د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

همجنس-پالان-هم-د-اشرف-غني-احمدزي-ملاتړي-دي

pattang
08.04.2014

[img:93237d7eed]http://nunn.s3.amazonaws.com/sadat20221.jpg[/img:93237d7eed]

همجنس پالان هم د اشرف غني احمدزي ملاتړي دي

مقـــــالی او تبصرې 07 Apr 2014
لیکوال: ډاکټر عطا محمد

افغان همجنس پال نعمت سادات چې د امریکا په متحده ایالاتو کې
اوسېږی، اعلام کړې ده چې د افغانستان ټول همجنس پالان د ډاکټر
اشرف غني احمدزي ملاتړي دي. لومړنی افغان همجنس پال
څلوردېرش کلن نعمت سادات وايي چې په هېوادکې ټولو همجنس
پالانو له ده سره اړيکه نیولې او په خبره يې په خپل هوډ کې سره
هم غږي دي.

د ده په خبره په افغانستان کې يې د کلونو په اوږدو کې له دوه سوه
نارینه و سره اړيکې درلودې، نوموړی وروسته له هغه چې د امریکا
متحده ایالاتو ته ولاړ، اعلان وکړ چې په افغانستان کې ډېر پټ
همجنس پالان شته چې یواځې په افغان ـ امریکن پوهنتون کې پنځه
همجنس پالان دنده لري. نعمت سادات دعوه کړې چې د دوی شمېر
مخ په زیاتېدو دی او د یوکېدو هڅې کوي. نوموړي پخپله خپره کړې
ويډیوکې ویلي دي، چې د ټولو همنجس پالانو هيلې د اشرف غني
احمدزي په کامیابۍ پورې تړلې دي. د نوموړي په خبره که چېرته په
ټاکنوکې اشرف غني احمدزی کامیاب شي، نو ټول همجنس پالان، بې
دینه او دنورو دینونو پیروان به د خپل موجودیت اعلان وکړي.
نوموړې دعوه کړې چې د اشرف غني احمدزي په بریا به افغان
همجنس پالان د موجودیت اعلان وکړي او خپله پټ اوسېدل به
ښکاره کړي.

سادات په ويډیو کې وايي: ( موږټول په ټاکنو کې د اشرف غني
احمدزي ملاتړ کوو، او فکر کوم چې ښاغلی احمدزی به په افغانستان
کې د همجنس پالانو له حقه دفاع وکړي.) نوموړي ټینګار کړی، چې
دوی ټول په دې هوډ کې سره همغږي دي، د ده په خبره افغان
ښځینه همجنس پالانو هم ورسره اړیکه نيولي او ټول یوځای د اشرف
غني ملاتړي دي. سادات وړاندې وايي چې وروـ ورو هغه وخت
رارسېدلی چې افغان همجنس پالان هم لکه د نورو هېوادو هغوی
غوندې خپل حق ترلاسه کړي او په مخ کې ټول پراته خنډونه له
منځه يوسي. همجنس پالنه په افغانستان کې یو جرم ګڼل کېږي او که
چېرته افشا شي نو په قانون کې ورته درنه سزا ټاکل شوې ده، په
ځینو ولایاتو کې چې همجنس د جنسي اړيکو په وخت نیول شوي دي،
سنګسارشوي هم دي.

ژباړن: ډاکټر عطا محمد رحيمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more