د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دځان ساتنه فرض ده

اتل
22.01.2014

ډیرو محترمو لوستونکو او لیکونکو، السلام علیکم
په هر مسلمان دا فرض ده چې د خپل سرساتنه وکړي. مسلمانان مسؤلیت لري چې د ځپل اولاد، نورې اقرباء او مال ساتنه وکړي، تر څو د هغوی بقا تضمین شي او راتلونکې یې نیکمرغه شي.

خیني خطرونه خصوصي او انفرادي دي چې هر انسان مکلف دئ چې ځان ترې بچ کړي، او نور بیا ټولنیز دي، چې پکاردي کلئ، ولس او حتی د انسانانو لویي پرګنې ګواښي او باید مخه یې ونیول شي.

د خوست د ځاځی میدان خلک اول د خپل ځان بقا او آرامي غواړي، چې اصلاً که دوی محفوظ وي نو ملک او ملت ته هم خدمت کولئ شي. دوی د ملک په جنګونو کې د چا ملاتړ نه کوي، بلکه غواړي چې د ملک مختلفې ډلې جنګ ددوی علاقې ته ور نه وړي. دوی پدې لاره کې قرباني هم ورکړیده، خو په بدل کې یې ټول قوم د جنګونو د بد بختیو نه بچ کړید ي.
نه مجبور شوي چې د خپلې بقا یا ګټو دپاره څوک ووژني، یا پخپله مړه شي.
دالاندې مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
====
د خوست په ځاځي میدان کې د قومي دود له مخې جګړو ته اجازه نه ورکول کیږي

02.11.1392
که څه هم چې د افغانستان په ځینو برخو کې ناامنۍ زیاتې شوې، خو د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مشرانو او خلکو د قومي دود، جرګو او غونډو له لارې نرخ ایښی چې په دې ولسوالۍ کې به د وسله والو جګړو او شخړو ته اجازه نه ورکوي، په سوله او امن کې به ژوند کوي.

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکې وایي، د قومي دود یا پښتونولۍ د اصولو له مخې یي پریکړه چې په دې ولسوالۍ کې به د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې نه کیږې.

ځاځي میدان ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله او شاوخوا دوه لکه نفوس لري. د دې ولسوالۍ اوسیدونکي له کومې ستونزې او شخړو پرته پاکستان ته تګ راتګ کوي او خپل عادي ژوند پر مخ وړي.

د ځاځي میدان ولسوالۍ خلکو نرخ یا اصول ایښي چې هیڅوک به د وسله والو ډلو او جنایت کارو ملاتړ او مرسته نه کوي او د دې کار لپاره قومي جرګې ستره جریمه ایښي ده.

د نرځ له مخې، که چیرې څوک له وسله والو یا جنیات کارو سره مرسته وکړي، کور به یي سیځل کیږي، مالونه به یي ضبط او یو لک افغانۍ به جریمه کیږي.

د سولې او جګړې انسټيټيوت د ځاځي میدان ولسوالۍ د یوه قومي مشر ملک عید اکبر خبرې راخیستي چې وایي، په تیرو پنځه دیرشو کلونو کې د جرګو اصولو ته درناوی د دې ولسوالۍ امنیت ساتلی دی په داسې حال کې چې د افغانستان په نورو برخو کې جګړې روانې وې.

ملک عید اکبر وایي، موږ دلته د قومونو ترمنځ تل تړونونه او موافقې کړي دي. کله چې د کرزي حکومت جوړ شو ، موږ پریکړه وکړه چې خپله ولسوالۍ به د بهرنیانو او وسله والو طالبانو له جګړو څخه امن ساتو. موږ نه غواړو چې د ځاځي میدان ولسوالي د بېلابېلو ډلو د جګړو ډګر شي ، په دې توګه موږ د افغان امنیتي ځواکونو په همکارۍ د خپلې ولسوالۍ امنیت ټینګ کړي دي.

بل قومي مشر نافیه خیل هم تائیدوي چې د ځاځي میدان خلکو د افغان حکومت له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د هغو وسله والو د فعالیتونو مخه نیولې چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داخلیږي.

د نافیه خیل په وینا، دوي د طالبانو له خوا تل له ګواښونو سره مخامخ دي او که د وسله والو واره برابره شي ، زمونږ ځوانان راوژني. دی زیاتوي، مونږ د ځاځي میدان ولسوالۍ په دفاع کې زیات شمیر ځوانان هم له لاسه ورکړیدي ، یو شمیر یي د وسله والو له خوا ژوندي نیول شوي او درک یي نه دی معلوم.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکې له مرکزي حکومت څخه شکایت کوې او وایي، له دي ټولو هڅو او قرباینو سره سره، د بیا رغاونې په برخې کې د مرکزي حکومت پام دي ولسوالۍ ته کم دی. دوي، د زراعت، معارف او روغتیا په برخو کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري.


Re: دځان ساتنه فرض ده

pattang
22.01.2014

خو دغه سر ساتنه د صليبيا نو په قصدي حملو او وژنې د دالر و په بدل
کې د مباح فتوا لري ! خو دطالبانو په حملو کې دغه عمل چې پر
صليبيانو او دهغوی په فاسدو افغاني لاسپوڅو کېږي حرام ګڼل کېږي !
نالت پر هغوی چې حقيقت پټوي او اسلام خرڅوي !

[quote:cec43d31f7="اتل"]ډیرو محترمو لوستونکو او لیکونکو، السلام علیکم
په هر مسلمان دا فرض ده چې د خپل سرساتنه وکړي. مسلمانان مسؤلیت لري چې د ځپل اولاد، نورې اقرباء او مال ساتنه وکړي، تر څو د هغوی بقا تضمین شي او راتلونکې یې نیکمرغه شي.

خیني خطرونه خصوصي او انفرادي دي چې هر انسان مکلف دئ چې ځان ترې بچ کړي، او نور بیا ټولنیز دي، چې پکاردي کلئ، ولس او حتی د انسانانو لویي پرګنې ګواښي او باید مخه یې ونیول شي.

د خوست د ځاځی میدان خلک اول د خپل ځان بقا او آرامي غواړي، چې اصلاً که دوی محفوظ وي نو ملک او ملت ته هم خدمت کولئ شي. دوی د ملک په جنګونو کې د چا ملاتړ نه کوي، بلکه غواړي چې د ملک مختلفې ډلې جنګ ددوی علاقې ته ور نه وړي. دوی پدې لاره کې قرباني هم ورکړیده، خو په بدل کې یې ټول قوم د جنګونو د بد بختیو نه بچ کړید ي.
نه مجبور شوي چې د خپلې بقا یا ګټو دپاره څوک ووژني، یا پخپله مړه شي.
دالاندې مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
====
د خوست په ځاځي میدان کې د قومي دود له مخې جګړو ته اجازه نه ورکول کیږي

02.11.1392
که څه هم چې د افغانستان په ځینو برخو کې ناامنۍ زیاتې شوې، خو د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مشرانو او خلکو د قومي دود، جرګو او غونډو له لارې نرخ ایښی چې په دې ولسوالۍ کې به د وسله والو جګړو او شخړو ته اجازه نه ورکوي، په سوله او امن کې به ژوند کوي.

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکې وایي، د قومي دود یا پښتونولۍ د اصولو له مخې یي پریکړه چې په دې ولسوالۍ کې به د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې نه کیږې.

ځاځي میدان ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله او شاوخوا دوه لکه نفوس لري. د دې ولسوالۍ اوسیدونکي له کومې ستونزې او شخړو پرته پاکستان ته تګ راتګ کوي او خپل عادي ژوند پر مخ وړي.

د ځاځي میدان ولسوالۍ خلکو نرخ یا اصول ایښي چې هیڅوک به د وسله والو ډلو او جنایت کارو ملاتړ او مرسته نه کوي او د دې کار لپاره قومي جرګې ستره جریمه ایښي ده.

د نرځ له مخې، که چیرې څوک له وسله والو یا جنیات کارو سره مرسته وکړي، کور به یي سیځل کیږي، مالونه به یي ضبط او یو لک افغانۍ به جریمه کیږي.

د سولې او جګړې انسټيټيوت د ځاځي میدان ولسوالۍ د یوه قومي مشر ملک عید اکبر خبرې راخیستي چې وایي، په تیرو پنځه دیرشو کلونو کې د جرګو اصولو ته درناوی د دې ولسوالۍ امنیت ساتلی دی په داسې حال کې چې د افغانستان په نورو برخو کې جګړې روانې وې.

ملک عید اکبر وایي، موږ دلته د قومونو ترمنځ تل تړونونه او موافقې کړي دي. کله چې د کرزي حکومت جوړ شو ، موږ پریکړه وکړه چې خپله ولسوالۍ به د بهرنیانو او وسله والو طالبانو له جګړو څخه امن ساتو. موږ نه غواړو چې د ځاځي میدان ولسوالي د بېلابېلو ډلو د جګړو ډګر شي ، په دې توګه موږ د افغان امنیتي ځواکونو په همکارۍ د خپلې ولسوالۍ امنیت ټینګ کړي دي.

بل قومي مشر نافیه خیل هم تائیدوي چې د ځاځي میدان خلکو د افغان حکومت له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د هغو وسله والو د فعالیتونو مخه نیولې چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داخلیږي.

د نافیه خیل په وینا، دوي د طالبانو له خوا تل له ګواښونو سره مخامخ دي او که د وسله والو واره برابره شي ، زمونږ ځوانان راوژني. دی زیاتوي، مونږ د ځاځي میدان ولسوالۍ په دفاع کې زیات شمیر ځوانان هم له لاسه ورکړیدي ، یو شمیر یي د وسله والو له خوا ژوندي نیول شوي او درک یي نه دی معلوم.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکې له مرکزي حکومت څخه شکایت کوې او وایي، له دي ټولو هڅو او قرباینو سره سره، د بیا رغاونې په برخې کې د مرکزي حکومت پام دي ولسوالۍ ته کم دی. دوي، د زراعت، معارف او روغتیا په برخو کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري.[/quote:cec43d31f7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more