د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د الظواهری نه د القاعدې مشري شړیدلې ده.

میرویس
03.02.2014

کرانو وطنوالو، سلامونه او احترامونه
القاعدې په سوریه کې د یوې وسلوالې ډلې سره دخپل تعلق شلول اعلان کړیدي. القاعده نوره ددې جوګه نده چې خپلې ټولې ترورستي ډلې تر یوه قیادت لاندې رهبري کړي.
د القاعدې اوسني مشر آیمن الظواهري تیرکال دعراق د اسلامي دولت په نامه ترورستي ډلې ته امر کړئ ؤ چې په سوریه کې دې د نُصره فرنټ په نوم القاعده سره دتړلې یوې بلې ډلې نه دې، په ازاده توگه خپلې کاروائي ترسره کوي خو ايي ایس ایی ایل د ایمن الظواهري امر په پام کې نه وو نیولی.

د اُسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته، د القاعدې نورقوي مشراه هم د لاسه ورکړل. دآیمن الظواهري نه د القاعدې مشري شړیدلې ده. پدې ترورستي ډله کې نور داسې څوک ندي پاتې چې یا د القاعدې په لاره دا تحریک درست روان کړي او یا ددې ډلې د پیروانو اعتبار او اعتماد جلب کړئ شي.

د القاعدې تحریک د نړۍ په بیلو بیلو برخو کې داسې وړې ترورستي ډلې زیږولې دي چې نه د القاعدې په لاره روانې دي، او نه هم خپل کوم ټاکلئ هرف لري. دغه ډلې دغلو، قاتلانو، اوترورستانو په شان عمل کوي، د قدرت او مال او دولت د ټولولو پسې دي.

دغه ټولې بې سرۍ د القاعدې د مشرتایه د کمزورۍ په وجه را پیدا شویدي. اوس نه یوازې دا چې دې ډلې د خپلو پيروانو اعتبار د لاسه ورکړیدئ، بلکه نوي غړي هم د پخوا په شان نشي ور جلب کولای، ځکه چې ډیر خلک د القاعدې په کمزروۍ خبر شویدي.
متل دئ چې وایي [سل دې ومره، یو دې مه مره].
====
القاعده شام کې د وسله والې ډلې نه ځان بیل کړی
شام کې د ايي ایس ايي ایل د وسله والو یو تصویر
TEXT SIZE
03.02.2014
واشنگټن — القاعده شام کې د یوې وسله والې ډلې سره د خپل تعلق قطع کولو اعلان کړی دی.
د گل په ورځ یو بیان کې القاعده وویل شام کې د اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لیونټ یا ايي ایس ايي ایل په نوم ډلې سره خپلې اړیکې ختموي.
د بیان په ازاده توگه تصدیق نشې کیدی خو دا په داسې ویب پاڼه شائع شوی چې القاعده يي په باقاعده توگه د خپلو بیانونو شائع کولو د پاره استعمالوي.
تیر کال د القاعده مشر ایمن الظواهري ايي ایس ايي ایل ته امر کړی وو چې د نصره فرنټ په نوم القاعده سره تړلې یوې بلې ډلې نه دې په ازاده توگه خپلې کاروائي ترسره کوي خو ايي ایس ایی ایل د ایمن الظواهري امر په پام کې نه وو نیولی.
شام کې ځېنې باغي ډلې په ايي ایس ایي ایل الزام لگوي چې د صدر بشارالسد خلاف د جنگیدو په ځائې خپل واک اخیتار مظبولو کې مصروفه ده. د ايي ایس ايي ایل جهادیان وخت په وخت د نورو باغي ډلو سره جنگیدلې هم دي.
د شام حکومت باغي ډلې ترهگر تنظیمونه گرځوي.


pattang
03.02.2014

وروره مونږ القاعده څه کوو ؟ القاعده پوه شه او کار یې !
چېرې چې صليبي سياسي،اقتصادي او فزيکي اشغالګر وي
هلته به القاعده هم وي خو هغه تر حالاتو پورې اړه لري !
ته راشه دخپل ملک غم دې وخوره چې رئيس جمهور او ملت دې
صليبيانو کلک له خوټو نېولی چې يا به بد کار... ورسره کوي او
يابه له خدايه (ج)بېزاريږي ! که داسې تړون وکړې چې د اشغالګرو
په ګټه نه وي نو پېسې به پرې بندې کړي!
اوپيسوته خو پاسد رژيم داسې ضرورت لري لکه خرابه ښځه!
ځکه چې دا فاسدين اشغالګرو په عيش او عشرت ، فحشا داسې
اموخته کړي دي لکه هېروينيان !
اوس انډيواله دصليبيانو لپاره داسې پرو پاګنده مکوه چې دالقاعدې
له نوم لاندې اشغال او افغان وژنې ته په ځينې کړويو کې حقوقيت
پرې ورکړل شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more