د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

اتل
21.02.2014

السلام علیکم
هرڅوک حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه تحصیل وکړي. بره پښتونخوا په خپلو پښتنو سیمو کې ددې حق نه برخورداره ده. کوزه پښتونخوا هم حق لري چې دغه نقیصه یې رفع شي.
دا لاندې رپوټ مشال رادیو خپور کړیدئ:
======
نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.
• چاپ
د حرفواندازه
21.02.2014
د دې ورځې موخه، د مورنۍ ژبو له ارزښته خلک خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي.

د ملګرو ملتونو تعلیم، ساینس او فرهنګ اداره یونیسکو پر خپلې ووبپاڼې وايي، د دې ورځې لمانځلو پس منظر په ۱۹۵۲ز کال کې پر همدې ورځ په اوسني بنګلا دېش کې د ډاکې پوهنتون پر زده کوونکو د پاکستانیو پولیسو حمله ده.

هغو زده کوونکو د دولتي ژبې په توګه د اردو په مخالفت او د بنګالۍ په حق کې مظاهره کوله.

یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال کې ۲۱مه فبروري د مورنۍ ژبو نړیواله ورځ وګرځوله او دا ورځ له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې لمانځل کېږي.

د دې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې غونډې او لاریونونه کېږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more