د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دطلوع تلوېزون داشغالګرو ځاله!

pattang
31.01.2014

دطلوع تلوېزون داشغالګرو ځاله!

[img:f124ce2ed8]http://www.benawa.com/images/anzor/uploads/320Mohseni.jpg[/img:f124ce2ed8]

سعد محسني

[img:f124ce2ed8]http://turkish.irib.ir//media/k2/items/cache/bee3fb0b4a7f43d1fe4fa2332fe5b3d9_L.jpg[/img:f124ce2ed8]

رابرت مورداک

لیکوال : احمد فیاض راسخ، کابل، ۲۹ جدی سال ۱۳۹۲
سره ددې چي سعد غواړي چي د طلوع تلویزون په چارو کي د امریکا مهم رول کمرنګ او پټ کړي خو واقعیت دا دی چي که امریکا نه وای نو طلوع تلویزون او مابي ګروپ به نه وای

ژباړه: راحله جواد

تېره اونۍ مي د کابل پوهنتون د محصلینو سره د رابرټ ګیټس د وروستي کتاب د افشاګریو، په هکله بحث کاوه، چي څو واره پکښي د طلوع تلویزون یادونه وسوه. خو جالبه دا وه چي؛ هیچا هم د طلوع تلویزون د خاوند په هکله معلومات نه درلودل.
طلوع تلویزون شاوخوا لس کاله ترمخه د مابي ګروپ له خوا جوړ کړه سو چي دا مهال د هیواد د مشهورو او ترټولو وړاندي تلویزوني چېنلونوڅخه دی. او د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو پوښښ یې تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه.

۲۰۰۴م کال وو چي د امریکا د پرمختیایي ادارې په لګښت د ۱۸ تنو امریکایي او استرالیایي سلاکارانو په همکارۍ طلوع تلویزون په خپرونو پیل وکړ.
په مجموع کي مابي ګروپ په ۲۰۰۳م کال، د محسني کورنۍ ( سعد، زاید، جاهد او وږمې ) لخوا په کابل کي رامنځ ته سو.
ښاغلی سعد محسني د لویدیځو رسنیو له لوري د افغانستان د رسنیو مطرح او بانفوذه شخص معرفي کیږي. مابي ګروپ په لومړیو وختونوکي د امریکاپر مالي مرستو تکیه وو، چي وروسته یې د نیوز کارپورېشن د مشر یهود رابرټ مورډاک څخه د خورا زیاتو مالي سرچینو لاري پیدا کړې.
سعد محسني په مابي ګروپ او خپله کورنۍ کي مرکزي رول لوبوي، نوموړی هغه مهال چي پلار یې ( یاسین ) په لندن کي د افغان ډیپلوماټ په توګه کار کاوه؛ هورې په لندن کي په ۱۹۶۶م کال زېږېدلی دی.
د سعد محسني کورنۍ په ۱۹۸۲م کال استرالیاته مهاجره سوه، سعد په استرالیا کي لوی سو. دوو وروڼو زید او جاهد او خور یې وږمې په استرالیایي پوهنتون کي زده کړي وکړې. خو خپله سعد لوړي زده کړي ونه کړای سوې او د ښوونځي څخه تر فراغت وروسته یې په استرالیاکي د بانکدارۍ او پانګوالۍ په چارو کي وظیفه پیدا کړه.
سعد محسني په کوچنیوالي که دوه ځله په افغانستان کي ژوند کړی دی؛ لومړۍ پلا د ۳ کلنۍ څخه تر ۷ کلنۍ او دوهمه پلا د ۹ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ پوري.
په ۱۹۹۳م کال یې د لومړۍ مېرمني سره چي افغانۍ الاصله فرانسوۍ وه واده وکړ.
په ۱۹۹۵م کال د خپل ورور زhید سره تاشکند ته ولاړ. هلته یې څلور کاله ژوند په ډیسکوګانو، بارونو او کلبونوکي تېر کړ. دا هغه وخت وو چي د لومړۍ مېرمنې څخه یې طلاق واخیست او د یوې بلي ازبکستانۍ سره یې واده وکړ.
په ۲۰۰۷م کال کي یې د درېیمي مېرمني په توګه د ایرانۍ الاصله سارا تکش سره واده وکړ او ازبکستانۍ ته یې هم د طلاق لیکه کش کړه.
امریکا د تبلیغاتي رسنیوپه برخه کي د پانګوني خورا اوږد تاریخ لري، چي دا تاریخ د سړې جګړې سره هم اړیکه لري او په اوسنیو بېلګوکي یې د ازادۍ راډیو او طلوع ټلویزون یادولای سو.
پر سعد محسني د امریکا لومړنۍ پانګونه ۲.۲ میلیونه ډالره وه. دغه پیسې د یوسېډ ( یو، ایس، اې، آی، ډي ) له خوا په ۲۰۰۴م کال سعد ته ورکړه سوې.

د نظار شورا او اسلامي جمعیت سره د سعد محسني اړیکي:

د ۱۹۹۵م څخه تر ۱۹۹۹م کاله چي سعد محسني په تاشکند کي وو، د احمدشاه مسعود سره یې چي هغه د طالبانوپه وړاندي په جګړه بوخت وو، اړیکي پیدا کړې. ښاغلي محسني په ۲۰۱۰م کال د احمدشاه مسعود سره د خپلو اړیکو په هکله وویل: ( زه خپله احمدشاه مسعود ته په ډېر احترام قایل یم، زه یو له هغو خلکو څخه یم چي خپل افکار او نظرونه به مي د احمدشاه مسعود سره شیریکول).
سعد محسني ادعا کوي چي د مسعود په استازیتوب یې د ډېرو غربي هیوادونو سره اړیکي ساتلي دي او هڅه یې کړې ده چي هغو ته قناعت ورکړي چي احمشاه مسعود یو غښتلی او منځلاری رهبر دی او غرب یې باید ملاتړ وکړي.

د احمدشاه مسعود تر مرګ وروسته، محسني د احمدضیا مسعود، قسیم فهیم، ډاکټر عبدالله عبدالله، صلاح الدین رباني، امرالله صالح او نظار شورا د نورو غړو سره اړیکي تودې وساتلې.
د نظار شورا سره د سعدمحسني د اړیکو پر بنسټ؛ د محسني رسنیز ګروپ د ۹۰یمو مېلادي کلونوپه ورانیو او جنګونوکي د نظار شورا د ونډي څرګندولو څخه ډډه وکړه او دا مهال هم پر نظار شورا د بهرنیو رسنیو د خپرونو په وړاندي د محسني د کړیو هڅه؛ د نظار شورا دفاعیه وي.

د بېلګي په توګه به د نظار شورا د لیکوال فهیم دشتي خبره را نقل کړو چي په ۲۰۱۳م کال یې نیویارک ټایمز ته کړې ده(( زما په نظر طلوع تلویزون هیڅکله طرف نه واقع کیږي؛ بلکي هر وخت بې طرفه وي )) .
عمر صمد د عبدالله عبدالله نږدې دوست او پلوی چي د نوموړي د وزارت پر مهال یې ویاند وو، بیا وروسته په کاناډا او فرانسه کي سفیر وټاکل سو. د طلوع تلویزون په ملاتړ کي وايي ( طلوع تلویزون د افغانستان تر ټولو مسلکي تلویزون دی او هیڅکله یې د چا اړخ نه دی نیولی ) .

د امریکايي او استرالیايي سلاکارانو او اسرایلو د دوست ( رابرټ مورډاک ) سره شراکت:
ټام فریسټن د ام ټي وي پخوانی مشر، د نیویارک اصلي استوګن چي د ویاکاُم کمپنۍ او نورو استخباراتي موخو لپاره یې په ۷۰یمومېلادي کلونوکي افغانستان ته ډېر سفرونه کړي دي؛ د سعد د مهمو استادانوڅخه ګڼل کیږي. ټام فریسټن سعد د رسنیو د پاچا ( رابرټ مورډاک ) سره معرفي کړ، مورډاک؛ سعد ته په ګډه د ایران د پاره دیوه فارسي ژبي تلویزوني چاینل د جوړلو وړاندیز وکړ چي د محسني لخوا ومنل سو. اوپه دوبۍ کي د ایران دپاره د ( فارسي یک ) په نامه تلویزوني چاینل یې رامنځ ته کړ.
ددغه تلویزون موخه، تفریحي، غربي ډوله او د ایران د نظام خلاف خپروني وړاندي کول وه. په ایران کي ددغه تلویزون پر ضد عکس العملونه خورا زیات سول، ځکه چي له یوې خوا دغه تلویزون د ایران د فرهنګي او دیني ارزښتونو خلاف دی. له بلي خوا د ایران حکومت وايي چي رابرټ مورډا ک د اسرایلوسره نږدې اړیکي لري او د فلسطین د لانجې په چارو کي یې هر وخت په ښکاره ډول د اسرایلو ملاتړ کړی دی. د فارسي یک تر رامنځ ته کولو وروسته د محسني او ایران اړیکي ترینګلي سوې او دا وجه ده چي ایران نوموړی یهود بولي. خو بل اړخ ته دې کار د سعد او مورډاک اړیکي لا غښتلي کړې.

د یوه بل پرمختګ په پایله کي؛ په ۲۰۱۲م کال رابرټ مورډاک د مابي ګروپ ۳۳ سلنه خاوند، شیریک سو او نامعلومه اندازه پانګونه یې وکړه چي دغه ګروپ لا پیاوړی کړي او دا مهال د رابرټ مورډاک په استازیتوب د نوموړي درې تنه اجرایوي مدیران په مابي ګروپ کي په دندو بوخت دي.
د نیویارک ټایمز، د ۲۰۱۳م کال د جولای میاشتي د یوه راپور له مخي؛ د مابي ګروپ تر لسو کلونو فعالیت وروسته لاهم ددغه تلویزون تر۵۰ سلني لګښتونه د هیواد له بهرڅخه ترلاسه کیږي.
ټینا برون؛ د ډیلي بیسټ ورځپاڼي مسٌول مدیر هم د ښاغلي محسني د سلاکارانو څخه دی. برون په افغانستان کي، د اختلافي پروګرامونوپه چاروکي محسني ته طرحي ورکوي، چي له جملې یې د ښځو نڅاوي او بربڼډوالي ته لمن وهل یادولای سو.
جوزف راویچ ، د امریکا تابعیت لرونکی د سعد د مالیاتي چارو سلاکار دی.
مېرمن ټروډي ان نیرني، موفي پاټر او شوان لینچ د سعد محسني استرالیایي سلاکاران دي.

د افغان او امریکايي لوړپوړو مقاماتو سره د محسني اړیکي:

په ۲۰۰۷م کال د وخت د لوی څارنوال جبار ثابت او سعد محسني ترمنځ ستونزه راولاړه سوه، ثابت د محسني د نیولو حکم صادر کړ خو محسني په دوبۍ کي وو. څو ورځي وروسته چي محسني د خپل امریکایي استاد ټام فریسټن سره د کابل پر لور الوتنه کوله نو د اولسمشر لومړي مرستیال احمضیا مسعود ته یې تلیفون وکړ چي په کابل هوايي ډګرکي د پولیسوله لوري د نیولو د خطر اندېښنه ورسره شیریکه کړي خو قسیم فهیم شل تنه وسله وال مخي ته ور واستول؛ چي پولیس یې د نیولو توان ونه لري، او د کار تر دفتره یې سعد خوندي ورساوه.

د ګارډین ورځپاڼي یو خبریال جون بون په ۲۰۱۰م کال، لیکلي ( ما د محسني سره مرکه درلوده، سوالونه مي ترتیب کړي ول، کله چي به محسني کوم سوال ته جواب نه درلود؛ نو لوړپوړو دولتي چارواکوته به یې زنګ واهه، د یوې پوښتني دپاره یې د ولسي جرګې مشر یونس قانوني ته زنګ وواهه، وروسته یې د اولسمشر لومړي مرستیال ضیا مسعود ته زنګ وواهه ، د ملي امنیت د ریس سره یې تلیفوني خبري وکړې او د مرکې تر وروستیو یې د پارلمان د ډېرو غړو سره خبري کولې. )

جون بون لیکي: کله چي مي د این بي سي د خبریال ریچارډ ډانګل لخوا، په پاکستان کي د ملاعمر د نیولو په هکله د سعد محسني څخه وپوښتل نو هغه د دغي موضوع د تایید یا رد په هکله د امریکا د استخباراتو یوه لوړپوړي مامور ته تلیفون وکړ.
د ټام فریسټن د خبري پر بنسټ؛ د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا استازي ریچارډ هالبروک د سعد محسني د شخصیت په هکله ویل ( سعد نه یواځي دا چي یو ازاد مطبوعاتي شخصیت دی؛ بلکي یو جذاب، موٌثر او مبتکر شخصیت دی. زموږ دپاره تر ټولو مهمه دا ده چي؛ د کرزي سره په یوه ډېره پېچلې لوبه بوخت دی.
د ۲۰۰۹م کال یوه ورځ وه چي هولبروک؛ سعد ته وايي: (( دا د سپي زوی یعني کرزی ښه مشهور کړئ، په هرځای، راډیو، تلویزون او هرڅه کي یې د بدنامي پراخ تبلیغات وکړئ )). د سعد او هولبروک اړیکي دونه نږدې سوي وې چي د شراب خوړلو په وخت به یې یو بل ته د مورغودي ( مادر فَکر ) الفاظ کارول.

د ۲۰۰۹م کال ټولټاکني:

د امریکا د دفاع پخواني وزیرپه خپل وروستي کتاب کي لیکلي چي امریکا غوښتل چي د ۲۰۰۹م کال په ټولټاکنوکي کرزی د واکه لیري کړي. هغه وایي چي په دغه توطیه کي ریچارډهالبروک او پیټر ګالبریټ ښکېل ول. ګیټس دغه توطیه ناکامه او یو خام ګام بولي، دده په خبره موږ خپل همکار کرزی بې له کومه موجه دلیله بدنام کړ.
په دغو توطیو او دسیسوکي د طلوع تلویزون رول ډېر د پام وړ وو، او په همدغه کال ۲۰۰۹م دغي شبکې د امریکاڅخه تازه مالي او تخنیکي مرستي ترلاسه کړې. دقیق ارقام نه دي روښانه خو ویل کیږي چي د کرزي د بدنامه کولو دپاره؛ امریکا محسني ته۲۰ میلیونه ډالره ورکړل.
د نیویارک ټایمز یو خبریال کن اولیټا لیکي: سره ددې چي سعد غواړي چي د طلوع تلویزون په چارو کي د امریکا مهم رول کمرنګ او پټ کړي خو واقعیت دا دی چي که امریکا نه وای نو طلوع تلویزون او مابي ګروپ به نه وای. اولیټا زیاتوي؛ چي د طلوع تلویزون د پروګرامونو د پیاوړتیا دپاره حتا امریکا په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ م کلونوکي؛ سعد ته یوه هلیکوپټر چورلکه لا هم په اختیار کي ورکړې وه چي استفاده ځني وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more