د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ماشومان: موږ مه وژنئ، ساتنه مو وکړئ.

میرویس
25.03.2014

السلام علیکم
پدې لاندې رپوټ کې چې خبریال خپور کړیدئ، افغان ماشومان خپل حال پخپله بیانوي:
====
ماشومان:موږ مه وژنى په جګړه کې زموږ ساتنه وکړى
۴ حمل - وری ۱۳۹۳, ۴:۲۰

نن د غور ولایت لسګونو ماشومانو د یوي اعتراضیه غونډي په ترڅ کي له وسله والو طالبانو او په اوسني جګړه کي له ښکیلو اړخونو وغوښتل چي نور دي دوى نه وژني او د سولي لار دي غوره کړي.
یاد ماشومان چي د شهید سوي خبریال سردار احمد او د هغه د وژل سوو ماشومانو انځورونه يي لیږدول له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چي د عامو کسانو او په تیره بیا د ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي او هغه چا ته دي سخته سزا ورکړي چي بیګناه ماشومان وژني.
((زموږ ژوند ته دي پام وسي د تېرو څو کلونو پر مهال زموږ ماشومان په چاودنو، جګړو، ځانمرګي بريدونو او نورو کې وژل کيږي موږ غواړو چې حکومت او نوري ښکيلي ډلي په دي اړخ کې زيات پام وکړي.))
په همدي حال کې دغور ولایت یو شمیر خبریالانو هم په کابل سرینا هوټل کي د وروستي برید له امله غبرګون وښود او له اړونده ارګانونو څخه يي وغوښتل چې د خبریالانو ژوند دي خوندي کړي او د پيښي عاملین دي ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
یاد خبریالان همدا راز د شهید سوي افغان خبریال سردار احمد وژنه په کلکو ټکو غندي او دا د خبریالانو سره د وسله والو له لوري ترسره سوى لوی جنایت ګڼي.
((هغه بريد چې له مخي يې د افغان خبريال سردار احمد، د هغه د ميرمني، دوه ماشومانو وژنه را منځته سوه په کلکه غندو دا ډول پېښي د بيان ازادي اخلي او په دي ډول پېښو کې د خبريالانو او ملکي کسانو په نښه کول د جګړي د اروونو او اصولو خلاف عمل دى.))
د یادوني وړ ده چې د کال پر لومړی شپه افغان خبریال سردار احمد د خپلو دوو ماشومانو او میرمني سره په کابل سرینا هوټل کې د ډلیزو ځانمرګو بریدګرو له لوري ووژل سوو چي یاد کار په کور دننه او بهر کې د یو زیات شمیر افغانانو غبرګونونه هم راوپارول.
ددي وژني په غبرګون کې افغان خبريالانو پريکړه وکړه چې تر دوو اونيو پوري به د وسله والو طالبانو خبرونه او ادعاوي نه خپروي او که چېري دا ډول پېښي نوري هم تکرار سي بيا به هم ورته غبرګون وکړي.
د خبريالانو وروستي پريکون د وسله والو طالبانو غبرګون هم را وپاروه او همدا ډول وسله والو طالبانو هم د افغان خبريال سردار احمد په وژنه خواشيني څرګنده کړي وه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more