړي دي. ګوپال په خپل رپوټ کي د کندوز د هغو لسو کسانو د جنازو عکس چاپ کړی دی چي د دغه راز قاتلانو سره په نښتو او مقاومت کي وژل سوي او بې وسه اولسي خلک ورباندي را څرخیدلي دي او لږ ترلږه، په وازه خوله، د اعتراض کولو حق هم نه لري. ورځپاڼه لیکي چي په پکتیا کي، د امریکا تر حمایې لاندي، قوماندان عزیزالله دوه تنه مظلوم اولسي وګړي په پیکپ موټر پسي تړلي او تر خپلي پوستې پوري یې کش کړل. وروسته یې د کلي خلکو ته خبرداری ورکړ چي د هغو مړي ونه ښوروي. د هغوی مړي څو ورځي پراته وه تر څو چي وراسته سول. خبریال ګوپال لیکي چي عزیزالله د خلکو پی مخي زامن په زور ورڅخه وړي او تر څو ورځو بې عزته کولو وروسته یې خوشي کوي. څوک له هغه څخه د باز خواست کولو زور نه لري. دغه راز د اروزګان په ولایت کي عبدالحکیم شجاعي، چي د امریکایانو نازولی دی، د خلکو په کورونو ننوزي، قتلونه کوي، مالونه چوروي او ښځي بې عزته کوي. د حامد کرزي حکومت له هغوی څخه د پوښتني کولو زور نه لري. ورځپاڼه لیکي چي د اروز ګان په ولایت کي د امریکا تر حمایې لاندي، د لالي په نوم، یو بل قوماندان هم د شجاعي او عزیزالله په څیر جنایتونه کوي او د امریکا په زور د خپل سر پاچا دی.

ګوپال لیکي چی دا خبره مو باید په یاد وي چي د پکتیا عزیزالله نه د افغانستان د پوځ غړی دی او نه د افغانستان د ملي پولیسو لپاره کار کوي، هغه په حقیقت کي په هیڅ توګه د افغانستان د حکومت تر واک لاندي نه دی. د هغه ملېشه، چي د خاصو قواوو له خوا حمایه کیږي، د هغو نیم خپلواکو کلیوالو ملیشو یوه برخه ده چي د ټروريسټانو پر ضد جګړه کي، پیسې، وسلې او د ژوند ټولي اړتیاوي د امریکایانو څخه ترلاسه کوي. ګوپال وایی متحده ایالات د دغي شبکې په حمایه کولو سره په افغانستان کي بې قانوني تقویه کوي او د افغانستان د عمرونو ستونزي نوري هم پسي سختوي او د طالبانو عمر زیاتوي.

ګوپال لیکي چي امریکایانو ته حتي د ملګرو ملتونو له خوا په دې برخه کي شکایتونه رسیدلي دي او هغوی ته ویل سوي دي چي د دغه راز جنایتکارانو له حمایې څخه لاس واخلي. خو هغوی په جواب کي ویلي دي چي افغانان هر وخت په خپلو مخالفینو پسي دغه راز کیسې جوړوي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چي امریکا د دغو جنایتکارانو جیبونو ته په میلیونو ډالره وراچوي، په عوض کي د جمهوریس حامد کرزي حکومت کمزوری کوي. د هغه د حکومت زور یوازي د ښارونو په مرکزونو کي چلیږي او اطراف د دغه راز قوماندانانو له خوا اداره کیږي. د پکتیا د ولایت یو محصل خبریال ګوپال ته وایي موږ خوشاله یو چي امریکایان وزي مګر هغوی موږ ته ډیره خطرناکه تحفه را پریښودله.

امریکایانو په افغانستان کي د پوځي مداخلې او اشغال د لومړۍ ورځي څخه د افغانستان ټول واک، په مستقیمه توګه، په خپل لاس کي واخیست؛ او چي په افغانستان کي یې څه جنایتکاران، قاتلان، قاچاقبران او فاسد عناصر پیژندل هغوی ته یې د غیر محدود او تر قانون لوړ قدرت ور وسپاره. د قدرتونو په ویشلو سره یې، قومي او ژبني تضادونه دونه شدید کړل چي که چیري، احتمالاً، یو قوي مرکزي حکومت منځته را سي هم به یې په پنځوس کاله چاره ونه کړي.

تش په نامه او بې واکه، جمهوریس حامد کرزی د قدرت له لومړۍ ورځي څخه په ارګ کي، د شمال د ایتلاف د قوماندانانو او مشرانو له خوا داسي محاصره سو چي په اصطلاح له خپل سیوري څخه بیریدی. البته پخپله جمهوریس هم د خپل قدرت د دوام لپاره هر څه د شمال ایتلاف او د مجاهدینو مشرانو ته وسپارل او پخپله یې هم ځان په ارګ کي دننه په غوړه مالانو او بې صلاحیتو کسانو، چي د خپلو ګټو او ځانونو د ساتلو لپاره یې له هر چا سره پیوندونه ساتل او د سیسې یې کولې، محاصره کړ. هغه په خپله ټوله څه باندي دیارلس کلنه دوره کي د ګوتو په شمیر صالح، پاک او وطن پالونکي کسان مقرر نه کړل. که یې دا کار کړی وای نو لږترلږه دولتي اداري دستګاه به یې تر یوې اندازې له عمومي فساد څخه را ګرځولې وای او نن به یې دولت په نړۍ کي د اداري فساد لومړی او دوهم مقام نه درلودلای . دا هغه څه دي چي د ده په واک کي وه او د اقدام نه کولو مسولیت به یې تر قیامته په غاړه وي. جمهوریس کرزی د ارګ څخه د باندي د امریکا په جنایتکارانو، قاتلانو او داړه مارانو محاصره سو او د ارګ په دننه کی یې ځان پخپله په غوړه مالانو او حتی د پاکستان، ایران او روسیې په جاسوسانو محاصره کړ. هغه ته یوازي د خارج سفرونه پاته سول، چي ښایی په نړۍ کي بل هیڅ مشر د خپل د قدرت د زمانې دومره شپې په بهر کي نه وي تیري کړي؛ که سړی حقیقت ووایی نو هغه په داخل کي کار هم نه درلود.

اوس د افغانستان ټوله دولتي دستګاه، له سره ترپایه، په فساد کي ډوبه ده، داسي فساد چي په نړۍ کي یې کله دوهم او کله لومړی مقام ګټلی دی. د دې فاسدي دستګاه په مقابل کي، چي د اساسي قانون له مخي یې د جمهوریس د قدرت شپې ورځي تقریبا پای ته رسیدلي دي، دوه تنه، د جمهوري ریاست د مقام لپاره، کاندیدان ولاړ دي. یوې خواته ډاکټر عبدالله عبدالله دی، چي نه یوازي یې د تیري پیړۍ د نیوي په لسیزه کي د کابل په تباه کولو کي د رهبری رول درلودلی دی، بلکه داسي کسان ورسره ملګري دي چي د افغان او افغانستان له نومونو سره دښمني پالي او په وازه خوله وايي چي که قدرت ته ورسیږي نو د افغانستان نوم به بدلوي او فیدرالي ادارې سسټم به جوړوي چي له دې ارمان څخه یې بالکل د افغانستان د تجزیې بوی راځي. پر شاوخوا یې د شمال د ایتلاف او د افغانستان د نورو سیمو داسي قاتلان او داړه ماران را ګرځیدلي دي چي د ده په څیر یې د افغانستان په ټولو تباهیو کي برخه درلودلې ده او پر افغانستان باندي د امریکایانو د حملې او اشغال له برکته د زرهاوو جریبو غصب کړو مځکو او په سل هاوو میلیونو ډالرو څښتنان سوي دي.

بلي خواته ډاکټر اشرف غني ولاړ دی، چي ټول عمر یې په تحصیل او استادی کي تیر کړی دی. د اداري فساد سابقه نه لري او څرنګه چي په جهاد او داخلي جنګونو کي یې برخه نه ده درلودلې نو د خلکو په وینو یې لاسونه هم سره نه دي. زه به خپله یوه رایه هغه ته ورکوم او له نورو خلکو څخه به هم هیله کوم چي خپلي رایې هغه ته ورکړي. البته دا خبره باید وکړم چي زه خپله رایه د اشرف غني د ټیم رهبری ته نه بلکه پخپله اشرف غني ته ورکوم، ځکه چي پر علمیت او اهلیت یې باور لرم، که یې څه په وس پوره سوه یقین لرم چي وبه یې کړي، او وس به ونه دریغوي. خو د هغه د ټیم په رهبري کي داسي کسان ورسره ملګري دي چي په هیڅ توګه د عبدالله عبدالله له ټیم څخه بهتر نه بلکه ځیني یې بدتر لا هم دي. خو، لکه څرنګه چي په خپلو مخکنیو مضامینو کي مي لیکلي دي، دا خبره بیا کوم چي په افغانستان کي سیاسي مبارزه او انتخابات مفهوم نه لري، بلکه دا یوه لوبه ده. په سیاسي مبارزه او انتخاباتو کي پرینسیپونه اهمیت او اصلیت لري خو په لوبه کي مهم د ګول وهل دي. په هیواد کي، د څه باندي دیرش کلنو ورانیو، جنګونو، مهاجرتونو، خارجي مداخلو او بالاخره د امریکایانو د وروستی مداخلې او اشغال له برکته داسي شرایط راغلي دي چي تقریبا ټوله ټولنه یې فاسده کړې ده. د هغه چا چي یو څه په وس پوره دي او په سیاست کي د رول درلودلو توان لري هغوی تقریبا ټول فاسد دي؛ او هغه چي فاسد نه دي او د هیواد ریښتونی درد ورسره دی د هغوی په وس کي څه نسته. که اشرف غني یوازي د ځوانانو پر قدرت باندي، چي ډیر زیات شمیر یې له ده سره په داوطلبانه شکل ملګري دي، او تقریبا ټول یې وطن پالونکي او د هیواد په درد خوږمن دي، تکیه وکړي نو دا انتخابات، چي د زور او زرو په قوت ګټل کیږي، نه سي ګټلای. کله چي یې لوبه وبایلله او قدرت ته ونه رسیدی ګواکي په لوی لاس به یې میدان د عبدالله عبدالله ټیم ته پرې ایښی وي. او بیا نو د قدرت نه دردلو په صورت کي خپل هیڅ پروګرام عملي کولای نه سي.

البته د افغانستان په سیاست کي یوه ډیره بدمرغه عنعنه منځته راغله او هغه د لویو اقوامو ترمنځ د قدرت ویش او د افغانستان د سیاست لبناني کول دي. افغانستان به جبراً د پښتنو، تاجکو، اوزبکو او هزاره وو ترمنځ ویشل سوی وي او که دا عنعنه یو ځل ټینګه سوه او یو ډول قانوني شکل یې واخیست بیا یې هیڅ قدرت او هیڅ ډول غښتلی مرکزي دولت، که یو وخت جوړ سي، له منځه نه سي وړلای. زه په اساسي قانون کي د تغییر را وستلو او د هغه تغییر په اساس د څلورو لویو اقوامو څخه د جمهوریس د مرستیالانو د ټاکل کیدلو او ارشد وزیر د مقام له ایجادولو سره سخت مخالف یم؛ دا د افغانستان د تجزیه کیدلو په لاره کي لومړی او ډیر سخت مضر ګام دی. دا عنعنه هم د امریکایی ډیموکراسی او مداخلې او اشغال برکت دی. امریکایانو د هیواد په بیلو بیلو سیمو کي د قاتلانو او داړه مارانو څخه قدرتونه جوړ کړل او په لوی لاس یې مرکزي حکومت او ارګ دونه ورته کمزوري کړل چي د هغوی د جنایاتو او فساد په مخنیوي کي یې تقریبا هیڅ نه سوای کولای. په زړه پوري خبره خو دا ده چي دې جنګ سالارانو او قاتلانو، د امریکا د ټولو جاسوسي شبکو، جنرالانو او حکومت تر سترګو لاندي د امریکا له بیلو بیلو دښمنو هیوادونو سره اړیکي ټینګ کړل او په اینده کي یې د هغوی د نورو تباه کونکو مداخلو لپاره لاره هواره کړه؛ سړی نه پوهیږي چي دا د امریکایانو د عقل کمی او که د شوم نیت نتیجه وبولي. خبره چي هر ډول وي اوس دې کسانو داسي تباه کونکی قوت منځته راوړی دی چي په نیژدې راتلونکي کي هیڅ سیاستمدار سترګي نه سي ورڅخه پټولای او له منځه وړل او کمزوری کول یې ډیر لوی طاقت او زړه وري ملي پالیسی ته اړتیا لري.

که انتخابات ډاکټر عبدالله عبدالله وګټی نو هغه خو د افغانستان لپاره هیڅ ډول پروګرام نه لري، یا لږترلږه ما داسي څه ورڅخه اوریدلي نه دي چي د یوه معقول او عملي پروګرام اطلاق ورباندي وسي. په افغانستان کي د امریکا د مداخلې او اشغال په کلونو کي یې له هیڅ ډول مالي او اخلاقي فساد څخه ځان نه دی ژغورلی او همدا اوس د افغانستان د تر ټولو شته منو کسانو څخه دی. له هغه څخه مخکي یې د افغانستان، په تیره بیا د کابل، په تباهی کي بشپړه ونډه اخیستې ده او چا چي د ځوانی تقریبا ټول کلونه په تباهي، او وروسته په فساد، کي برخه اخیستې وي هغه د ابادی پروګرام ته جوړ نه وي.

او که چیري ډاکټر اشرف غني انتخابات، یا بهتر ووایم، لوبه وګټی، نو هم د خپل ټیم په داخل کي د خپلو فاسدو ملګرو د خنډونو سره، چي یوازي د غلا او هیواد چورولو او یا نورو فاسدو نیتونو له امله ورسره ملګري سوي دي، مخامخ دی. او دغه راز به د عبدالله عبدالله ملګري، چي هر یو یې د مالي او پوځي قدرت څښتن دی خنډونه ورته ایجادوي او لا حتی ښايي د خپلو ټلویزیوني مرکو د تهدیدونو سره سم عملي ورانکاری هم وکړي. دا په داسي حال کي چي امریکا په افغانستان کي د خپلو قواوو د حضور موده له دوه زره څلیرویشت څخه دوه زره شپاړس ته راکمه کړې او د جمهوریس اوباما په خوله اعلان کړې ده. که امریکایان په افغانستان کي نه وي او میدان د هغوی په لاس جوړو کړو جنایتکارانو د پکتیا عزیزالله، د اوروزګان شجاعي او لالي ته پاته سي نو سړی د ښه او نیکمرغه راتلونکي پیش بیني نه سي کولای. سړی دا نه سي ویلای چي ډاکټر اشرف غني به، که په قدرت کي پاته هم سي، د دغه راز خنډونو او خطرونو سره سره، د خپلو پروګرامونو په سلو کي، حتي، پنځه څرنګه عملي کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more