د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ټګي او منافقت

اتل
08.05.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو د پوځ په یوه کتار باندې چې په شمالي وزیرستان کې د میرانشاه او غلام خان د ولسوالۍ ترمنځ په سرک روان ؤ،طالبانو چاودنه ورباندې وکړه، اته پوځیان یې ووژل او یو شمیر نور یې زخمی کړل.

داپیښه پداسې حال کې شوې چې طالبان د حکومت سره د دصلحې په خبرو اترو لګیادي. پاکستاني طالبانو د صلحې خبرې اترې پخپل رضا ندی پیل کړې نو ځکه د ټګۍ برګۍ او منافقت نه کار اخلي. په زالبانو چې دهوايي قواوو زور راغئ نو یې بې قید او شرطه خبرو ته غاړه کیښوده.

طالبان نه غواړي چي په وزیرستان کې حکومتي قواوې حضور ولري څکه چې له یوې خوا وايي چې دا خود مختاره علاقه ده او له بلې خوا نه په هیڅ صورت دیته ندي آماده چې خپله ترورستي د تشدد او قتال پاچاهي د لاسه ورکړي.

طالبان نه د صلحې جوګه دي او نه هم د صلحې د خبرو اترو. د پاکستنا طالبان د بې مسؤلیته، لنډغرو او بدعتي غلو او قطاع طریقانو یوه ډله ده چې د ولس او اسلام په مقابل کې د خیانت نه پرته بل کار نلري.

====
شمالي وزیرستان کې چاودنې اته سرتېري وژلي
د خپريدو وخت: 07:30 گرینویچ - پنجشنبه 08 می 2014 - 18 غویی 1393

د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې چاودنې لږترلږه اته پوځيان وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي دي.
امنیتي سرچینې وايي، پېښه د شمالي وزیرستان میرانشا او غلام خان روډ ترمنځ سیمه کې داسې مهال شوې، چې امنیتي کسان د غلام خان ولسوالۍ ته روان وو.
تر چاودنې وروسته په سیمه کې د اورپکو لټون پیل شوی، چې له پاسه الوتکې هم چورلېږي.
ویل کېږي، چې الوتکو پر ځینو وسله والو بمباري هم کړې ده.
وړاندې پاکستاني طالبانو او حکومت د سولې د خبرو لپاره اوربند اعلان کړی و.
ځینې شنونکي وايي، د پاکستان ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان له یوې خوا اوربند کوي، او بل خوا بریدونو ته دوام ورکوي، چې په دې صورت کې د زړه له تلې خبرې ناممکنې دي.
په تېر سپتمبر کې نواز شریف یوې غونډې ته ویلي وو، چې د طالبانو له تحریک سره به د سولې خبرې پیل کړې.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند ویلي، طالبان له زړه د سولې خبرې غواړي، خو په حکومت کې دغو خبرو ته وفاداري او ریښتینولي نه شته.
د طالبانو ویاند وايي، حکومت ته یې د جوړجاړي لپاره دوه وړاندیزونه کړي، چې په لړ کې به یې د طالبانو ضد عملیات بندېږي.
بل خوا، قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د کلېکاږل طالبانو دوو مهمو ډلو تر منځ نښتو یو ځل بیا زور اخیستی. د دغسې نښتو له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ سخت دریځي وژل شوي دي.
پر همدې مهال، د تېرې چارشنبې پر ورځ، په پاکستان کې وسله والو د پوهنتون د هغه استاد مدافع وکیل په ډزو وژلی چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی دی.
پولیس وايي، راشد رحمان په ملتان کې په خپل دفتر کې ناست و، چې وسله وال ورننوتل او ډزې یې پرې وکړې.
ښاغلی رحمان د ور رسېدلو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو.
http://www.rohi.af


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more