د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

خدای پاک د مسلمانان د جاجو له کردار اوعمله څخه وساتي !

pattang
25.05.2014

که څوک یې نه مني نو دجاجو کورته د تلفون وکړي !

بېړنی خبر: په کندهار ښار کې پر قوماندان جاجو سرتېری برید وشو
لیکوال: وحید پاڅون

[img:2659cfe26e]http://nunn.s3.amazonaws.com/afghanistan/kandahar/jajo.jpg[/img:2659cfe26e]

د کندهار امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن له غرمې وروسته د
کندهار ښار اړوند د اتمې ناحیې په ساحه کې د دغې حوزې پر قوماندان
جاجو سرتېری برید شوی دی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني د پېښي د پخلي ترڅنګ
وویل ، چې په برید کې خپله جاجو ټپي شوی دی.

نوموړي وویل ، چې په برید کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

ویل کېږي، چې د عبدالودود جاجو پر موټر باندې دا برید پر لاره د یوه
پلي روان کس له لورې ترسره شوی.

تر اوسه د برید چا مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

د کندهار ښار د میرویس روغتون یوې سرچینې وویل، چې نوموړي د
سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

عیني شاهدانو ویلي، چې په چاودنه کې د قومامندان جاجو موټر هم
تخریب شوی او د وژل شویو جسدونو ټوټې یې شاوخوا لېدلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار د پولیسو د دغه قوماندان په اړه وروسته
له هغې د خلکو غوسې او توند عکس العملونه را پورته شول، چې له
یوې پيغلې شاعرې-مینه انتظار- سره یې د بد او ناوړه چلند په باب په
رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خبرونه او لیکنې خپرې شوې.

ویل کېږي، چې عبدالودود جاجو په ښار کې د ناوړه چلند او بد اخلاقو له
امله د ډېرو خلکو د کرکې وړ ګرځېدلی او سخت ترې په تنګ شوي.


larghonay laraway
26.05.2014

دا نوم يې لا د سړي نه ؤ


Hashmat Kahn
30.05.2014

ګرانو لوستونکو!

دا ویډیو هم وګوري.
https://www.facebook.com/photo.php?v=1482268991995950&set=vb.428485733930568&type=2&theater

په درنښت
حشمت


Hashmat Kahn
30.05.2014

دا یې هم بله ویډیو چې په نوم طالبان دي خو په باطن شیطانان

https://www.facebook.com/photo.php?v=270140256495305&set=vb.428485733930568&type=2&theater

حشمت


lawangin
30.05.2014

ته دکندهار لوچکانوته د cai په اجنټ سره برات ورکوې !
هيڅوک هم په تلوېزون کې دخپل شرم خبرې نکوي دانه عقل مني
اونه منطق !

[quote:80496293ff="Hashmat Kahn"]دا یې هم بله ویډیو چې په نوم طالبان دي خو په باطن شیطانان

https://www.facebook.com/photo.php?v=270140256495305&set=vb.428485733930568&type=2&theater

حشمت[/quote:80496293ff]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more