د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لقمان حکیم نصیحتونه و خپل بچی ته !

ابومحمدحنفي
21.05.2014

د لقمان حکیم نصیحتونه و خپل بچی ته !

1. ای بچیه ! هیڅوک او یا هیڅ شی له الله سره مه شریکوه.

2. له مور او پلار سره نیک چلند کوه.

3. پوه شه چی هیڅ شی له الله ج نه پټ نه دی.

4. لمونځ هغه قسم چی ښائی اداء کړه.

5. د نورو نصیحتونه او مشوری مه هیروه.

6. له بدکارو نه هیڅ وخت د نیکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.

7. له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.

8. په لاره تللو کی درمیانه اوسیږه.

9. په نورو باندی مه په غصه کیژه او ورسره په نرمۍ خبری کوه.

10. په هغه څه چی نورو ته یی نصیحت کوی خپله پری زر عمل کوه.

11. لږ خبری کوه.

12. خپل رازونه دی فقط له ځانه سره وساته.

13. هغه دوست ته دوست ووایه چی په سختۍ کی در په کار شوی وی.

14. له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.

15. له عالمانو او هوښیارو خلکو سره تعلقات وساته.

16. په کاروبار او نیک کار کی جدی اوسه.

17. د ځلمیتوب ورځی دی غنیمت وشمیره.

18. د دوستانو احترام کوه.

19. د مور او پلار وجود غنمیت وشمیره.

20. ښوونکی د مور او پلار په څیر وگڼه.

21. په ټولو کارونو کی میانه حاله و اوسه.

22. اولاد ته دی اسلام او دینداری ور وښایه.

23. په لږ ویلو، لږ خوړلو او لږ ویده کیدلو ځان عادت کړه.

24. د نورو کومک او یاری ته مه منتظریږه.

25. هیڅ کار مخکی له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.

26. د نن کار سبا ته مه پریږده.

27. له مشرانو سره اوږدی خبری مه کوه.

28. محتاجان له خپل مال او دارایی نه مه محروموه.

29. تیره شوی دعوه او دشمنی مه تازه کوه.

30. د نورو نیک کار په خپل ځانه مه تپه.

31. له خپلوانو سره خپلوی مه پری کوه.

32. د ولاړو خلکو په حضور کی مه کینه.

33. هیڅوک د چا په مخکی مه رسوا کوه.

34. ویل شوی خبره بار بار مه تکراروه.

35. د زنانه ئی خوی او لباس نه ډډه وکړه.

36. په بدکارۍ کی له چاسره لاس مه یو کوه.

37. په هیڅ کار کی عجله مه کوه.

38. د خبرو په وخت کی د نورو خبری مه پری کوه.

39. د خلکو په اصلاح کی یوه زره سستی هم مه کوه.

40. ادب او عاجزی هیڅکله هم مه هیروه.

41. له الله ج سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلیږه.

42. د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.

43. د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.

44. عمر او روزی په حساب او کتاب ده، نو له هیچانه مه ډاریږه او مه تری طمع کوه.

45. عمر د عبادت او بنده گی لپاره غنیمت وشماره.

46. هغه څه چی الله ج درکړی پری خوښ اوسه.

47. له نیکو او ایماندارو خلکو سره مشوره کوه.

48. مصرف دی له پیداوار نه کم ساته.

49. هر څومره چی کولاشی میلمه سره مهربانه اوسه.

50. د ښځی او اولاد د بی ځایه غوښتنو پیروی مه کوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more