د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

چارواکي او د بد اخلاقۍ اوج!

pattang
13.05.2014

[img:a1d0491e75]http://nunn.s3.amazonaws.com/Aziz_arbak_aw_ebrahim_istikhbabrat.jpg[/img:a1d0491e75]

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحيمي

د ډیموکراسي یو اصل (فردي ازادي) ده، د دې اصل له مخې څوک چاته دا نشي ویلای، چې دا وکړه یا يې مه کړه، یو غربي ارواپوه، ډيل کارنګي خو لا وايي، چې که د جامې واغوستې او چا درته وویل چې دا رنګ ښې نه دي، او په تایې دومره تاثیر وکړ، چې جامې دې بدلې کړې، ته ازاد نه يې!
دوی داسې انګېري، چې په ټوله کره کې څوک چاته آن د مشورې ورکولو حق هم نه لري، د دوی دې اصل د (امربالمعروف او نهی عن المنکر) پر وړاندې دومره کرکه رامنځته کړه، چې سیکولر افراطیان خو يې بېخې نه مني،

هغوی دغه مهمه فریضه د انسان د (مقید کېدو) وسیله بولي او دوی دخپل ډیموکراټیک اصل له مخې ځان مقید نه احساسوي، ځکه خو همدې فردي ازادي دومره وړاندې تګ وکړ، چې آن د بل چا فردي ازادي يې تهدید کړه، خو یو زورور خپل ځان قیوداتو ته په لاس کې ورنه کړ.
په هېواد کې د کرزي د شوړیدلي رژیم، په پیل کې د بیان ازادۍ سره یو ځای د بازار ازادي هم رامنځته شوه، خو دا ازادي یواځې د دوی په معیارونو پورې محدوده ده، د کابل په هر واټ کې واړه ماشومان لوڅ فلمونه ښکاره پلوري، خو که په همدې ښار کې څوک صرف یو بې موسیقي شعر واوري، نو بیا که ځوان و، ځای به يې د پلچرخي جهنمي زندان وي، او که ماشوم و، نو ځای به يې د بادام باغ فاحشه خانه وي، چې دوی يې زندان بولي.
همدې ازاد بازار مو په هېواد کې هغه څه پیداکړل، چې د هېواد په ټول اسلامي او غیراسلامي پنځه زره کلن تاریخ تور داغ دی، همدا لوڅ فلمونه ترکورونو لاړل او خپل پلار په خپلې لور جنسي تېری وکړ، ورور په خور ور ولاړ شواو آن زوی په مور ورغی!!!
په هېواد کې په څوکیو نصب شوي ریبوټونه په دې فلمو پسې دومره نه دي محدود، ځکه هغو عملاً له غربي نایټ کلبو راغلي دي، ځکه خو يې دلته هم داسې هوټلونه جوړ کړي، چې هر ډول فرمایش بې له کومه قیده شرطه پکې پوره کېږي.، مګر په دې سربېره دوی کله کله داسې ځای ته لاس اچولی وي، چې پرې رسوا شي، خو دا رسوايي زموږ په معیار، د دوی په معیار دا رسوايي یوه تبلیغاتي تفریح ده.
د دوی د بادار په کور ـ سپينه ماڼۍ ـ کې لوینسکي د دوی د بادارانو له پخواني مشر کلینټن سره ناروا اړیکي درلودې، دوی هم همدا زده کړل، ځکه خو دلته هم کبیر رنجبر پردۍ خور او لور څو میاشتې له ځان سره ساتلې وه، رنجبر ته دا اسانه وه، چې ځان ته يې له چینه کومه فاحشه راغوښتې وای، یا لکه د شمشاد حاجی فضل یا د ژوندون یون له پاکستانه يې کومه فاحشه راغوښتې وای، مګر هغوی غواړي عزتمن بې عزته کړي، هغوی ته د عزت لوټل یوه لوبه ده. هغوی د جنسي غریضې په کیسه کې دومره نه دي، لکه د یو چا د بې عزتۍ سوچ چې ورسره دی.
دوی د حزبیانو په هڅو اربکیان وزېږول او اربکیانو بیا فردي جنسي تېري تر وخت تېرې کیسې وبللې او دې کارو ته يې مجموعي لېڅې رابډوهلې، چې تېر کال یې د کندوز د ارچې په سنچارک کې په یوې معصومې نجلۍ اته کسیز ډله ایز جنسي تېری وکړ.
دغسې نخرې د دوی د چارواکو تر منځ انتقال شوې او خبره تر داسې ځایو هم ورسېده، چې هلته لا ښځې له ښځو مخونه پټوي،نږدې میاشت وړاندې د پکتیکا په یوسف خېل کې اربکیانو درې پېغلې وتښتولې، چې بېرته يې په ښرنه کې قضیه سرچپه او درې نور زرمتي کارګر يې په دې تور ونیول او داسې يې تبلیغ کړه، چې ګواکې نجونې دې کارګرو تښتولې خو اربکیانو ترې خلاصې کړي، په داسې حال کې چې ترښرنې همدې اربکیانو پېغلې رسولې وي.
پرون بیا د همدې ولایت په همدې ولسوالي کې د ملي امنیت مدیر محمد ابراهیم په خپل ساتونکي د خپلو بادارانو کانه تکرارکړې ده، ابراهیم چې په سیمه کې په خورا لوی لوپر مشهور دی، پرون پخپل ساتونکي ور ولاړ شوی دی، هغه هم شور جوړ کړی دی او خبره تر کورـ کلي او بازاره رسېدلې ده. هغه ماشوم چې له ده سره يې د باډي ګارډ په توګه کار کاوه، د یوسف خېلو د یو اربکي عبدالحنان زوی دی، چې خدای يې پلار ته د نورو د عزت د لوټلو درد ور وڅاکه. دغه ماشوم نوی له ابراهیم سره باډی ګارډ شوی و، ځکه چې تر ده وړاندې د نصر الله په نوم یو بل ښایستوکی ابراهیم له ځان سره ګرځاوه، خدای خبر چې د ابراهیم او نصرالله ترمنځ به په څه شي جنجال راغلی وی. مګر د پوښتنې وړ خبره داده چې د عبدالحنان زوی په نږدې میاشت کې ولې نن اوازه ګډه کړه، چې ګواکې بېګاه پرې ابراهیم تېری کړی دی؟
څو شپې کېږي، چې یوسف خېلو ته د اربکیانو عمومي قوماندان عزیزالله پرلپسې ځي راځي تر څو د دې ولسوالي په مشخېلو کې اربکیان پیداکړي، چې لا بریالی شوی نه دی، جالبه داده چې په کومه ورځ د عبدالحنان زوی شور جوړ کړی دی، په هماغه شپه عزیزالله هم د ولسوالي په مقر کې و. په سیمه کې له ګنګوسو او یو نیم نه داسې اورېدل کېده، چې د عبدالحنان زوی ځکه شور جوړکړی چې ابراهیم له عزیزالله سره اړیکو ته مجبور کړی و.
د عبدالحنان زوی اوس له ولسوالي تښتېدلی اوپلار يې له ابراهیم سره په جنجال اوښتی.
د کرزي د بلواکه رژیم ترنورو ډېرو بدو اړخونو یو لوی بد اړخ او کرکجن میراث همدا د کلینټن خاصیتونه راوړل دي، چې ان شاء الله دولس په خیبري چیغو کې به د دوی د هوس نارې ورکې شي.


pattang
13.05.2014

پکتیکا: په یوسف خېل ولسوالي کې د ملي امنیت مدیر په جنسي اړیکو تورن شو!

لیکوال: عبد الودود سنګین:

د پکتیکا په یوسف خېل ولسوالي کې د دې ولسوالي د ملي امنیت مدیر له خپل یو ماشوم ساتونکي سره په جنسو اړیکو تورن شو.د یوسف خېلو د ملي امنیت مدیر محمد ابراهیم پرون شپه یوه نیمه بجه د ولسوالي په مقر کې له خپل دیارلس کلن ساتونکي سره هغه مهال په جنسي تېري تورن شو. چې ساتونکي يې په نیمه شپه په ولسوالي کې شور جوړ کړ او له مدير سره يې شور د ولسوالي نورو ساتونکو واورید.

دغه ماشوم چې دیارلس کاله عمر لري، د همدې ولسوالي اوسېدونکی دی، یواځې يې د پلار د نوم په ښوودلو بسنه وکړه، چې د عبدالحنان زوی یم. نوموړي د تلیفون په کرښه نن ټکی اسیا ته وویل:
«دلته مې راډیو ګانې له ډاره غږ نه خپروي، د خدای لپاره زما غږ ترخلکو ورسوئ .»
نوموړي د تېرې شپې د پېښې کیسه داسې وکړه:
«مخکې به هم ابراهیم بل وړ راته کتل، خو ما ځان نه پرې پوی کاوه، موږ مجبور وو، ده ماته دوولس زره معاش راکاوه، خو تېره شپه مې خونې ته لوڅ راغی، د چرسو سیګرټ يې په لاس کې و،په خوشکه يې راته وویل، چې ما ستا په خاطر نصرالله لرې کړ او ته به مې خبره نه منې!»
د مالوماتو له مخې نصرالله د یوسف خېلو د مدیر پخوانی ساتونکی و، چې ده ورسره ورته اړيکې لرلې. او پرځای يې اوس همدا ماشوم مقرر شوی و.
د پېښې اړوند په سیمه کې چوپتیا ده، خو د هلک پلار عبدالحنان په دې ولسوالي کې اربکی دی او د سیمې خلک وايي چې محمد ابراهیم ته يې اخطارونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې دی،چې تېره ورځ هم د یوناما له خوا په یوه خبري ناسته کې پر دې ټینګار و، چې باید ماشومان له جنګي کرښو لرې وساتل شي.
دې ته ورته پېښې چې محلي رسنۍ يې له ډاره نه خپروي او ولس له خپلې کمزورۍ پرې خوله پټوي، د پکتیکا په ښرنه، مټاخان او اومنه کې هم تکرار شوي دي، چې ډېرې يې د اربکیانو له خوا وي. ځکه د دوی په منځ کې آن نهه کلن ماشومان هم ساتل شوي دي.

په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قوماندان عزيزالله له ځان سره درې دوولس کلن ساتونکي ګرځوي، چې څو واره يې په ولس کې ګونګوسې جوړې کړي، خو د دوی په خبره حاکمې زورورې فضا او مزدورې میډیا غږ ته نه دي پرې ايښي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more