د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پاکستاني طالبانو د ښځو پرخلاف د عملیاتو اعلان کړیدئ

میرویس
27.02.2014

السلام علیکم
ګرانو پښتنو وروڼو، وایي [پک مې لیدلئ، نه ماغزه وتلي].
داسې څه به واورو چې قوت به مو دسرنه ووزي او نه به پوهیږو چې په کومو الفاظو یې بیان کړو.
نن د پاکستان طالبانو داسې یوه ناپړیته ویشتلې ده چې هم اسلام ته سپکاوئ دئ او هم پښتون قام ته. طالبان له یوې خوا وایي چې د اسلام ددښمنانو په مقابل کې جهاد کوي، او له بلې خوا تر بل هرچا نه پخپله دوی داسلام ددین سپکاوئ کوي.

طالبانو دهغو ښځو په ضد عملیات اعلان کړیدي، چې داسلام دپیغمبر دمیرمنې په لاره روانې دي. د اسلام د پیغمبرمیرمنې تجارت کاوه او د کورنه بهروتله او حلاله روزي يې ګټله. اسلام چیرې هم ندي ویلي چې ښځه حق نلري چې د کور د انګړ نه د باندې ووزي او یادې بازار ته په سودا پسې نه ځي.

دپښتنو میرمنې د کورنه بهر کار کوي، په کرکیله کې برخه اخلي، څاروي څروی او د کوچیانو ښځې خو بیخي ازادي ګرزي.

دپاکستان طالبانودبلوچستان د صوبې په لورلايي ضلع کې د پوسترونو له لارې اعلان کړیدئ چې[هیڅ یوه ښځه بازارته دراوتلو او دوکانونو ته د تګ حق نلري او که چیرته کومه ښځه ولیدل شي طالبان به یې په نښه کړي].

طالبانو دا اعلان پداسې حال کې کړیدئ چې تیره هفته دلورلایي په ښارګوټي کې درۍ ښخې په ډیره بې رحمۍ ووژل شوې.
په لورلایي کې د نجونو یو کالج او یو شمیر ښونځي هم شته دي.

طالبان نن سبا داسلام او پښتون قام سره دښمني پالي. سالم عقل دا نشي منلئ چې مسلمان پښتانه دې ددغسې اعمالو سرته روسولو ته بډې ووهي. داسې ښکاري، هرچا چې دغه اعلان کړیدئ، نه یوازې دا چې دپښتنو او مسلمانانو سره تړاو نلري، بلکه د پښتنو، اسلام او د طالبانو دښمنان دي.
په درناوي.
http://www.khabarial.info/


Re: پاکستاني طالبانو د ښځو پرخلاف د عملیاتو اعلان کړیدئ

pattang
02.03.2014

دا څه چې لاندې لونۍ يو تجارتي سياسي اعلان دی او sponsor
یې cia دی !

[quote:98b14e14a2="میرویس"]السلام علیکم
ګرانو پښتنو وروڼو، وایي [پک مې لیدلئ، نه ماغزه وتلي].
داسې څه به واورو چې قوت به مو دسرنه ووزي او نه به پوهیږو چې په کومو الفاظو یې بیان کړو.
نن د پاکستان طالبانو داسې یوه ناپړیته ویشتلې ده چې هم اسلام ته سپکاوئ دئ او هم پښتون قام ته. طالبان له یوې خوا وایي چې د اسلام ددښمنانو په مقابل کې جهاد کوي، او له بلې خوا تر بل هرچا نه پخپله دوی داسلام ددین سپکاوئ کوي.

طالبانو دهغو ښځو په ضد عملیات اعلان کړیدي، چې داسلام دپیغمبر دمیرمنې په لاره روانې دي. د اسلام د پیغمبرمیرمنې تجارت کاوه او د کورنه بهروتله او حلاله روزي يې ګټله. اسلام چیرې هم ندي ویلي چې ښځه حق نلري چې د کور د انګړ نه د باندې ووزي او یادې بازار ته په سودا پسې نه ځي.

دپښتنو میرمنې د کورنه بهر کار کوي، په کرکیله کې برخه اخلي، څاروي څروی او د کوچیانو ښځې خو بیخي ازادي ګرزي.

دپاکستان طالبانودبلوچستان د صوبې په لورلايي ضلع کې د پوسترونو له لارې اعلان کړیدئ چې[هیڅ یوه ښځه بازارته دراوتلو او دوکانونو ته د تګ حق نلري او که چیرته کومه ښځه ولیدل شي طالبان به یې په نښه کړي].

طالبانو دا اعلان پداسې حال کې کړیدئ چې تیره هفته دلورلایي په ښارګوټي کې درۍ ښخې په ډیره بې رحمۍ ووژل شوې.
په لورلایي کې د نجونو یو کالج او یو شمیر ښونځي هم شته دي.

طالبان نن سبا داسلام او پښتون قام سره دښمني پالي. سالم عقل دا نشي منلئ چې مسلمان پښتانه دې ددغسې اعمالو سرته روسولو ته بډې ووهي. داسې ښکاري، هرچا چې دغه اعلان کړیدئ، نه یوازې دا چې دپښتنو او مسلمانانو سره تړاو نلري، بلکه د پښتنو، اسلام او د طالبانو دښمنان دي.
په درناوي.
http://www.khabarial.info/[/quote:98b14e14a2]


میرویس
14.03.2014

پتنګه، السلام علیکم
ته چې د طالبانو د ناروا اعمالو دفاع نشې کولئ، نوچټیات دې دربند کړه. ته پخپل ایمان او وجدان کې، هغه هم که یو څه درپاتې وي، ښه پوهیږي چې طالبان نه د دين خلک دي او نه هم ددین په لاره روان دي.

طالبان د خپلو دیوبندي رهبرانو خبره نه مني، د الهي د ارشاداتو پیروي نه کوي او دوی هيڅ ډول انساني معیارونه نه پیژني. دوی د متداولو علومو، تمدن، ښځې، عدل، انصاف، تعقل، منطق، دلیل او برهان او صلحې د ژوند دښمنان دي.
ټه هم ځان اصلاح کړه، چندي مسلمان شه.


pattang
20.03.2014

فرضاکه داسې هم وي لکه چې ته وایې نو ته يووارې دخپل کور
غم وخوره چې غيرې محرم پکښې بنډار کوي تاته روزي درکوي
او مقدسات دې خرابوي نو اوس که نر یې ځواب يې راکه ؟

[quote:a6b230d921="میرویس"]پتنګه، السلام علیکم
ته چې د طالبانو د ناروا اعمالو دفاع نشې کولئ، نوچټیات دې دربند کړه. ته پخپل ایمان او وجدان کې، هغه هم که یو څه درپاتې وي، ښه پوهیږي چې طالبان نه د دين خلک دي او نه هم ددین په لاره روان دي.

طالبان د خپلو دیوبندي رهبرانو خبره نه مني، د الهي د ارشاداتو پیروي نه کوي او دوی هيڅ ډول انساني معیارونه نه پیژني. دوی د متداولو علومو، تمدن، ښځې، عدل، انصاف، تعقل، منطق، دلیل او برهان او صلحې د ژوند دښمنان دي.
ټه هم ځان اصلاح کړه، چندي مسلمان شه.[/quote:a6b230d921]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more