د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ولې له اشرف غني سره مخالفت كېږي؟ عصمت قانع

pattang
24.02.2014

قانع خو لوی چکچور دی خو داليکنه یې زما پر زړه کړې‌ده !

[img:3618aaf189]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2013/11/1336.jpg[/img:3618aaf189]

ولې له اشرف غني سره مخالفت كېږي؟ عصمت قانع

په پښتو كې يو متل دى چې وايي اين كوې كه بين كوې دا پټى به شين
كوې

د افغانستان په سياسي صحنه كې د نيابتي ډيموكراسۍ يوه بله ننداره د سټيج پر سر تمثيل ته وړاندې كيږي

ډايريكټر د پردې شاته وي لوبغاړى پر سټيج موجود وي هر لوبغاړى ځانته د درواغجنو وعدو ، غير عملي نقشونه او نه پلي كېدونكو پلانونه سرينده غږوي

د چا سرينده يو څه پر اهنګ او كمپوز برابره وي خو د چا سرينده بيا بيخي د كمپوز او موسقيت له قالب څخه ور اخوا بې اهنګه او بې فرهنګه وي.

اما د ډارمې ډايريكټر يوولس ګلپيانې په پطنوس كې ايښې وي او د افغانستان خلكو ته وايي چې بس په همدې يوولسو ګلپيانو كې به حتما يوه ګلپۍ خورى كه يې ونه خورى نو په زور يې درباندې خورم، بل انتخاب نه لري، بل چانس نه لري، بله لاره نه لري، بله چاره نه لري، خو په پطنوس كې پرتې يوولس ګلپيانې ټولې ښې نه دي، ټولې د خيټې د درد سبب كيږي او يوه يې هم د صحت لپاره مناسبه نه ده، خو يوه يې بايد د مجبوريت له مخې وخوړل شي.

د تير حاكميت د ديارلسو كالو دبې كفايتو لوبو لوبغاړي ټول د يوه ټيم غړي دي ، د ټيم لومړى كس اشرف غني دى چې په تير رژيم كې د ماليې وزير و بيا له نړيوالې ټولنې څخه د اقتدار د ليږد د كميسيون مشر وو، همدا اشرف غني وو چې د رژيم مغز متفكر وو.

دوهم يې د پنجشير عبدالله جان دى چې په تير رژيم كې د بهرنيو چارو وزير وو او هم يې د افغانستان په كابينه كې د پنجشير بس ترانسپورټ ټكټونه ويشل.

دريم رحيم وردګ دى، څلورم يې خان عبدالقيوم خان دى ، په همدې ترتيب ګل اغا شيرزى، ځلمى رسول او ورسره نادر نعيم او د جنرال اسماعيل كاكا زوى محمد داود ملاخيل چې پر ځان يې سلطان زوى تخلص ايښي دى بشمول عبد الرب رسول سياف صاحب ګډون لري.

دا ټول د هغه پطنوس ګلپيانې دي چې په يوه پټي كې كرل شوي، يوه دهقان روزلي دي او د لويې ويالې په اوبو اوبه شوي دي ټول په يوه ډول كيمياوي امبار باندې تقويه شوي او غښتلي شوي دي.

كه سبا ته د عبدالرشيد دوستم او ډاكټر صاحب محمد اشرف حكومت جوړ شي په بل سبا يې په افغانستان كې جګړه اور اخلي او دغه جګړه به هغه تاجك قوماندانان نوره هم پسې تيزه كړي چې همدا اوس د افغانستان پلي اردو ملي اردو زيات واك لري او واك په كې د نظار شورا د بسم الله او قدم شاه دى، كه تاسو نن د احساساتو پر نيلي باندې سپاره شى او هغو نزاكتونو ته پاملرنه ونه كړى چې د افغانستان د سالميت لپاره ډيره ضروري وي، نو يو ځل بيا به د جګړې او بې ثباتۍ په اور كې هرڅه لولپه كړي.

څلورم ملي روغه جوړه:

موږ مجبور يو چې د حكومت مخالف وسله وال د حكومت او ثبات په يوه برخه باندې بدل كړو ، بله لاره نه لرو.

زه هيڅ باور نه لرم چې د دوستم په وجود كې دې له طالبانو سره روغه جوړه ممكنه وي، هغوى يې بيا هم د اشرف غني انتخاباتي ټيم يو ايډيال ټيم ګڼي بايد دې ته پاملرنه وكړي چې هيڅ طالب به د دوستم په وجود كې د روغې جوړې برخه ونه ګرځي.

طالبان اكثره پښتانه دي لكه افغانان چې اكثره پښتانه دي ، پښتون د روغې جوړې لپاره خاص اصول لري، هيڅ پښتون به دې ته حاضر نه شي چې د پنځو زرو تنو وژنكي ته دې د روغې جوړې لاس وركړي ، د دنيا په هيڅ يوه قانون كې دومره ستر جنو سايډ يا نسل وژنه بې پوښتنې نه ده پاتې شوې هغوى چې د انتقالي عدالت پر بنسټ يې تر پرونه پورې د روغې جوړې چيغې وهلې نن نه بايد د موقتي سياسي مفاداتو پر بنسټ دومره ستر قتل له پامه وغورځوي، ځكه چې سوله د عدالت او انصاف پر بنسټ رامينځ ته كيږي، كه دا بنسټ له پاملرنې څخه بې برخې كيږينو سوله هم اصلا د ممكناتو له رديف څخه غورځي.

زموږ اكثره فيسبوكي ملګري ډاكټر صاحب اشرف غني احمدزى چې زه هم ورته بې حده احترام لرم د افغانستان د نجات فرشته بولي هغه د يوه پروګرام كانديد بولي خو هيڅكله يې د هغه پروګرام عملي اړخونه نه دي څيړلي چې محترم ډاكټر صاحب اشرف غني يې وړاندې كوي بې سنده شمارې ، بې عمله وعدې نه پلې كيدونكى نقشې خيالي ترانى شاعرانه خصوصيات دي ، ساسيت د ممكناتو لوبه ده، هغه څه چې ممكن دي پر هغه حساب كيږي.

كمپاينران ښكنځلې كوي، هيله ده له ښكنځلو پر هيز وكړو راځى عملي انسانان شو، زه له دې يوولسو كانديدانو سره هر يو د اختلاف وړ بولم او د هره يوه په وړاندي اختلاف خپل حق بولم او پر خپله اختلافي لاره باندې ولاړ يم.

زما اختلاف شخصي نه دى ، بلكې د هغوى له پروګرامونو سره اختلاف لرم او د هغوى له هغو ذاتي افعالو سره مخالف يم چې د ملي ګټو لپاره مرګ مفاجات دى.

تر ټولو زيات له محترم ډاكتر صاحب محمد اشرف غني سره د هغه د ځينو خصوصياتو په وجه سخت مخالف يم چې د افغان اقتدار په سركې واقع شي.

اول_ ډاكټر صاحب محمد اشرف غني مريض دى او صحت يې د دې اجازه نه وركوي چې هغه په ۲۴ ساعتونو كې ۱۸ ساعته د افغانستان لپاره كار وكړي، صحت په زعامت كې يو مهم خصوصيت دى ، ډاكټر صاحب په خپله وايي چې زما سرطان بشپړ نه دى تداوي شوى او ديوه جراحي عمليې په نتيجه كې مې نيمايي معده له تنه غورځولې ده.

د غنمو له ډوډۍ سره يې كولمې او معده حساسيت لري او اوس د ځغرو ډوډۍ له سلاتې سره خورم چې د غنمو ډوډۍ وخورم په يوه وچه ناره يم او د دردونو تاب مې له وس او توان څخه وزي.

د ډاكټر صاحب د ټيم دوهم كس هم مريض دى ، ډاكټر صاحب د معدې مريض دى او معاون يې د پيالې مريض دى، خو ارګ د افغانستان د زعامت مركزيت دى، نه د ناروغانو د اقامت ماڼۍ.

دوهم_ ډاكټر صاحب بې حوصلې دى او نه شي كولى چې د يوې ترخې خبرې تاب او توان ولري، يوه اونۍ وړاندې په شمشاد ټلويزيون كې مناظره وه لږ څه ګڼه ګوڼه شوه، ډاكټر صاحب يو دم او سمدستي عصباني شو، د شمشاد ټلويزيون د خبر تر شا پروګرام كوربه عمرخيل او نشراتو مشر ځدراڼ صاحب د صحنې شاهدان دي چې ډاكټر صاحپ ناڅاپه چيغه كړه لطفا ما يواې پريږدى لطفا لطفا لطفا، ډاكټر صاحب دومره مشتعل شو چې په خپل پنځوس كلن ژوند كې مې تراوسه پورې دومره بې حوصلګي نه ده ليدلې.

زعامت او قيادت د غرونو هومره ستره حوصله غواړي، د پله غوندي د هر چا تر پلونو او قدمونو لاندې هوار بستر غواړي چې ډاكټر صاحب د حوصلې او زغم لخوا بيخي پاتې دى.

تاريخ راښيي چې كه د هيواد د جوړيدو ستر ارمان شهيد محمد دواود خان د بريژينف په وړاندې نه واى بې حوصلې شوى نو ممكن د ثور فاجعه تراوسه پورې دوام نه واى كړى.

دريم_ د ډاكټر صاحب محمد اشرف غني احمدزي ټكټ د ملي مشاركت د تركيب له مخې نيمګړى دى.

كه زه پوښتنه وكړم چې ايا له پښتنو پرته پر افغانستان باندې حكومت كول ممكن دي، تاسو به راته وواياست چې نه، همدارنګه بې تاجكو هم پر افغانستان باندې حكومت كول ستونزې لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more