د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دحکمتیارحزب جهاد کوي که طالبان، که دواړه، او که یو هم نه؟

میرویس
06.03.2014

کرانو ورونو، السلام علیکم
دا چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خپلو پیروانو ته امر کړیدئ چې په انتخاباتو کې مکمله برخه واخلي، د حکمتیار دا امرد اسلامي ارشاداتو د رعایت کول او د افغان دردیدلي ولس د صلحې او اوامنیت د خوبونو د ریښتیا کولو په لور یو عظیم ګام دئ

خو سوال دادئ چې طالبانو او د حکمتیار حزب د افغان حکومت پر خلاف څو کاله تش په نامه جهاد پرمخ وړئ او وړي یې. حتی يه ښځو یې ځان مرګي بریدونه کړیدي او د اسلامي ارشاداتو په مقابل کې یې قد علم کړیدئ. اوس دا څنګه کیدای شي چې حزب اسلامي په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د طالبانو قیادت خپلو بړیڅو ته امر وکړي چې هرڅوک چې رایې واچوي ویې وژنئ.

آیا طالبان جهاد کوی، که حزب اسلامي، او که دواړه، اوکه یو هم نه؟

اصلي خبره داده چې نن سبا افغان ولس ویښ شويدئ، په پټو سترګو، د چا دوکه نه خوي. ولس پوهږی چې کومه سمه لاره ده او کومه کږه. منافق څوک دي او صادق ځوک.
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more