د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

آسلام: په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون حق

میرویس
20.03.2014

ګرانو خویندو او وروڼو، اسلام علیکم
که طالبان د ښځو سره خپله عنعنوي دښمني پریږدي، او د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د ښځو حقوق ومني، له یوې خوا به یې دا لله جل جلاله د احکامو پیروي کړې وي، او له بلې خوا به يې د خپل ځاڼ، ښځو او افغان ولس سره جفا نه وي کړي. دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
=====
ديني عالمان:اسلام ښځو ته په ټاکنو کي د رايو بشپړ حق ورکړى
۲۹ حوت - کب ۱۳۹۲, ۳:۰۳

د چهارشنبې په ورځ په هلمند کي د فرهنګ او مدني ټولني بنسټ له لوري د اسلام له نظره په ټاکنو کي د ښځو د ګډون په اړه يو کنفرانس پرانيستي ، چي يوسل او شل تنه علما کرامو پکښې ګډون کړى و.
په دې غونډه کي د مجربو او تکړه ښوونکو له خوا د اسلامي شريعت له مخي او دغه راز په نوري نړي کي د ښځو درايو ورکولو په اړه ليکل سوي مطالب ولوستل سوه.
ښوونکي وايي ، په ټولنه کي ښځي او نارينه کولاى سي ، د هيواد او ټولني په سياسي او پرمختيايي چارو کي ګډ خدمت وکړي، ځکه ددوى په وينا په دې توګه هغوى کولاي سي ، چي د يوه هيواد راتلونکي روښانه او د ګڼو پرمختګونو شاهد واوسي.
دغه راز په هلمند کي د فرهنګ او مدني ټولني د بنسټ مشر فريد احمد فرهنګ د خپل دفتر په اړه مالومات وړاندي کړه، او وې ويل دوى هڅه کوي ،چي خلکو ته د ديني عالمانو په وسيله پوهاوى ورکړي ترڅو په ټاکنو کي د ښځو د ګډون په اړه ټولني ته د اسلام له نظره پوهاوي ورکړي.
دغه راز د ولايت مقام د دفتر رئيس نقيب الله سکندري هم وويل ، په ټاکنو کي د ښځونه ګډون انتخابات نېمګړي پرېږدي ، ځکه نو هره کورنۍ بايد مېرمنو ته اجازه ورکړي ، چي پخپله خوښ راتلونکي ولسمشر او د ولايتي شورا استازي وټاکي.
د غه راز د اطلاعاتو اوکلتور رئيس عليشا مظلوميار او د مدني ټولني مشر سردارد محمد همدرد هم د اسلام له نظره د ښځو د ټاکنو پرارزښت خبري وکړې. دوي وويل ناسم دود اورواج ددې ولايت په ليري پرتو سيمو کي له ښځو په ټاکنو کي دګډون حق اخيستي دي.
دوى وايي اسلام ښځو ته اجازه ورکړي ، چي د خپلي رايي په کارولو سره خپل ولسمشر وټاکي.
د غونډي په ورستيو کي ديني عالمانو له خوا يو پريکړه ليک صادر سو، چي پکښې راغلي وه، د اسلام مبارک دين له نظره نارينه او ښځينه کولاي سي ، چي په ټاکنو کي ګډون وکړي.
د وي پرټولو ديني عالمانو ږغ وکړ، چي په دې برخه کي خپل ملي اواسلامي مسئوليت ترسره کړي.
رحیم ایوبي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more