د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زه یعنی څه؟

وزیري
05.03.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

یو سوال لرم، هیله ده چی محترم مولوي صاحبان پري رڼا واچوي.
عموما مونږه د ځان لپاره داسی یو کلیمات استفاده کوو چی: زه. د زه نه مطلب څه شی ده؟ که روح ترینه مطلب وي نو آیا مونږه له دي خپل کیفیت یا ځان نه ولي ناخبره یو؟ سره له دي چی داسی ویل کیږي چی انسان اول ځان پیژني بیا خدای. که جسد ترینه مطلب وي نو د الست بربکم کی بیا مونږه قالو بلی ویلي او که هغه بل څوک وه ځکه په هغه وخت کی خو زه پیدا نه وم. که روح او جسد ترینه مطلب وي نو کله چی بیا روح له جسد نه ووځي نو بیا د زه کلیمه له منځه ځي او که پاتي کیږي؟

آیا دلته یو دریم شی موجود نده چی ځانته زه وایی او روح او جسد خپله یو برخه ګڼی؟ لکه یو سړی وایی: زما روح به ان شاء الله جنت ته ځي یا زما جسد په افغانستان کی خښ کړي. په دي ځای کی یو دریم نفر غږیږي او روح او جسد خپل اجزاء بولي نه خودِ ځان.

څه فکر کوی؟

والسلام


اکرم
05.03.2014

محترم وزیری صاحب ، وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته!

الله مو روغ رمټ په ځان جوړ او به تن پټ او سرلوړی لره.

زه به ددې سختو پوښتنو دهغو برخو ځواب درته وړاندی کړم په کومو کې چې زما عقل یو څناڅه کار کوي.
وبعد:
اسعد ک الله تعالی فی الدارین . انا: ضمير متكلم ،يستخدمه المتحدث للدلالة على النفس .

زه = ضمیر متکلم

رابشو ستاسو سختو پوښتنو ته ( که پرې سم پوه شوی یم) زه څه شي یم ؟ او له څه مرکب یم؟
داسې نه شو ویلای چې زه څه شی دی!(ټوکه)
دمصر یو ستر معاصر عالم چې څو کاله مخکې وفات شو الله دې ورته دټولو مسلمانانو سره جنتونه نصیب کړي محمد متولى الشعراوى نوميده. دمرحوم شعراوی نه یو چا پوښتنه وکړه :چې محترمه د روح په اړه ځینې علما داسې وایي، او ځیني هسي وايي............. ، مخکې له دې چې سوال کونکی جمله تکمیله کړي شعراوي ورته وویل چې ټول دروغ وايي،ځکه دروح په اړه علم الله جل جلاله هیچاته هم ندی ورکړی.
په دې توګه به ستاسو دسوال له دې برخې څخه تیر شم .

داسې به ووایم چې زه مکون یا جوړ شوی له درې برخو څخه یم ، جسم ، روح ، اونفس.
جسم د انسان مادی برخه شوه ، روح یې معنوي برخه، نفس یې ددواړو یعنی جسم اوروح دتړاو نتیجه ، په دې معنی چې نفس دروح او جسم څخه پرته معنی نلري . یعني په یوه جمله کې دحرف حیثت لري .

داوس دپاره همدمره نور به روسته پرې خبرې وکړو

په ډیر درنښت


م . ق
05.03.2014

ټولو محترمو عالمانو فاضلانو ورونو السلام علیکم ورحمة الله،

که هرڅو د ټول افغان فورم څخه ټول اجنټان جوړ شوی خو د اسلامي خوني بعضې موضوعات دومره جالب وي چې سړی ځان ته راکاږي او نه پریږدي چې همداسې ترینه تېر شي په تېره بیا د دوو سترو عالمانو هریو حلیمي صیب او وزیري صیب مطرح شوي موضوعات!
ما غوښتل چې ووایم دغه دریم شی نفس دی خو ښاغلي اکرم صیب ته دې الله اجر ورکړي چې پدې هکله یې پوره رڼا اچولې ده.
(ونفس وما سواها، فالهمها فجورها وتقواها، قد افلح من زکها وقد خاب من دساها.)
(بل الانسان علی نفسه بصیرة ولو القی معاذیرة)
ماته د روح پورې اړونده یوه مسئله رایاده شوه هغه دا چې عیسویان مسلمانانو سره په استدلال کې چې عیسی علیه السلام نعوذ بالله د الله زوي دی د قرآن دغه خبره یادوي چې الله عیسی علیه السلام ته( کلمة الله وروح منه القاها الی مریم) وئیلي دي، نو پدې عیسویان استدلال کوي چې عیسی علیه السلام د الله روحي زوي دی نعوذ باالله، نو سوال دا پیدا کیږي چې روحونه خو ټول د الله رب العالمین لخوا دي نو بیا یې عیسی علیه السلام څخه مختص کړی چې روح منه! ؟
د عیسی علیه السلام د روح او نورو روحونو ترمینځ څه فرق دی ؟او بل دا چې د کلمة الله نه څه مراد دی؟ جبرائیل علیه السلام ته هم روح القدس وئیل کیږي، نو هغه بیا کوم ډول روح دی؟ ملایکو ته خو اجسام ثابت دي بیا نو ولې جبرائیل علیه السلام ته روح القدس وئیل کیږي او کنه ددې څخه بل څه مراد دی؟
هیله ده پدې اړه خپلې عالمانه رڼاګانې واچوئ ترڅو د علم څخه مو فیضیاب او سیراب شو.

په ډېر درنښت
مبارزـ ق


وزیري
06.03.2014

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته:

مبارز صاحب د (و روح منه) په باره کی تفسیر کبیر لیکي چی عادت د خلکو دا ده چی هرکله څوک یو شی پاک او نظیف بیانول غواړي نو د روح لغت ورته استعمالوي او وایی داسی پاک ده لکه روح. نو لکه څنګه چی عیسی علیه السلام د پلار له نطفي نه ده پیدا شوي نو دی پاک ستایل شویده. (منه) د تشریف او تفضیل لپاره ده لکه ویل کیږی چی: هذا نعمة من الله. نعمتونه خو ټول د الله له طرفه خو ددي کلیمي په ویلو سره د نعمت فضیلت بیانیږي.

(و کلمته القاها الی مریم) دلته له کلیمي نه مراد (کن فکان) ده. یعنی عیسی علیه السلام د الله په امر سره پیدا شویده. الله جل جلاله پخپله وایی: إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِندَ ٱللَّهِ كَمَثَلِ ءادَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ. او همدارنګه ویل کیږي چی له «كلِمته» نه مطلب بشارة الله تعالى مريم عليها السلام، ورسالته إليها على لسان جبريل عليه السلام.

تفسیر خازن بیا لیکي:
{ وكلمته } هي قوله تعالى: كن فكان بشراً من غير أب ولا واسطة { ألقاها إلى مريم } يعني أوصلها إلى مريم { وروح منه } يعني أنه كسائر الأرواح التي خلقها الله تعالى وإنما أضافه إلى نفسه على سبيل التشريف والتكريم كما يقال بيت الله وناقة الله. وهذه نعمة الله يعني أنه تفضل بها وقيل الروح هو الذي نفخ فيه جبريل في جيب درع مريم فحملت بإذن الله. وإنما أضافه إلى نفسه بقوله منه لأنه وجد بأمر الله قال بعض المفسرين إن الله تعالى لما خلق أرواح البشر جعلها في صلب آدم عليه السلام، وأمسك عنده روح عيسى عليه السلام فلما أراد الله أن يخلقه أرسل بروحه مع جبريل إلى مريم فنفخ في جيب درعها فحملت بعيسى عليه السلام وقيل إن الروح والريح متقاربان في كلام العرب، فالروح عبارة عن نفخ جبريل عليه السلام وقوله منه يعني إن ذلك النفخ كان بأمره وإذنه وقيل أدخل النكرة في قوله وروح على سبيل التعظيم والمعنى روح وأي روح من الأرواح القدسية العالية المطهرة وقوله منه إضافته تلك الروح إلى نفسه لأجل التشريف والتكريم.

والله اعلم


اکرم
06.03.2014

ويسألونك عن الروح قل الروح من أمر ربي وما أوتيتم من العلم إلا قليلا (سوره الاسرا‌ء۱۸ )

وزیري صاحب، ددغه مبارک آیت تفسیر څنګه دی؟

او که تاسو او یا بل محترم ورور دا را ته توضیح کړي چې (
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ) سوره ص ۷۲

دلته دروح څخه مطلب څه شی دی؟ ایا دا همغه روح دی چې ځیني متصوفین یې دالله جل وعلی شآنه جز ګڼي او که دا روح دالله قدرت او د الله مخلوق دی؟
په ډیر احترام



ع کريم حليمي
06.03.2014

درنو او قدرمنو علماء کرام او درنو لوستونکو ، السلام علیکم
تاسو هر یوه ته ، محترم وزیري صاحب ، مکرم اکرم صاحب ، منلي او ښاغلي مبارز صاحب ، ښې هیلي وړاندي کوم جوړ او خوشحاله اوسۍ

تاسو ټولو ښې پوښتني مطرح کړيدي ، او هم مو ډېر اعلی جوابونه ورته لیکلي دي

زه به کوښښ وکم چه هر پوښتني ته جواب ووایم خپل تر وسه پوري‌
تر تولو نه مخکي به د فاضل وزیري صاحب و یوې پوښتني ته جواب وایم
[quote:aadcd69521]د زه نه مطلب څه شی ده؟ که روح ترینه مطلب وي نو آیا مونږه له دي خپل کیفیت یا ځان نه ولي ناخبره یو؟[/quote:aadcd69521]

بلي له زه نه مطلب : ضمیر متکلم دی ،او بس
خو ښکلې پوښتنه مـــــو دا ده چه : که روح ترینه مطلب وي نو آیا مونږه له دي خپل کیفیت یا ځان نه ولي ناخبره یو؟؟
بلې ! ټول عالم ناسوت له ځانه ناخبره دي ، دا اګاهي د روح کمال دي
ټول ناسوت خلقت په ذات سره شریک دي او د روح ترحاکمیت لاندي وخت پر تېریږي

ټول ناسوت په درجه کښي سره یو دي ، په مقابل کښی روح یا اروحونه جدا جدا او علیحده او اختصاصی استعدادونه لري ، چه جګ ترین روح د انسان په نصب دی ، او د خطانه مبرا روح د ملائکوو په نصب دي همدارنګه ثم پر ثم د نباتاتو ، حیواناتو ، مرغانو او مایانو ...............

او ټول ناسوت یا دا فاني دنیا، له ۱۱۶ (یا یو څه زیات) عنصورونو نه جوړ ده

دغه جواب مي تاسو ته ولیکلي ، اوس نور مخته نه ځم ، ستاسو له نظر له ښکاره کېدو نه وروسته به نور مخته سره ځو ، او دغه :
عالم ناسوت ، عالم ملکوت ، عالم جبروت او عالم لاهوت به په ګده سره وڅېړو

درنښت


اکرم
07.03.2014

درنو اوښاغلو حلیمی صاحب،وزیری صاحب،او مبارز صاحب، السلام علیکم .....
(که هرڅو د ټول افغان فورم څخه ټول اجنټان جوړ شوی ) مبارزصاحب په خوله دې برکت شه ، همداسې ده دلته بس دځانګړو ګټو پروپاګند ښه په درزکې روان دی ، چې سړي ورته حیران شي .
په هرحال هر څوک پوه شه او ډنګ ډنګ دآخرت یې .

بیرته دوزیري صاحب د پوښتنو څخه راټوکیدلي بحث ته:
محترم مشر،حلیمی صاحب په خپل ځواب کې ځینو اصطلاحاتو ته اشاره کړي چې قدامت یې زاړه مصر او یونان ته رسي ، چې دتاریخ په ترڅ کې هر چا ورته خپل تعریفونه غوره کړي، دفارابی او ابن سینا څخه نیولې تر عرفانی او تصوفی علماو پورې، ټول یو تر بله متفاوت تعریفونه ورته لري.
په دې توګه دمحترم حلیمی صاحب دغه جمله،او ټوله لیکنه [quote:be03c0bdc8]بلې ! ټول عالم ناسوت له ځانه ناخبره دي ، دا اګاهي د روح کمال دي
ټول ناسوت خلقت په ذات سره شریک دي او د روح ترحاکمیت لاندي وخت پر تېریږي [/quote:be03c0bdc8]
او کوم مصطلحات چې محترم استاد حلیمی صاحب ورته اشاره کړي پوره توضح ته لغتاً اواصطلاحاً او دشرعې سره یې په دلیل تړاو پوره شرحې ته اړتیا لري .

دا اصطلاحات ځینو داسې معنی کړي:
ناسوت: ( إسم )
النَّاسُوتُ : الطبيعة البشرية ، ويقابله : اللاهوت بمعنى الألوهية
الجبروت : هو موضع تدبير الملك ظاهرا وباطنا وهو عالم العرش

اویا داسې :

عالم الناسوت: عالم الطبع والمادة، أو عالم الطبيعة: العالم الذي نعيش فيه.
عالم الملكوت: العالم الذي تسكنه الملائكة، يختلف عن الملكوت المذكور في القرآن الكريم، المعرف لكل شيء، "ولله ملكوت كل شيء".
عالم الجبروت: العالم الذي تسكنه الروح، والتي هي أعلى من الملائكة، وردت في القرآن الكريم في مواضع عديدة كلها بالمفرد.
عالم اللاهوت: عالم الأسماء الحسنى باعتبار الكثرة لا الوحدة، وهو عالم الأمر مع عالم الجبروت.
الكون الجامع: الحضرة التي تجمع الحضرات الأربع السابقة، فهي حضرة الخلق والأمر معا.

په ډیر درنښت



ع کريم حليمي
09.03.2014

ډیر دروند او محترم ، السلام علیکم
[quote:59d79a92e6]دشرعې سره یې په دلیل تړاو پوره شرحې ته اړتیا لري[/quote:59d79a92e6]

بلې ! زه ئې درسره منم چه شرحي ته به اړتیا لري ، خو زه نه پوهېږم چه څنګه شرحه تاسو ته ولیکم ، زما له نظره ، زه فکر کوم چه دېري بدېهي جملې مي لیکلي ،‌ که تاسو زما په لیکنه کښي خلا وینئ ، راته په ګوته ئې کړئ ، ان شاء الله چه پخلئ به يې وکړم .

ما هڅه وکړه چه داسي تعریف او جملې ولیکم چه د محترم مبارز صاحب ، سوالونو ته هم جواب وویل سي چه داسي مي لیکلی وه : ټول ناسوت په درجه کښي سره یو دي ، په مقابل کښی روح یا اروحونه جدا جدا او علیحده او اختصاصی استعدادونه سته ، چه جګ ترین روح د انسان په نصب دی ، او د خطانه مبرا روح د ملائکوو په نصب دي همدارنګه ثم پر ثم د نباتاتو ، حیواناتو ، مرغانو او مایانو ...............

د عیسی ع د روح امر او فرمان پر بعضو اروحونو چلېدلي ، او پر اوبو ئې امر او فرمان جاري ؤ ، لکه زما د روح چه امر او فرمان چلیږي زما پر جسم ، چه دا خپل لاس داسي پورته کښته کوم لکه ّهڅ وزن چه نه لري ، حال داچه زما لاس ډېر دروند دی ، او د سلیمان ع د روح فرمان او قدرت تاسو وسنجوئ

او شرعي دلیل مي دا دی چه : رب العزت فرمائي چه : يرفع الله الذين آمنوا منكم والذين أوتوا العلم درجات

یعني هر هغه ناسوت چه دمحاسبې کولو عقل لري ، هغه ته موږ په یوه درجه او ارزښت قائل یو ، ښه مثال ئې حوت دی ، چه بحري ماهئ دی ، فکري او عقلي محاسبه لري او په مقابل کي بیا ډبري او وچ لرګي عقل لري او روح نه لري !!نو محاسبه نسي کولای ، پس په دوی کښي درجه نسته

خدای دي وکي چه دغه شرعي دلیل د قناعت وړ ګرځېدلی وي ، خو په پوښتنه کولو مو ، خوشحاله کیږم ،ستاسو پوښتنه ما ته الـــــــهام راوړي

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more