د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

اربکیزم

حمید هڅــاند
06.05.2014

د اربکیزم اصطلاح مې ځکه وکاروله چې نن-سبا که پر اربکیانو او کړنو یې نیوکه کوې، سمدستي درته خلک د پرديپال او پاکستانپال لقبونه کاروي. حقیقت دا دی چې اربکیانو د هیواد راتلونکې ته تر ټولو لوی خطر پيدا کړی دی. دا هغه ځواک دی چې نه قانون لري، نه چوکاټ، نه مشر و کشر. وسله وال یې ټول تنکي زلمیان دي چې ډېری یې له بې کارۍ او خپلسرۍ وسلې ته لاس کړی دی. له بلې خوا دوئ ته هیڅ راز روزنه نه ده ورکړل شوی او له خلکو سره یې چال-چلند بالکل انساني نه دی.
که دولت رښتیا غواړي چې امن راشي، همدا کسان دې د ملي پولیسو او ملي اردو لیکو ته داخل او تر چوکاټ لاندې راولي. اوس خو په پښتني سیمو کې له یوې خوا طالب واک چلوي، له بلې خوا پولیس، اردو، اربکیان او پاڅونوال. د هرې ډلې غوښتنې او سلیقه بېله ده. اولس حیران دی چې د چا په لار ولاړ شي. خلک نور تر پوزې رسېدلي دي. که چیرته دولت نن ورځ د دې خپلسرۍ مخه ونه نېسي، دا ځواک به په داسې ملیشو بدل شي چې بیا به یې دولت هم مخه ونه شي نیولی؛ غلا، وهل-ټکول، له قانون سرغړونه او بلا نورې غمیزې به وزېږوي.


م . ق
06.05.2014

اربکیان او طالبان د یوې سوړې ماران، امریکایان یې باداران، عام ولس یې دښمنان!


Re: اربکیزم

pattang
06.05.2014

حميد جانه ! زمونږ په منطقه کې هم دهغه چرسيان ، بېکاره لوپران او
خرمغزه احمقان ډېر خلک په تنګوي ددوی له لاسه خلک کابل ته کډې
کوي خو دطالب په لاس که ورشي نو هغوی یې بيا کار سموي او ابدي
کندې ته یې ليګي ! په قامې کچه مونږ پوهېږو چې کوم انسان طالب دی
اوکوم انسان دکوم عمل خاوند او اربکی دی !
دکابل فاسدين ، مسلکي خره او درواغجن د صليبي اشغالګرو په شمول
دغسې ګډ وډي غواړې چې يوه خوا یې دالر واخلي اوبله خوا یې
نظامي اډې جوړې کړي او پاتې شي !
خو دخدای فضل دی چې اقتصادي بحران او د اوکرائين قضيې
د اشغالګرو لکۍ ورماته کړې او ډېر نارامه دي .

[quote:3efd78f96f="حمید هڅــاند"]د اربکیزم اصطلاح مې ځکه وکاروله چې نن-سبا که پر اربکیانو او کړنو یې نیوکه کوې، سمدستي درته خلک د پرديپال او پاکستانپال لقبونه کاروي. حقیقت دا دی چې اربکیانو د هیواد راتلونکې ته تر ټولو لوی خطر پيدا کړی دی. دا هغه ځواک دی چې نه قانون لري، نه چوکاټ، نه مشر و کشر. وسله وال یې ټول تنکي زلمیان دي چې ډېری یې له بې کارۍ او خپلسرۍ وسلې ته لاس کړی دی. له بلې خوا دوئ ته هیڅ راز روزنه نه ده ورکړل شوی او له خلکو سره یې چال-چلند بالکل انساني نه دی.
که دولت رښتیا غواړي چې امن راشي، همدا کسان دې د ملي پولیسو او ملي اردو لیکو ته داخل او تر چوکاټ لاندې راولي. اوس خو په پښتني سیمو کې له یوې خوا طالب واک چلوي، له بلې خوا پولیس، اردو، اربکیان او پاڅونوال. د هرې ډلې غوښتنې او سلیقه بېله ده. اولس حیران دی چې د چا په لار ولاړ شي. خلک نور تر پوزې رسېدلي دي. که چیرته دولت نن ورځ د دې خپلسرۍ مخه ونه نېسي، دا ځواک به په داسې ملیشو بدل شي چې بیا به یې دولت هم مخه ونه شي نیولی؛ غلا، وهل-ټکول، له قانون سرغړونه او بلا نورې غمیزې به وزېږوي.[/quote:3efd78f96f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more