د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

اوس به دوی څه پلمه کوي؟

میرویس
14.04.2014

السلام علیکم
د پاکستان طالبانو چې د اپریل په نهمه اعلان وکړ چې د بې ګناه خلکو وژل د شرع خلاف کا دئ، دهغې راهیسي چې طالبانو په کندهارکې د ولسي خلو موټر په بم والوزاوه او مسلمانان یې قتل کړل نو یې ملامتي په امریاکايي الوتکو واچوله چې ټول ولس ورپورې وخندل او طالبانو پردې پوچه ادعا نور هم ځان سپک او خیله کړ.

نن یې د خوست په ښار کې په چاودنه کې یو تن وژلئ او نهه یې زخمي کړيدي. داځلې به طالبان څه پلمه کويې؟ خو طالبان باید اوس پوه شوي وي چې افغان ولس دوی ښه پیژندلې دي او طالبان یې نشي تیر ایستئ. متل دئ چئ وايي: یو شمیر خلک د یو څه وخت دپاره دوکه کولئ شې خو ټول خلک د تل دپاره نشې دوکه کولئ.

افغان ولس طالبان ردکړل. دطالبانو د ګواښونو سره سره یې په انتخاباتو کې شرکت وکړ اورایې یې ورکړې او ددموکراسې لاره چې اسلام ورښودلې وه غوره کړه. طالبان باید پوه شي چې افغان ولس تشدد ، افراطیت، تروریزم، بدعت او د خوارجوتپل شوئ جنګ نه مني او نه ي عمالو ته د بیا حکومت کولو مجال ورکوي.
http://www.pajhwok.com/ps


tandar
14.04.2014

ميرويس خانه سلامونه
طالبان به خپل کارکوي راشه په رايو اود ملت په ارزوګانو تبصيري وکړه
يوي وکيلۍلطيفه جاني نوري ښځي په څپړو درايو صندقو ته مخکي کړي :oops:
اوژورنالستانو ته کنځلي هم کوي مستند فلم وګوره
ملت جرئت وکړو خوچه دسړي ځوي ولسمشر شي چه دخاوري اوملت په درد وخوري

http://www.youtube.com/watch?v=bOq0W3N8LGQ
په اوسني حالاتو کي په غير د cia او isi اګينټ نه بل څوک ولسمشر کيدلي نه شي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


میرویس
13.06.2014

تندر صاحب، السلام علیکم
یاره څه چې پدې ویدیو کې ښودل شوي، هیڅ د منلو ندي. دا میرمن چې ځان يې کاندید کړئ، نه یوازې دا چې په اصولو او قوانینو نا خبره ده، بلکه د سالم تعقل او روش نه هم برخورداره نده. ددغسې نا اهلوخلکو انتخابیدل د ګټې په عوض تاوان کوي.
که طالبانو په ملک باندې دغسې بده امنیتي ورځ نه وای راوستې، دامنیت او جنګ په عوض به بهتره حکومت دارۍ او په چارو کې به د اهلو او با تجربه افرادو د مقرریو او انتخابیدو مسئلې ته پام اوښتئ ؤ.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more