د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د کوټې شوری څوک چلوي؟

اتل
25.02.2014

ډیرو قدر منو لوستونکو، السلام علیکم
په فورمونو کې زموږ ډیر دوستان د کالیو سره د سړي په سترګو ور ننوزي، او غواړي چې لمر په دوو ګوټو پټ کړي. دوی وایي چې د کوټې شوری اډو وجود نلري، او دا ټول هسې پروپاګند دي. دغه دوستان نه یوازې دا چې د طالبانو د عیبونو د پټولو دپاره دروغ وایي او ځان ګنهکار ګوي، بلکه په ولس کې ځان شر موي هم.

دغه دوستان چې دغسې پوچې ادعاوې کوي، دا لاندې رپوټ دې چې تاند خپور کړیدئ ولوني چې نور هم په خپل وجدان کې خجل شي:
=====
د کوټې شورا څوک چلوي؟
• Tuesday, 25 February 2014 2:44
• لیکنه: تاند
• اصلي لینک
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- جېمز ټاون (The Jamestown) خپرونې د افغان طالبانو د مشرتابه یا د کوټې شورا په اړه په یوه مفصله څېړنیزه لیکنه کې په دې شورا کې واکمن کسان په ګوته کړي او ویلي یې دي چې طالبان خپله شورا، چې په کوټه کې ده، «د رهبري شورا» بولي.
دا شورا له پاکستانه په افغانستان کې جګړه تنظیموي او له همدې ځایه یې قومانده پر مخ بیايي.
خپرونه وايي چې د کوټې شورا اکثره غړي دیوبندي ملایان دي. د طالبانو د لویو مشرانو لکه په ۲۰۰۶ کې د ملا اختر محمد عثماني، په ۲۰۰۷ کې د ملا داد الله وژل کېدا او په ۲۰۱۰ کې د ملا عبدالغني عثماني نېول کېدا د دې ډلې نسبتاً وړو کسانو ته د مشري لار اواره کړه.
جېمز ټاون خپرونه لیکي: طالبان چې د سختو اسلامي قوانینو د نافذولو هڅه کوي، اوس یې د رهبري شورا مشري ملا اختر محمد منصور کوي. نوموړی د طالبانو په رژيم کې د هوایي چلند وزیر و.
جېمز ټاون خپرونه په خپله شننه کې وايي، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د کوټې شورا د غړیو په شمول هیچا هم ملا محمد عمر نه دی لیدلی خو ملا ګل اغا اخوند، چې د کوټې شورا غړی دی او له ملا عمر سره یې له پخوا پېژندل، یوازینی کس دی چې وايي له ملا عمر سره تماس لري.
که څه هم پخوا ویل شوي و چې ملا منصور ډېر سخت دریځی دی خو جېمز ټاون خپرونه د طالبانو د مشرتابه شورا په اړه په خپله شننه کې وايي چې نوموړی یو مصلحتي مشر دی او په درانیو طالبانو کې زیات ملاتړي لري.
خپرونه باور لري چې طالبان په لوی کندهار کې، چې د کندهار، هلمند، زابل، فراه ، اروزګان او نیمروز ولایتونه په کې شامل دي، زیات ملاتړي لري.
تر ملا اختر محمد منصور مخکې په ۲۰۱۲ م کال کې عبدالقیوم ذاکر د کوټې شورا مشر و چې د ډېرو په نظر نرم دریځی و. دا دوه مشران په خپلو کې سیالي هم لري خو حاضردمه یې پر خپلو سیالیو خوله پټه کړې ده.
د جېمز ټاون خپرونې له لیکنې سره سم، عبدالقیوم ذاکر په ګوانتنامو زندان کې بند تیرکړی او د لوی کندهار د پوځي عملیاتو قوماندان دی.
ملا محمد حسن رحماني او عبدالروف خادم د کوټې شورا دوه نور مهم غړي دي. دغه راز ملا عبدالرزاق او مولوي قدرت الله جمال هم د کوټې شورا غړيتوب لري.
د جېمز ټاون خپرونې له شننې سره سم ملا امیرخان متقي چې د طالبانو په رژيم کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و، دا مهال د طالبانو د مطبوعاتو او تبلیغاتو چارې پرمخ وړي.
متقي د وزارت په مهال د طالبانو په منځ کې تر ټولو نرم دریځی او د مولوی متوکل په شان معقل وزیر ګڼل کېده.
خپرونه زیاتوي، جلال الدین حقاني هم د کوټې شورا غړی دی، خو هیڅکله یي په خپله د شورا په غونډو کې ګډون کړی مګر د ده زوی نصرالدین حقاني او یوه نژدې دوست یې مولوي احمد جان به د شورا په غونډو کې برخه اخیسته.
نصرالدین حقاني په اسلام اباد کې د نامعلومو وسله والو له لوري او مولوي احمد جان په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شول.
جیمزټاون خپرونه وړاندی لیکي:
له ۲۰۱۰م کال راهیسي عبدالقیوم ذاکر او ملا اختر محمد منصور له امریکا او اروپایي اتحادیې سره د طالبانو د تماسونو چارې څاري. د دغو تماسونو په پایله کې په قطر کې طالبانو ته د څو ورځو لپاره دفتر پرانیستل شو.
د خپرونې په باور، د کوټې شورا دغه راز د ولسمشر حامد کرزي له خوا د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي موافقې د نه لاسلیک کولو ملاتړ کړی دی.
د کوټې شورا له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه څه نه وایي. اسلام اباد د افغانستان د حکومت او امریکا له غوښتنو سره سره، نه غواړي چې د کوټې شورا بنده کړي او له طالب مشرانو په پاکستان کې د ازاد تګ راتګ اجازه واخلي.
خپرونه پاکستان ته خبرداری ورکوي چې که فکر کوي چې طالبان به د دوی لپاره نباتي جګړې ته دوام ورکوي نو باید خبر اوسي چې که چېرې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، نو ممکن د اسلام آباد لپاره به په نورو هیوادونو کې د نیابتي جنګیالیو په توګه کار ونکړي او دا به هم ممکنه نه وي چې دا ډله دې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه وپیژنې


watan jan
26.02.2014

که هرڅوک یي چلوي په تاسو یې ځمکه سره تبۍ ګرزولې
او د تیښتې لار یې درڅخه ورکه کړې ده، او دا ډیره مهمه ده


اتل
26.02.2014

وطن جانه، السلام علیکم
ورورګله، اول خو ستاسې تبصره هسې د اوبو د سر ځګ دئ. تاسې په اصلي ټکې څه ندي ویلي، بلکه د غرونو سرونه مو سره ګنډلي دي.
خو دا ټکئ مو تائید کړئ چې طالبان په کوټه کې شوری لري. او د خارج نه په افغانستان حملې کوي، په خارج کې روزل کیږي، تمویلیږي او زموږ په ملک کې دننه لړایي کوي او د خارجیانو په لاس کې دي.
الله دې نور هم حق بین کړه.


watan jan
26.02.2014

تاسو وایاست چې طالبان له خارج نه په افغانستان کې په یرغلګرو ځواکونو بریدونه کوي.
اول خو دا ډیره بې منطقه خبره ده خو که داسې څوک پیدا شي چې له داخل څخه په متجاوزو ځواکونو بریدونه وکړي، بیا څه په کې وایې؟ بیا یې منې؟


اتل
05.03.2014

وطن جانه السلام علیکم
ددې خبرې چې طالبان د خارج نه په افغانستان کې حملې کوي، بې منطقي په څشي کې ده؟
هو، که څوک په داخل کې پراته وي او سوچه افغان وي په داخل کې په خارجیانو حملې وکړي، زه به ووایم چې داافغانان دي د کوردننه حملې کوي. البته د هغوی د حملو انګیزه او د خارج نه د هغوی حمایه هم مطرح کیږي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more