د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د cia نوې لوبه او د جبر اقرارونه - دملي امنیت رواني جنګ

pattang
04.02.2014

[img:69b2578010]http://nunn.s3.amazonaws.com/officials/lutfullah_mashaal.jpg[/img:69b2578010]

لطف الله مشعل او د جبر اقرارونه - دملي امنیت رواني جنګ
مقـــــالی او تبصرې 04 Feb 2014 لیکوال:
جاوید علي خېل

lutfullah mashaalله څه مودې راهیسې دکابل ملي امنیت عمومي ریاست په خپل تشکیل کې د ( رواني او تبلیغاتي جنګ ریاست ) په نامه یو نوی تشکیل رامنځته کړی، چې مشري یې دملي امنیت دپخواني ویاند لطف الله مشعل په غاړه ده .

درواني جنګ دریاست وظیفه داده ترڅو دمجاهدینو په خلاف زهرجن تبلیغات وکړي او په خپلو دروغجنو افواهاتو سره دمجاهدینو په اړه عامه اذهان بدګمانه کړي .

دلطف الله مشعل په مشرۍ درواني / تبلیغاتي جنګ دریاست دکار له پیلولو وروسته موږ دافغانستان په تبلیغاتي فضاء کې دداسې شرمیدلیو تبلیغاتو شاهدان پاته شوي یو چې شاید پخوا یې ساری نه وي لیدل شوی .

ددې ریاست کار یوازې دادی ترڅو شرموونکې مصنوعې صحنې جوړې کړې اوپه توسط یې برحق مجاهدین بدنام کړي ، څرنګه چې لطف الله مشعل تردې وړاندې د لغمان والي پاته شوی وو ، نو دوړاندیني شناخت او نفوذ له امله یې پيل له لغمان څخه وکړ ، د نوموړي په امر دلغمان د ملي امنیت دکارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یوه ډله بندیانو ته په جبراو اکراه سره زنانه جامې ورواغوستل شوې او بیا دمیډیا عکاسان ورته راغوښتل شول ، ترڅو یې دوسله والو مخالفینو په نامه نړۍ ته وښيي .

له دې وروسته کټ مټ همدغه برنامه په ننګرهار کې ترسره شوه ، چې دننګرهار دسرحدي ځواکونو قومندان هم په کې لاس درلود ، په دې پيښو کې یو شمیر کسان چې لاسونه یي تړل شوي وو ، په زنانه کالیو کې خبریالانو ته وښودل شول ، او ملي امنیت وویل چې دغه کسان طالبان دي ، مګر دطالبانو ویاند هرځل دغه ادعاء په مستندډول رد کړه ، او دایې دملي امنیت د کارکوونکوافتراء وبلله .

[color=darkred:69b2578010]جزا من جنس العمل[/color:69b2578010]

دلطف الله مشعل ترڅنګ دملي امنیت پخوانی مشر اسدالله خالد هم ددا ډول ناوړه پروګرامونو په طراحۍ کې خورا فعال وو ، دوی د نړیوالې میډیا په مخکې داسې صحنې جوړولې چې حتی په جهاني سطحه یي دافغانستان حیثیت او آبرو ته زیان اړاوو ، چې دهمدغو تبلیغاتي ډرامو څخه یوه په زنانه کالیو کې دنارینه وو میډیاته وړاندې کول وو ترڅو په دې طریقه مجاهدین بدنام کړي .

الله تعالی همیشه ظالمانو ته دهغوی دعمل په مقیاس سزا ورکوي ، اسدالله خالد چې نارینه یي دنیا ته دښځو په جامه کې ښودل او په دې ډول یې نارینه ښځې کول ، الله تعالی ددې ظالمانه عمل په مقابل کې همداسې بالمثل سزا ورکړه .

په هغه برید کې چې په اسدالله خالدترسره شو دیوې باوري سرچینې په استناد نوموړی په بشپړه توګه له نارینه خلقتي تشخصاتو خلاص شوی دی ، کتونکي په دې باور دي چې الله تعالی له دغه بي باکه ظالم سره دجزاء من جنس العمل معامله کړې ده ، خالد چې نارینه یي خلکوته دښځو په لباس کې ښودل ، د الله تعالی دقهر په نتیجه کې خپله اوس په ښځه بدل شوی دی ، او څرنګه چې دملي امنیت وظیفه یوه حساسه وظیفه ده نوځکه دحامدکرزی په فرمان نوموړی له دې څوکۍ کوز کړای شو او پخوانی مشر ورباندې دوباره وټاکل شو.

[color=darkred:69b2578010]په قرآن کې بم[/color:69b2578010]

دتېر لوی اختر په ورځ دلوګر والي په بم والوځول شو، څرنګه چې دغه پیښې دکرزي حکومت ته سخته ضربه وه ، نو حکومت هڅه وکړه چې په څه ډول د ورپیښ زیان جبیره وکړي .

دپیښې په دریمه ورځ دلطف الله مشعل په مشرۍ دملي امنیت د رواني / تبلیغاتي جنګ ریاست ډنډوره خپره کړه چې طالبانو په قرآن کریم کې بم ایښی وو ، دغه خبره سره له دې چې طالبانو رد کړه ، خو تقریبا ټولو رسنیو په ډیر شداومد سره راواخیستله .

تردې پیښې یوه نیمه میاشت وروسته مې دلوګر ولایت هغه جهادي مشر ولید چې دغه هدفي برید یي تنظیم کړی وو ، کله مې چې د بم په اړه پوښتنه ترې وکړه چې څرنګه نصب شوی وو ، نوموړي وویل ، بم داسې ډیزاین شوی وو چې حجم یې خورا سپک او پیژندل یې ګران وو ، چې دوالي دناستې ترځای لاندې ايښودل شوی وو ، نوځکه یې بل هیچا ته زیان ونه رساوو .

مګر داچې په دې برید کې د کرزي رژیم یو مهم کس له لاسه ورکړی وو نوځکه یې مطبوعات په دې دروغجنه افتراء مشغول وساتل چې بم په قرانکریم کې ایښودل شوی او ګواکې مجاهدینو دقرانکریم بې عزتي کړې ده .

[color=darkred:69b2578010]اجرتي ممثلان[/color:69b2578010]

له څه مودې راهیسې دملي امنیت ریاست ځیني اجرتي او کرایي تمثیل ګران پیدا کړي دي ، دغه اجرتي ممثلان چې شاید له مجبوریت او یا هم دفقر له امله به دې رول لوبولو ته اماده شوي وي ، دملي امنیت ډنډورچیان یي ولایت په ولایت ګرځوي او خپل تبلیغاتي نمایشونه ورباندې کوي .
دوی په یوه ولایت کې دتسلیم شویو طالبانو په توګه رول ترسره کوي اوپه پټو مخونو درسنیو مخ ته وړاندې کیږي ، په بل ولایت کې دماشومو فدایي بریدکوونکو نقش لوبوي او خبریالانو ته وایي چې دوی ته په فلانۍ مدرسه کې دفلاني طالب لخوا دځانمرګي برید زده کړه ورکړل شوي ده ، ددوی خبرې ، معلومات او څرګندونې دومره مصنوعي او دروغجنې دي چې هرڅوک یې له ورایه په جعلګرۍ پوهیږي همدا لامل دی چې ځیني رښتیني رسنۍ هیڅکله ددغو ډرامو راپورونه نه نشروي ، خو هغه رسنۍ چې دهمدې تبلیغاتو لپاره رامنځته شوي دی دغه ډول راپورونه په خورا شداومد خپروي .


[color=darkred:69b2578010]لطف الله مشعل یقیس علی نفسه[/color:69b2578010]

په دې وروستیو کې دکابل د ملي امنیت ریاست درواني /تبلیغاتي جنګ دکارکوونکو لخوا یوه بله تبلیغاتي لوبه پیل شوې ده ، دلطف الله مشعل په مشرۍ ددغې برخه کارمندان د ملي امنیت په توقیف خانو کې زنداني بندیان په سختو تعذیبونو مجبوروي ترڅو له خپلې خوښې سره سم اقرارونه ورباندې وکړي .

په دې وروستیو کې دملي امنیت دهمدې برخو کارکوونکو په دوو تنو کم عمره بندیانو باندې دسختو شکنجو ، برقي شارتونو اوتعذیبونو په پایله کې داسې اقرارونه کړي ترڅو ووایي چې له دغو ځوانانو څخه په مدرسوکې جنسي استفاده شوې ده.

ددغو بندیانو کومې ویډیوګانې چې نشر شوي دي ، هغوی په ډیر بدحالت کې ښيي ، چې دسخت تعذیب ، وهلو ټکولو او شکنجو اثار یې له ورایه په بدن باندې ښکاري ، دهغوی دخبرو انداز او لهجه هم ددې ګواهي ورکوي چې دغه خبرې په جبره او اکراه ورباندې شوي دي .

دجبراو اکراه په اړه خو شاید ټول معلومات ولري ، چې دانسان زغم او صبر دتعذیب په وړاندې محدود دی ، یو وخت تعذیب داسې اندازې ته رسیږي چې تر زغم لوړوي ، چې په همدې مرحله کې انسان عندالله غیرمکلف او مرفوع القلم بلل کیږي ، نوځکه که داکراه او جبر په دې مرحله کې څوک دکفر کلمه هم ووایي ورته جائزه ده او نه ورباندې ګنهګار کیږي .

دکابل ملي امنیت چې دپخواني خاد له وحشي او قاسی القلبه شکنجه ګرو څخه جوړ دی ، د تعذیب او شکنجو نړیوال نوم لري ، برقي شارټونه ، په لاسونو اوپښو راځوړوندول ،په پوندو کې میخونه ټک وهل ، په تناسلي اعضاء پورې درانه وزنونه تړل ، په حساسو ځایونو باندې داور داغونه ،د حساسو اعضاء مروړل او داسې نورې شکنجې ددې ریاست عام تعذیبونه بلل کیږي ، چې په پایله کې یي دوی کولای شي له بندي څخه له خپلې خوښې سره سم اقرار واخلي او بیا یي ویډیو په مطبوعاتو کې نشر کړي .

مګر داچې ولې داځل ملي امنیت کارکوونکو له بندیانو څخه ددې ځانګړې موضوع ( جنسي اړیکو) په رابطه جبري اقرار اخیستی یوه شیبه په دې موضوع تم کیږو .

له څه مودې راهیسې دملي امنیت دتبلیغاتي جنګ مشري دلطف الله مشعل په غاړه ده او معلومه خبره ده چې دانسان خپل شخصیت دنورو په اړه په قضاوت کې ترټولو ټاکوونکې او تاثیرګذاره مرجع بلل کیږي ، انسان تل نورو ته دخپل شخصیت له عینکو ګوري ، دا منل شوی اصل دبشر د ټولمنلیو قوانینو له جملې حسابیږي چې دمختلفو اقوامو په ټولنیزو روایاتو ، متلونو او محاورو کې ورته اشاره شوې ده .

عرب وایي ( المرء یقیس علی نفسه ) انسان نور خلک په خپل ځان قیاسوي ، دلته دلطف الله مشعل دژوند په اړخونو نه غږیږو ، خو په زغرده ویلای شو ، داچې دا ځل له بندیانو څخه په جبر داسې اقرارونه اخیستل کیږي ترڅوووایي چې له دوی سره لواطت شوی دی ، ددې مسئلې جرړه د مجاهدینو په اړه دلطف الله مشعل خپل ذاتي برداشت دی ، مشعل چې دکرزي دحکومت په تندي دشرم داغ بلل کیږي نورو خلکو په ځانګړو بندیانو ته هم دخپل کردار او شخصیت له عینکو ګوري، دی نور خلک هم په ځان قیاسوي او داسې فکر کوي ، چې ټول خلک به دده غوندې بدنام کردار او ماضي لري .

لوړ تفصیل ته پام سره په جرأت سره ویلی شو ، چې په لوړه افتراء کې لطف الله مشعل مجاهدین په ځان قیاس بللي دي ، نوځکه یې دغه ځانګړي اقرارونه داکراه په زور ترې اخیستي دي ، په دې وروستیو کې چې دلطف الله مشعل لخوا دغه ډول رسوا او شرمیدلي ډرامې خورا زیاتې شوي دي ، خبریالانو ته زما مشوره داده چې که غواړي له دغه رسوا خبري جریان څخه ځانونه خلاص کړي دکوم مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې دي له مشعل څخه یوازې دا پوښتنه وکړي ، چې ولې نوموړی کلونه وړاندې دهجرت په مهال دهنګو له خیساري کیمپ څخه پیښور ته وتښتېد ؟؟؟؟؟؟

زه باور لرم چې دمشعل رسوا لوبې به مجاهدین بدنام نه کړای شي ، څخه سپکوالی او دروند والی دالله تعالی په لاس کې دی ، هغوی چې الله تعالی درانه کړي دي ، سپک انسانان یي نه شي سپکولای .

داچې دکابل رژیم ځیني چارواکي مجاهدین په خپلو اظهاراتو کې په درنو نومونو یادوي ، خو دمشعل خوندې ځیني پست فطرتان بیا ورته دخپل شخصیت له عینکو ګوري ،او سپک تبلیغات پسې کوي ، باید ووایو چې ستونزه په مجاهدینو کې نه ده بلکې خپله په مشعل خېلو کې ده ، ځکه رحمان بابا وایي :

څوک به سپک څوک به درانه راپسې وایي
زه رحمان په درنو دروند ، په سپکو سپک یم

------

جاوید علي خې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more