د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

منافقت

میرویس
23.05.2014

ګرانو وطنوالو السام علیکم
د افغان او پاکستاني طالبانو نطاقانو په دوو بیلو وختونو کې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د بې ګناه انسانانو قتل په اسلام کې ناروا دئ.
که یو څوک په خوله یو څه وايي او په عمل کې بل څه کوي، یعنې کفتار او کدار یې ضد او نقیض وي هغه انسان ته منا فق ویل کیږي او عمل ته یې منافقت.

آیا په هرات کې د هند د قنسلګرۍ مامورین او کار کونکي بې ګناه انسانان ندي چې طالبانو حمله کونکي ورلیږلي دي چې مامرین او کارکونکي یې ووزني؟
===
هرات:دهند قونسل ګري په بشپړ ډول تخلیه شوه
خپرونکی: خبریال May 23, 2014 افغانستان او نړۍ, راپورونه تبصره وکړئ
په هرات کې دخبریال ډاټ کام همکار وايي چې اس دهند قونسلګري شاوخوا سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده . امنیتي‌چارواکي‌وايي چې دهرات دقونسلګري دډله یز برید ټول برد کوونکي چې دوی یې شمېره (۵) ښيي وژل شوي دي ،اودچارواکو په وینا یوازي یو پولیس تپي دی .
په هرات کې امنیتي چارواکي وایي چې یو شمیر وسلوالو نن د جمعې په سهار ۳:۳۰ بجو د هرات د ښار د اب مرغان په سیمه کې د هندوستان په کونسلګرۍ ډله ییز برید کړی چې د امنیتي ځواکونو او بریدکونکو سره جګړه لاهم وانه ده او تر اوسه د بریدکونکو له ډلې چې شمیر یې د پنځو تنونه زیات ښودل شوی یو بریدګرد افغان امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی.
امنیتي چارواکي وایي چې وسلوال د هندوستان کونسلګرۍ شاته یوې ودانۍ ته ننوتي او د ودانۍ په لاندیني پوړ کې پټ شوي او له هغه ځایه په امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
تر اوسه چا ددغو بریدونو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی ،البته په افغانستان کې ډله یز ځانمرګي بریدونه وسله وال طالبان کوي‌.
خو نوي ډیلي له دې مخکې د پاکستان امنیتي ادارې په افغانستان پر هندي اهدافو په بریدونو تورنې کړې دي ، چې پر خپل وار بیا پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي دي .
بايد وويل شي چې تېر کال هم، په جلال اباد ښار کې د هندوستان پر قونسلګرۍ بريد شوى و، چې لس ملکي وګړي په کې وژل شوي او ٢١ ټپيان وو.
له دې وړاندې په کابل کې هم، دوه ځلې د هندوستان پر سفارت خونړي بريدونه شوي وو، چې د دې سفارت د ډيپلوماټانو په ګډون په کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دا برید په داسې وخت شوی، چې په ټاکل شوي ده د هند نوی صدراعظم نرېندر مودي د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي، د لوړې مراسمو ته د سارک د هیوادونو مشران وربلل شوي دي. افغانستان هم د سارک غړیتوب لري.
نرېندر مودي سخت دریځی مشر بلل کېږي او ددبریالیتوب په کوردننه کې مسلمانان او په ګاونډي هیواد پاکستان کې چارواکي سخت اندېښمن کړي دي‌.
په هرات کې وروستی ډله یز برید ښايي دهندي چارواکو لپاره یو پیغام وي چې په افغانستان کې ددوی سفارتونه په اساني په نښه کېدای شي .


tandar
23.05.2014

داد isi عمليات دي
يوډله دisi مزدوران دي بله ډله د cia مزدوران دي
غريب ملت ددواړو په اور کي سوځي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: منافقت

pattang
23.05.2014

انډيواله د cia له بنجاره توبه څخه لاس واخله او رانجه یې مه خرڅوه!
کوم چې صليبي اشغالګراو فاسد رژيم یې وژنې کوي هغه روا دي ؟؟
صليبي اشغالګراو مذدورفاسد رژيم افغانان مستقيما قصدي وژني خو
طالبان داسې وژنې شعوري نکوي !

منافق هغه څوک دی چې ددالرو لپاره خپل ايمان خرڅوي !
ته دقونسلګري په مانا څه پوهېږې ؟
دهند قنسولګېري په هر ولايت کې څه کوي ؟ ايا افغانستان يو ډېر
ځواکمن توليدي ملک دی چې د صادراتو او وارداتو کارونه هلته
قونسلګيري په غاړه واخلي ؟
په افغانستات کې خو زه څو دباغ وحش حيوانات وينم چې خوراکه یې

cia ورته ورکوي نو دهند قونسلګيري بې له جاسوسي او دنظارله شورا
سره دطالب پر خلاف لار برابره ونه، بل کار نلري !
فلهذا د طالبانو عمل درست دی !!

[quote:86b35d80a4="میرویس"]ګرانو وطنوالو السام علیکم
د افغان او پاکستاني طالبانو نطاقانو په دوو بیلو وختونو کې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د بې ګناه انسانانو قتل په اسلام کې ناروا دئ.
که یو څوک په خوله یو څه وايي او په عمل کې بل څه کوي، یعنې کفتار او کدار یې ضد او نقیض وي هغه انسان ته منا فق ویل کیږي او عمل ته یې منافقت.
.[/quote:86b35d80a4]



ع کريم حليمي
23.05.2014

ښاغلې پتنګ صاحبه ! ټول سفراء أهل ذمي بلل کیږي ، د نن د سفراء او د پرون د سفراء په مینځ کي فرق نسته ، هغوی هم ذمي وه او دا نن دوی ذمي دي !!!

که څوک د ذمي د وژلو فتوا ورکوي ، نوله مقدسي دایرې غورځېدلي دي ،

وأهل النار خمــــــــسة الضعيف الذي زبر له الذين هم فيكم تبعا لا يبتغون أهلا ولا مالا والخائن الذي لا يخفى له طمع وإن دق إلا خانه ورجل لا يصبح ولا يمسي إلا وهو يخادعك عن أهلك ومالك وذكر البخل أو الكذب والشنظير الفحاش

څوک چه د شریعت سره خیانت کوي ، هغوی أهل النار دي !!!


pattang
24.05.2014

محترم حليمي صيب نه پوهيږم چې پر تا څه شوي دي !
مونږ څوک نه و‌ژنو ، مونږ خپل ملک له اشغالګرو او فاسدو ګوډاګيانو
څخه خلاصوو ! دازادي جنګ له مونږ نه مه اخله !

[quote:43576babbb="ع کريم حليمي"]ښاغلې پتنګ صاحبه ! ټول سفراء أهل ذمي بلل کیږي ، د نن د سفراء او د پرون د سفراء په مینځ کي فرق نسته ، هغوی هم ذمي وه او دا نن دوی ذمي دي !!!

که څوک د ذمي د وژلو فتوا ورکوي ، نوله مقدسي دایرې غورځېدلي دي ،

وأهل النار خمــــــــسة الضعيف الذي زبر له الذين هم فيكم تبعا لا يبتغون أهلا ولا مالا والخائن الذي لا يخفى له طمع وإن دق إلا خانه ورجل لا يصبح ولا يمسي إلا وهو يخادعك عن أهلك ومالك وذكر البخل أو الكذب والشنظير الفحاش

څوک چه د شریعت سره خیانت کوي ، هغوی أهل النار دي !!![/quote:43576babbb]



ع کريم حليمي
25.05.2014

ښاغلې پتنګ صاحب ! تاسو خپل د بحث سیال ته لیکلي وه چه : د چکین IQ لرې

زه تاسو ته نه وایم چه ستاسو IQ د چرګ ده ، اما پوښتنه در نه کوم
ته خو به هغه زما د ماماګانو څه نه ئې چه سر نه خلاصه ئې

د بحث محور او خبره : د ذمي او سفیر ده

سفیر یو ذمي فرد دی ، مسلمانان دا مسؤلیت لري چه ساتنه ئې وکړي
که د هند سفیر و پاکستان ته سردردئ پېښوي نوپه کشمیر کي ورسره وجنګېږه ، بړڅي حق نه لري چه زما خاوره د جنګ مېدان کړي

درنښت


pattang
25.05.2014

شاغلی حليمي صيب ! ستا ستونزه داده چې ته ملا یې په سياست نه
پوهېږي او له خپلې ملا ئي اوس هم منحرف شوی یې او داخو دځينو
ملايانو عادت وي که يوه چپنه ورته ورکړل شي نو غلتې فتواوې
هم کوي !
(حضرت صيب مجددي بېرته کابل ته راغلی اووېيلي دي چې خوب
یې ليدلی دی چې دغني په لوري به دريږي !)
دانګريز مذدوربه هم دامريکې د مذدور په خدمت کې وي !
دادومره ځينې خبرې د ملایانو په مکر او فريب کې!
حليمي صيب زه له خپلې IQ هم په افغانستان کې او هم په خارج کې
ډېرخوشال يم خو رابه شم ستا ساده د ملایې خبروته ا

ستاما ما ګان چې لوده خيل وو نو دخوردزوی یې هم ولاکه مزه وي :

- دکابل لاسپوڅی دولت په اشغال او ددالرو او داشغا لګرو په زور
منځ ته راغلی نو له دکبله دازادي غورڅنګ او مقاومت ته هيڅ
legitimation نلري او ټول هغه خارجي دولتونه او موسسې چې
دغه بېکاره غله تقويه کوي دملي مقاومت لپاره دوشمنان دي نو ساتنه
يې داجير دولت کاردی خو د مقاووت لپاره دوشمنان دي !

- دهند دولت په ټوله جنګي دوره کې دشمال غله حمايه کول هندي
ډاکتران به تل د شمال دغلو په خدمت کې وو او هندي اسلحې به تل
د هند ددولت له خوا NA ته ورکول کېدې تر څو چې يو انتې پښتني
دولت منځ ته راشي !خو هغه هم خوشې دغلو او جنايتکارانودولت :
مسود، محقق،دوستم،عطا، رباني ، قانوني ....
نو له دې کبله دهند قونسلګيري دکارلپاره نه بلکې دمخبري لپاره
فعاليت کوي !
په تایې ساتنه فرض ده خو په مونږیې شړنه فرض ده !

[quote:f4e5a2d0d8="ع کريم حليمي"]ښاغلې پتنګ صاحب ! تاسو خپل د بحث سیال ته لیکلي وه چه : د چکین IQ لرې

زه تاسو ته نه وایم چه ستاسو IQ د چرګ ده ، اما پوښتنه در نه کوم
ته خو به هغه زما د ماماګانو څه نه ئې چه سر نه خلاصه ئې

د بحث محور او خبره : د ذمي او سفیر ده

سفیر یو ذمي فرد دی ، مسلمانان دا مسؤلیت لري چه ساتنه ئې وکړي
که د هند سفیر و پاکستان ته سردردئ پېښوي نوپه کشمیر کي ورسره وجنګېږه ، بړڅي حق نه لري چه زما خاوره د جنګ مېدان کړي

درنښت[/quote:f4e5a2d0d8]غغعععععععع


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more