د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خپله خوله هم کلاده هم بلا

میرویس
21.05.2014

ګرانو اوویاړلیو پښتنو، السلام علیکم.
د پښتنو متلونه هسې خوشې چا ندي اختراع کړي، بلکه هر متل د زمانو په اوږدو کې د خوږو او ترخو پیښو او حوادٍثو د تجربو نه په ډیرو مشخصو، لنډو او اکثراً منظومو ټکو کې راټوکیدلي دي. هر متل دځانګړو حالاتو او واقعاتو د تشریح او تفصیل دپاره استعمالیږي. مشلاً که دچا بیان یا ګفتار ناوړه عواقب ولري، نو خلک وایي چې [خپله خوله هم کلا ده، هم بلا]. یعنې کیدای شي یو څوک په معقولو او سنجیده خبرو ځان د غتو مشکلاتو نه بچ کړي، اویا په بې مسؤلیته اوتو بوتو ځان د عظیمې بلاسره مخامخ کړي، لکه د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چې په رادیو ملا هم مشهور دئ او په صوات کې یې بې ګناه خلک حلال کړیدي او په ملا رادیو هم مشهور دئ.

ملا راړیو وړمه ورځ یوې ډلې وسلوالو طالبانو ته په وینا کې وویل چې یا به په پاکستان کې شرعي نظام جوړوی او یابه په شهادت مشرف کیږي. هغه خپلو پیروانو ته وویل چې توپونو، طیارو او ټانکونو ته ځان ټیګ کړي.

د ملا فضل الله دغو شبکو دبکو د پاکستان دپوځ غوصه را وپاروله، د طالبانو مرکزونه یې بمباري کړل، په لسګونو یې ووژل او له هغې زیات یې زخمي کړل. محلی خلک وایي چې ولسي تلفات یې هم اړولي دي.

آیا ملا فضل الله چې ددغو بمباریو عامل دئ، هلته د طالبانو سره موجود ؤ او که په خوندي ځای کې ؤ. آیا فضل الله چې دغه ګواښونه کول د طالبانو د خپلې شوری سره یې سلا کړې وه او آیا د ولس سره یې څه ویلي وو؟

ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو دپاره یو وبایې مرض دئ چې د خپلې نا عاقبت اندېشۍ په وجه له یوې خوا تحریک ته دښمنان پیدا کوي او له بلې خوا په تحریک کې دننه د غلطو او غیرعاقلانه فیصلو په وجه په تحریک کې درزونه اچوي. اوس چې د پاکستان په طالبانو کې د محسودو د قوم مشري پای ته رسیدلې ده، دا تحریک د ړنګیدو د جدي خطر سره مخامخ شویدئ. ملا فضل الله چې د صوات ددرې دئ کوښښ کوي چې په تحریک کې د محسودو د قوم د قوماندانو نوغئ وباسي، هم کورني او هم بهرني ګواښونه ورته وپاروي. ملا فضل الله نه یوازې دا چې د رهبرۍ جوګه ندئو هغه پّ تحریک کې د محسودو دقوم د نفوذ سرسخت دښمن هم دئ.

ملا فضل الله غواړي چې په تحریک کې خالد عمر خراساني غوندي خپلو داسې افراطي عناصرو ته خای ورکړي چې پخپله د فضل الله او القاعدې د افراطي عقایدو پیروي کوي او سجنا غوندې میانه روان ګوښه کړي او د محسودو د قوم د سیالو قوماندانو تر منځ بل اور ته لمن ووهي. تر هغې چې ملا فضل الله د تحریک مشري په غاړه لري، نه به د حکومت سره صلح ممکن وي او نه به هم تحریک خیر وویني او نه به هم د وزیرستان خلک د آرامۍ سا وباسي.
ملا فض الله دیني افراطي دئ او په دین کې افراط اسلام منع کړي دئ.
======
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/05/140521_hh-north_waziristan_air_strikes.shtml


Re: خپله خوله هم کلاده هم بلا

pattang
21.05.2014

که ته معقول انسان وی دکرزي دادارې چټلي او دصليبيانو خپل سري به
د غندله او ‍یا به د روغه وله ! نو هلته به خلقو به باور کړی وو چې ته
پاک انسان یې کله چې ته اوس cia ته لګيا یې ستا خبرې د افغان اولس
په خلاف او پردي هدفونه مخته وړي !

[quote:44530f462c="میرویس"]ګرانو اوویاړلیو پښتنو، السلام علیکم.
د پښتنو متلونه هسې خوشې چا ندي اختراع کړي، بلکه هر متل د زمانو په اوږدو کې د خوږو او ترخو پیښو او حوادٍثو د تجربو نه په ډیرو مشخصو، لنډو او اکثراً منظومو ټکو کې راټوکیدلي دي. هر متل دځانګړو حالاتو او واقعاتو د تشریح او تفصیل دپاره استعمالیږي. مشلاً که دچا بیان یا ګفتار ناوړه عواقب ولري، نو خلک وایي چې [خپله خوله هم کلا ده، هم بلا]. یعنې کیدای شي یو څوک په معقولو او سنجیده خبرو ځان د غتو مشکلاتو نه بچ کړي، اویا په بې مسؤلیته اوتو بوتو ځان د عظیمې بلاسره مخامخ کړي، لکه د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چې په رادیو ملا هم مشهور دئ او په صوات کې یې بې ګناه خلک حلال کړیدي او په ملا رادیو هم مشهور دئ.

ملا راړیو وړمه ورځ یوې ډلې وسلوالو طالبانو ته په وینا کې وویل چې یا به په پاکستان کې شرعي نظام جوړوی او یابه په شهادت مشرف کیږي. هغه خپلو پیروانو ته وویل چې توپونو، طیارو او ټانکونو ته ځان ټیګ کړي.

د ملا فضل الله دغو شبکو دبکو د پاکستان دپوځ غوصه را وپاروله، د طالبانو مرکزونه یې بمباري کړل، په لسګونو یې ووژل او له هغې زیات یې زخمي کړل. محلی خلک وایي چې ولسي تلفات یې هم اړولي دي.

آیا ملا فضل الله چې ددغو بمباریو عامل دئ، هلته د طالبانو سره موجود ؤ او که په خوندي ځای کې ؤ. آیا فضل الله چې دغه ګواښونه کول د طالبانو د خپلې شوری سره یې سلا کړې وه او آیا د ولس سره یې څه ویلي وو؟

ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو دپاره یو وبایې مرض دئ چې د خپلې نا عاقبت اندېشۍ په وجه له یوې خوا تحریک ته دښمنان پیدا کوي او له بلې خوا په تحریک کې دننه د غلطو او غیرعاقلانه فیصلو په وجه په تحریک کې درزونه اچوي. اوس چې د پاکستان په طالبانو کې د محسودو د قوم مشري پای ته رسیدلې ده، دا تحریک د ړنګیدو د جدي خطر سره مخامخ شویدئ. ملا فضل الله چې د صوات ددرې دئ کوښښ کوي چې په تحریک کې د محسودو د قوم د قوماندانو نوغئ وباسي، هم کورني او هم بهرني ګواښونه ورته وپاروي. ملا فضل الله نه یوازې دا چې د رهبرۍ جوګه ندئو هغه پّ تحریک کې د محسودو دقوم د نفوذ سرسخت دښمن هم دئ.

ملا فضل الله غواړي چې په تحریک کې خالد عمر خراساني غوندي خپلو داسې افراطي عناصرو ته خای ورکړي چې پخپله د فضل الله او القاعدې د افراطي عقایدو پیروي کوي او سجنا غوندې میانه روان ګوښه کړي او د محسودو د قوم د سیالو قوماندانو تر منځ بل اور ته لمن ووهي. تر هغې چې ملا فضل الله د تحریک مشري په غاړه لري، نه به د حکومت سره صلح ممکن وي او نه به هم تحریک خیر وویني او نه به هم د وزیرستان خلک د آرامۍ سا وباسي.
ملا فض الله دیني افراطي دئ او په دین کې افراط اسلام منع کړي دئ.
======
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/05/140521_hh-north_waziristan_air_strikes.shtml[/quote:44530f462c]


میرویس
29.05.2014

السلام علیکم، ګرانو لوستونکو
پتګه ته بیا هماغه زړه ارمومنیه غنګوې. په اصلي موضوع بحث وکړه.
د ملا فضل الله د بې واکه خولې نتیجه دې ولیده چې خان سید سجنا د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي نه بیل شو او د [مسید طالبان] په نامه یې بله ډله جوړه کړه.
د سجنا د نطاق خبرې به دې هم خامخا اوریدلي وي چې د ټي ټي پي لمن یې په سرورواړوله. دا دغلو، ترورستانو، داړه مارانو، بدعتیانو او خوارجو خاصیت دئ کله چې په غلاوو او ولجو سره جوړنشي بیا ځناورانو غوندې یو اوبل ته خولې اچوي.
د ډورنډ د کرښو ددواړو غاړومنافقین چې هر جنایت کوي بیاداسلام او جهاد پرده پرئ غوړوي. دوی ناخوانه ولسونه او عام خلک چې دیني تعلیم یې نه وې کړي دوکه کوي او د دین نه د ولس پر خلاف دوسلې په توګه کار اخلي او خپلو بادارنو ته ددې ډول غیر اسلام خدمت په بدل کې اجوره اخلي.
ته لاهم ددغسې ظالمو ترورستانو ملاتړ کوې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more