د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

بدغونو حقاني هم پکې راکاږه

اتل
11.04.2014

محترمو پښتنو، السلام علیکم
مطبوعاتي رپوتونه وايي چې د پاکستاني طالبنو د رقیبو ډلو تر منځ جګړه پراخه شویده. ډېوې او نورو رسنیو ویلي چې میران شاه ته نږدي په داتا خلیو کې د حقاني د شبکې په يوه موټر باندې د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې درۍ تنه وژل شوي او دوه تنه زخمي شويدي.

د پاکستناني طالبانو دوو قوماندانانو شهریار او خان سید سجنا د خپل منځي جګړو دشراو فساد لمن د حقاني تر شبکې پورې هم رسولې ده. د حقاني شبکې چې ددغو دواړو ډلو تر منخ په روغه جوړه کې ناکامه شوېده نن یې په یوه موټرباندې د بم حمله وشوه. داسې ښکاری چې داحمله هم د پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړوسره تعلق لري.

د سیاسي چارو ماهران وایي دغه جنګونه چې له یوې خوا د سیمې د کنترول پرسر د پخوانیو اختلافونو نه را ټوکیدلې دی، له بلې خوا د پاکستان د حکومت سره د صلحې د خبرو اترو اور بند په وجه تشدید شویدي.

دطالبانو د تشدد اوبې امنیتۍ تر ټرټولو ستره بیه ولس پرې کوي. د ولس غوږونه به دتششد دشر نه هغه وخت نجات ومومي چې طالبان د حکومت سره او پخپلو کې صلح وکړي او د تشدد نه دایمي لاس واخلي او د نورو عادي انسانانو غوندې ژوند پیل کړي.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more