د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لومړي ښځینه افغان پولیسه د آمري په توګه!

Hashmat Kahn
25.02.2014

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره سمونواله جمیله بیاض ، یوه ښځینه پولیسه چې پنځه ماشومان هم لري د ښار یوې حوزې ته د آمرې په توګه ګمارل شوې ده. بی له شکه چې د جمیله ټاکل په داسي یو مهم ځاي کې د پرمختګ نښې نښانې ښیې. دا د داسي یوي حوزې آمره ګمارل شوي چې هلته ارګ ، بعضی وزارتخانې ، مرکزي بانک او د سرای شهزاده امنیت ساتل د نوموړي حوزي مسولیت دي.
دجمیله ټاکل په یو ډیر مهم وخت کې چې ولسمشریزي ټاکنې د وړي په میاشت کې او ناتو ځواکونه په آخر د ۲۰۱۴ کال کې جنګې دنده په افغانستان کې سر ته رسوي تر سره کیږي. افغان ملي پوځیان به د جګړي په لومړي کتار کې له طالبانو او نورو جنګیالي ګروپونو سره جنګیږي.
د افغان میرمنو پراخ رُول په ټولنه کې وروسته د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه د پرمختګ نښې نښانې ښیې.
ستاسو په اند د میرمنو ونډه اخیستل په پوځي لیکو کې څومره ارزښتمند دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم


Shahzada
26.02.2014

ښځی هم لکه نارینه حق لری چې تعلیم وکړی او په اسلامی حجاب کې له خپلو ورونو سره یو ځای کار وکړي‌. خدای دی جمیله هم په خپلو کارونو کې کامیابه لری. آمین


pattang
02.03.2014

داخو درسته خبره ده چې ته یې ليکې زه یې هم پلوي کوم خوستاسو
هدف د ښځو له تعليم ځخه فاسد غربي اعمال او اخلاق دي او مونږ
يوه مسلمانه عنعنتي پښتنه افغانه ښځه غواړو چې په خپل دين او کلچر
کلکه ولاړه وي !

ړ[quote:0f7065db9b="Shahzada"]ښځی هم لکه نارینه حق لری چې تعلیم وکړی او په اسلامی حجاب کې له خپلو ورونو سره یو ځای کار وکړي‌. خدای دی جمیله هم په خپلو کارونو کې کامیابه لری. آمین[/quote:0f7065db9b]


پتوال
03.03.2014

[quote:a7c6ac2695="Shahzada"]ښځی هم لکه نارینه حق لری چې تعلیم وکړی او په اسلامی حجاب کې له خپلو ورونو سره یو ځای کار وکړي‌. خدای دی جمیله هم په خپلو کارونو کې کامیابه لری. آمین[/quote:a7c6ac2695]
ایا جمیله(؟) هم د خپلو ورونو (؟) سره په حجاب (؟؟) کې کار(؟؟؟) کوي؟؟؟؟
په دې کې نو کوم ټکی تر پوښتنې لاندې نه راځي؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more