د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ولس ددوکه کولو دپاره د طالبانو نوي هلې ځلې.

میرویس
14.04.2014

السلام علیکم
دا لاندې ممضومن د طالبانو د تازه ناکامو هلو ځلو نه پرده پورته کوي:

قاري قدرت الله
Larawbar.com 2014-04-12
د روان کال دحمل پر نونسمه نېټه دکندهار په میوند ولسوالي کي دهرات او کندهار په مسیر کي دمسافرو یو منی موټر په ماین والوت او ستره انساني غمیزه رامنځ ته شوه. په رسنیو کي راغلل چي موټر دطالبانو له خوا پر ښخ شوي ماین والوت خو طالبانو بیا جالبه ادعا وکړه، هغه داچي ګواکي دغه موټر په ماین نه بلکي له هوا څخه دامریکایانو له خوا وویشتل شو.
دغه ډول ادعا یوازي ممکن دطالباني فکر پر منطق عاقلانه وایسي کنه تردې ها خوا به په ټوله دنیا کي هیڅ ساده عقل هم دا ونه مني چي دملکي انسانانو دقصابۍ چاړه دي دطالب په لاس کي وي، دبې ګنا انسانانو دمرګ ژوبلی ریکارډ دي دوی ټینګ کړی وي،پر لویو لارو دي همېشه طالبانو مسافر راکښته کړي او لکه پسونه ترچړو يې تیر کړی وي، آن دموچي په تار دانسان حلالولو وحشیانه ابتکار دي ددوی په نصیب وي، داسلام، دین او شریعت حیثیت دي ددوي دتوپک په خوله تبا شوی وي، څلور اوپنځه کلن ماشوم دي ددوی له خوا ځانمرګي ته استول شوی وي اوسل زره او بې شمېره نور نا انساني او ضد اسلامي جنایتونه دي دوی کړي وي، دلویو لارو پلونه او پلچکونه دي طالبان الوزوي اودسړک غاړو اودلویو لارو دماینونو اتلان دي دوی وي او دمیوند دمسافرو پرموټردي بیا امریکایانو بمبار کړی وي!
طالبان اصلاً ددې پروا نه کوي چي ددوی ادعاوي او اعلاميې څومره دخندا وړ دي. دوی یوازي دپاکستان په ریموټ کنټرول او دامریکا او ټولي کفري نړۍ په ګټه جنګ ته ادامه ورکوي.
که فرض کړو داساده منطق ومنو چي امریکا دغه جنایت کړی دئ، بیا هم ګنا دطالب پرغاړه ده ځکه که طالب په افغانستان کي احمقانه او دپردیو په اشاره سیاستونه نه پلي کولای، هغه هم داسلام په نوم، نو امریکا خو به اول پر افغانستان دیرغل بهانه نه درلودل. بیا چي طالب دغه بهانه يې په لاس ورکړه او پرافغانستان يې دامریکا اوټولي کفري نړۍ دیرغل زمینه برابره کړه، بیا هم دطالب بې منطقه جهاد دئ چي په نتیجه کي يې بیوزله افغانان سوځي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله استول شوې اعلامیه کي وايي چې طالبانو امریکایانو ته سخت تاوانونه ور واړول او هغو هم له بې ګنا افغانانو غچ واخیست او قاري یوسف بیا هوډ کوي چي ددغو ملکیانو کسات به بیا له امریکایانو واخلي اوکه دطالب ادعا سمه وي، نو له مخي به یې بیا امریکا پرملکیانو بمبارونه وکړي. دالړۍ به همداسي روانه وي، آخر که طالب او ټول اسلامي امارت په دغو جنایتونوکې له امریکا سره شریک نه وي، تاسي وخدای تردې ها خواستاسو عقل څه درته وايي؟


م . ق
14.04.2014

ښاغلي میرویس صیب، ما هم دا لیکنه په لراوبر کې ولیدله او غوښتل مې چې له تاسو سره یې شریکه کړم ترڅو ته، اتل او حشمت صاحبان لږ خوشحاله شئ :D
هسې ما ستاسو په ذریعه د امریکې حکومت، مقاماتو او استخباراتو ته یو مهم پیغام رسول غوښتل خو فکر نه کوم چې تاسو به دغه پیغام ورسوئ، خو که ومو رسولو نو دا به ستاسې په ګټه وي.
پیغام دادی:

تاسو پوهیږئ چې پاکستاني طالبان د پاکستان د استخباراتو په لاس جوړ شوي دي، هدف یې د لروبرو پښتنو او قبایلو کنټرولول او ځپل دي او یا یې په اینده کې په افغانستان کې استعمالول دي په هغه صورت کې کچیرته افغاني طالبان د جنګ څخه په شا شي او د خپل وطن سره سوله وکړي، لکه دا اوس چې پاکستاني طالبانو د خپل حکومت سره سوله وکړه او افغانستان ته د جنګ لپاره راواوختل خو افغاني طالبانو په بعضې ځایونو کې د هغوي مخه ونیوله او پرې یې نه ښودل چې انتخابات ګډوډ کړي، مونږ باید چې پدې اړه د امریکې څخه ممنون شو چې کم از کم طالبان یې دې ته وادار کړل ترڅو د انتخاباتو مخه ونه نیسي، د امریکې او طالبانو دغسي همکاري د ستایلو وړ ده ځکه چې زمونږ د ولس په ګټه ده، اوس راځم خپل اصلي وړاندیز ته او هغه دا چې که غواړئ پاکستان او انګلیس مهار کړئ او تر ژوبلې ګوتې یې ونیسئ نو لر او بر قبایل سره یو ځاي کړئ د ټولو پښتنو قبایلو متحد لښکر او متحده شوری جوړه کړئ، پدې توګه به نه یوازې دا چې پاکستان به په پښتونخوا او بلوچستان کې په خپل ځان اخته شي بلکه په کراچۍ کې به هم پاکستان ته دومره ګواښونه جوړ کړي چې پاکستان به دې ته وزګار نشي چې د انګلیس په لارښوونه په افغانستان کې امریکایان مات کړي، له بله اړخه به قبایلي لښکر د لږ مزد او مصرف په مقابل کې پدې قادر شي چې د امریکې مهمات او جنګي وسایل تر کراچۍ خوندي ورسوي، په افغانستان کې د اشرف غني احمد زي د راتګ څخه وروسته به پښتانه او ازبکان سره متحد شي، او د پښتنو قبایلي لښکر او ازبک اسلامپالي به هم سره همکار شي، او وروسته د څه وخت به پدې قادر شي چې په منځنۍ اسیا کې روس په خپل ځان مصروف کړي او هم به چین ته په ترکستان کې مسایل راپیدا کړي ځکه ازبکان، ایغوریان او ترکان ټول تړلي او مشترک قوم دی، د قفقاز او اذربایجان مسلمانان به هم د ترکانو په مرسته له افغانانو او ازبکانو سره متحد شي، پدې توګه به افغانستان په سیمه کې د امریکې د یو غښتلي ستراتیژیک ملګري په توګه سر راپورته کړي او پدې توګه به افغانان د امریکایانو او امریکایان د افغانانو مفاداتو او مشترکو ګټو ته غاړه کیږدي او د منځنۍ اسیا په تیلو او د ګرم سمندر په اوبو کې به سره سهامي برخه ولري، زه وروسته د اوږدې تاریخي او ستراتیژیکې مطالعې دې پایلې ته رسیدلی یم چې د افغانانو ټولې ناخوالې د انګلیس له لاسه دي، او انګلیس زمونږ ازلي دښمن دی، انګلیسان غواړي امریکایان د مسلمانانو په لاس مات کړي او مسلمانان د خپلو ګټو لپاره قرباني کړي، او مونږ په دې پوه شوي یو چې پرته له امریکې مونږ نشو کولی د انګلیس له پنجو څخه ځان خلاص کړو نو پکار ده چې امریکا او مسلمانان سره متحد شي او انګلیس په خپل جال کې راګیر کړي ترڅو د دې ابدي بلا څخه د تل لپاره خلاص شو، انګلیس زمونږ ترکي اسلامي امپراطوري هم راختمه کړه، امریکا کولی شي د ترکانو په مرسته یو ځل بیا په عربو کې د انګلیس ګوډاګیان راچپه کړي، او هلته که ازاد عربي ممالک جوړ کړي چې د امریکې او مسلمانانو ګډو ګټو ته خطر نه وي، امریکایان دې زما په وړاندیز ښه په زیر او زبر سوچ وکړي، دا به زمونږ ټولو لپاره مفید وي چې امریکایان د مسلمانانو سره مشترکې ګټې ولټوي او د یو بل متقابل مفادات ومني پدې توګه به هم ډیرې ګټې ترلاسه کړو او هم به امریکا د مسلمانانو د ګواښ څخه او مسلمانان د امریکا له ګواښ څخه خلاصه شي، دا د حل یوازینۍ معقوله سیاسي لاره ده.


larghonay laraway
15.04.2014

ميرويس وروره په دې کې شک نشته چې خدايي زلزله هم وشي نو د طالبانو ويندويان يې مسؤوليت په غاړه اخلي خو دا هم بايد ومنو چې امريکايان هم همداسې وحشيانه کړنې کوي. حتی اکثره هغه ناوړه پېښې چې عام خلک په کې مري د امريکايانو د ډرون بريدونه وي او يا انفجارونه وي چې دوی بيا د ځانچاودي نوم پرې کېږدي او طالبان يې پړه هم په غاړه واخلي.


پتوال
20.04.2014

دروند ورور م .ق صاحب ته سلام !

یاره بلا دې کړې بلا ، چې لیکئ :
«انګلیس زمونږ ازلي دښمن دی، انګلیسان غواړي امریکایان د مسلمانانو په لاس مات کړي او مسلمانان د خپلو ګټو لپاره قرباني کړي، او مونږ په دې پوه شوي یو چې پرته له امریکې مونږ نشو کولی د انګلیس له پنجو څخه ځان خلاص کړو نو پکار ده چې امریکا او مسلمانان سره متحد شي او انګلیس په خپل جال کې راګیر کړي»
خو هغه د Cent.Com سړی مو هسې نه دی موندلی چې دغه وړاندیزونه مو ورته مستقیماً وړاندې کړي او هغه چیرې د امریکا مسولو مقاماتو ته نیغ په نیغه رسولي وای، څو امریکایان و پوهیږي چې د انګلسانو پر ضد د لر او بر افغانانو ملاتړ ور سره دی :
امریکا دې صرف اډر کوي نور دې افغانانو ته پریږدي چې انګلیسان او پنجابیان ورته په سیمه کې دانګ دانګ غورځوي که نه !
که د انګلیس او امریکا دوښمني ثابته شي نو بیا خو خبره همدغومره ساده ده چې څنګه تاسو انځور کړې ده ، بیا خو دا ټول جهادونه، پاڅونونه او طالب غورځنګونه بالکل بیځایه او بې ضرورته وو، مونږ افغانان ولې دومره غوول وو چې په دې هم نه پوهیدو چې انګلیس یواځې زمونږ نه ، بلکې د امریکې هم تاریخي دوښمن دی - هغوی هم ترې خپل استقلال په زور ګټلی دی نو ولې به له افغانانو سره د انګلیس په ضد نه یو کیږي؟ هغه مو نه دي اوریدلي چې د دوښمن دوښمن دې دوست دی؟ آیا مونږ دا هم هیر کړي وو؟؟؟ ،
خو: که مونږ هېر کړي وو نو امریکا ولې هیرول چې د انګریز په ضد افغانان زمونږ طبیعي دوستان دي(آخر ولې؟) هغوی خو دومره ویده قوم هم نه دی لکه زمونږ افغان غوول !
مونږ افغانان باید اوس پخپله ځانونه محاکمه کړو؟ او که نه بیا هم ځانونه وبخښو ، د جګړې په تاوده ډګر کې ارکنډیشنونه ولګوو او ورته ویده شو ، که څنګه ؟؟؟


م . ق
20.04.2014

[quote:810c3c5ffc="پتوال"]دروند ورور م .ق صاحب ته سلام !
که د انګلیس او امریکا دوښمني ثابته شي نو بیا خو خبره همدغومره ساده ده چې څنګه تاسو انځور کړې ده ، بیا خو دا ټول جهادونه، پاڅونونه او طالب غورځنګونه بالکل بیځایه او بې ضرورته وو، مونږ افغانان ولې دومره غوول وو چې په دې هم نه پوهیدو چې انګلیس یواځې زمونږ نه ، بلکې د امریکې هم تاریخي دوښمن دی - هغوی هم ترې خپل استقلال په زور ګټلی دی نو ولې به له افغانانو سره د انګلیس په ضد نه یو کیږي؟ هغه مو نه دي اوریدلي چې د دوښمن دوښمن دې دوست دی؟ آیا مونږ دا هم هیر کړي وو؟؟؟ ،
[/quote:810c3c5ffc]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
مشر پتوال صیب، دومره هم اسانه نه وه چې مونږ په امریکایانو باور کړی واي ځکه چې هغوي ځان سره انګلیسان یوځاي راوستل او په افغانستان کې یې اډې او ځایونه ورکړل، بیا یې واک د شمالیانو په لاس کې ورکړو او د پښتنو غوڅ اکثریت یې د واک څخه محروم کړو، دا یې د یو پلان له مخې وکړل ترڅو پښتانه جنګ ته اړ کړي او په افغانستان کې جنګ دوام ومومي، د هغې وروسته یې نه په پاکستان او نه په طالبانو داسې رښتینی سیاسي او اقتصادي فشار راوست چې په افغانستان کې تخریب او فساد بس کړي، بلکه لا یې تقویه کړل او اقتصادي مرستې یې ورسره وکړې، امریکا دا خوب لیدو چې ګواګې د پاکستان په مرسته به ترهه ګري د منځنۍ اسیا ملکونو ته ورسوي، د هغې ملکونو په تیلو به خیټه واچوي، او د روس نفوذ به هلته ختم کړي، خو خبر نه وو چې خپل متحد انګریز یې دلته پخې وهي او نه پریږدي چې امریکا مخکې ولاړه شي ځکه چې دا سیمه انګلیس د خپل نفوذ او تسلط ساحه بولي او په پیړیو پیړیو یې دلته استعمار وو، جنګونه یې کړي، سرمایه ګزاري یې کړې او پاکستان یې خپل ځایناستی پریښی، انګلیس غواړي امریکا دلته ماته شي او ووځي او دغه ساحه د پخوا په څېر بیرته دوي ته پاتې شي، ما خپله د نږدې دوستانو څخه اوریدلي چې په هلمند او جنوبي سیمو کې به انګلیسانو خپل طالبان په امریکایانو د برید لپاره لیږل، زه پدې پوهیږم چې امریکایانو د انګلیس دغه مکارانه سیاست درک کړی خو پدې نه پوهیږم چې ولې امریکا د انګلیسانو په لمسون د هغوي په اجنټانو پنجابیانو باور کوي خو په هغه چا باور نه کوي چې د دوي ستر حریف یعنې اتحاد شوروي یې پدې سیمه کې مات کړو، او د انګلیسانو سره تل لاس او ګریوان دي یعنې پښتانه.
امریکایان دې پدې پوه شي چې یوازې پښتانه او بلوڅان کولی شي پدې سیمه کې د امریکایانو ګټې خوندي کړي خو پدې شرط چې د پښتنو سره رښتیني دوستي وکړي، د هغوي اتحاد ته لاره برابره کړي، د هغوي ملي ګټو او ازادۍ ته احترام وکړي، خو زه باور نه کوم چې امریکایان به دا کار وکړي ځکه چې د انګلیس او پاکستان څخه ویریږي.
ډېره مننه


پتوال
20.04.2014

دروند ورور ښاغلي م. ق، منلي لاروي صیب او ټولو ګرانو ګډونوالو ته نیکې هیلې !
« ما خپله د نږدې دوستانو څخه اوریدلي چې په هلمند او جنوبي سیمو کې به انګلیسانو خپل طالبان په امریکایانو د برید لپاره لیږل، زه پدې پوهیږم چې امریکایانو د انګلیس دغه مکارانه سیاست درک کړی »
هغه شواهد څه دي چې ددغه درک اساسات ګرځیدلي، له یو ځای (ولایت) نه بل ځای (ولایت) ته په الیکپترو کې د طالبانو انتقال د امریکایانو څخه کومه پټه خبره نه، بلکې د هغوی له هدف سره سم د جګړې د غځولو له پاره تر سره کیدل، او ددې ترڅنګ به يې طبعاً ترې دا ګټه هم پورته کوله چې جګړه زیاته د انګلیس او پاکوستان په خوښه او ګټه کنترول شي، چې البته امریکا هم ور سره بشپړه موافقه لرله. د امریکایانو خپل تلفات دومره کم او کمیدونکي تلفات وو چې د جګړې دختمولو پر ځای يې غځولو ته لا هم چمتو پاتې دي. امریکایان خپل پلرني او مورني هیواد انګلستان ته وفادار او د انګلیسانو دومره د اعتماد وړ دي چې په خپلو پخوانیو مستعمرو لکه پاکوستان ،لیرې ختیځ اونورو.... سیاسی برخلیک يې دخپلې خوښې سره سم د امریکایانو لاس ته سپآرلی دی. نو ددوی دواړو ترمنځ اختلاف که څوک خپله اختراع نکړي کشفول به يې امکان ونه لري! هو، د شوروي سره ددوی دوښمني د ټولې نړۍ د آزادۍ په ګټه وه، خو که ددوی دواړو ترمنځ دوښمني ممکنه شوه دا ګټه به د نړۍ له پاره بالکل سارې ونلري.
.

[/code]


م . ق
21.04.2014

سلامونه، احترامات او نیکې هیلې،
زما په نظر خو امریکا او انګلیس د تربورانو مثال لري چې د ګډو ګټو لپاره خو سره یوځاي دي خو په یو بل د توفق د حاصلولو په کوښښ کې دي، دوي دواړه نه غواړي چې دغه رقابت یې نورو ته ښکاره شي، ځکه نو د دې خبرو سخت مخالفت کوي، او په ښکاره د یو بل کلک حمایت کوي، خو افغانانو، پاکستانیانو او هندیانو ته د دوي دغه رقابت ښکاره شوی دی.
په افغانستان کې هم ډېر داسې پټ او ښکاره شواهد لیدل شوې دي، نو پداسې حال کې دا امکان نه لري چې امریکایان به پدې نه پوهیږي او درک کړي به يې نه وي خو دواړه خپلو مشترکو ګټو، مشترک دښمن او مصلحتونو ته ګوري، په همدې اساس باید د یو بل سره متحد پاته شي.
د مثال په ډول سعودي ته که وګورو نو هغه د انګلیس مستعمره وه او اوس هم د انګلیس د نفوذ لاندی دی، په همدې لامل ورسره د پاکستان اړیکې هم ډېرې نږدې دي، خو اوس د سعودي بعضې سیاستونه د امریکا سره په ټکر کې دي، خو بیا هم امریکا مجبوره ده چې سعودي سره متحده پاته شي ځکه چې سعودي سره د انګلیس سپوړټ دی او د سعودي او پاکستان سیاستونه بعینه د انګلیس سیاست دی.
نو زما په اند افغانانو ته د تېر تاریخي او سیاسي شالید په رڼا کې ډیره ځیرکتیا پکار ده.

ډېره مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more