د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

فرعوني تکبراو نادوده وژنه او جنايت !‍

pattang
22.01.2014

فرعوني تکبراو نادوده وژنه او جنايت !‍

[img:8a9d939ecf]http://nunn.s3.amazonaws.com/crimes/nowzad_mashom_ana.jpg[/img:8a9d939ecf]

تیره ورځ د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يو اووه کلن ماشوم د ملي اردو ځواکونو په مخامخ ډزوکې په ډیره بیرحمانه توګه ووژل شو .

دا پیښه هغه وخت را منځته شوه چې کله یاد ماشوم په سيمه کې دملي اردو پوځيانو ته د سلام په دود لاس پورته کړ، خو هغوئ ېې د معصومانه سلام ځواب په ډزو ورکړ او هغه یې د خپل ځان په وینو ولمباوه .

دغه زړه بوږ نوونکی جنایت د یوشمیر کورنیو خبریالانو په مخ کې تر سره شوی اوهغوئ د پیښې د حاضرو شاهدانو په حیث لومړني کسان ول چې د پیښې په اړه یې خپلو اړونده رسنیو ته راپور ونه چمتو کړل. دغه ډول جنایات او پیښې به نورکله معمولا د بهرنیو ځواکونو لخوا پیښې دې .

دوې اونۍ مخکې امریکايي پوځیانو د لښګرګاه په ښار کې یو ۴ کلن ماشوم همدا شان په مخامخ ډزوکې وواژه . د هغه ماشوم د وژنې په اړه د هلمند ولایت امنیتي چارواکو ویلي وه چې د هوا د خرابوالي او په لښکرګاه ښار کې د ګرد او دوړو د شتون له امله امریکايي پوځیانو په څلور کلن ماشوم د مخالفینو ګمان وکړ او پر هغه یې د وسلو ډزې وکړې.

په همدې ورځوکې دهلمند امنیتي چارواکو د سپوږمۍ په نوم د یوې لس کلنې ماشومې د نیولو خبرونه هم ورکړل چې د دوئ په قول د خپل ورور لخوا په امنیتي پوستې باندې برید کولو ته هڅول شوې وه .

دهلمند ولایت دهیواد په لویدیځ کې هغه سیمه ده چې تل د ماشومانو په اړه د داشان دردوونکو پیښو رپوټونه تري خپریږي ، خو د نوزاد په ولسوالۍ کې د ماشوم وژنې وروستۍ پیښه تر ټولو دردوونکې په دې ده چې وژل شوی ماشوم په عمدي ډول د خبریالانو په مخ کې داخلي ځواکونو په مخامخ ډزوکې وژل کیږي . د هلمند مدني ټولنې هم د ملي اردو د پوځیانو په ډزو د وژل شوي ماشوم وژنه تائید کړې او له افغان چارواکو څخه یې غوښتي چې د ماشوم قاتلین د دغه نه بښونکي جنایت په جرم محاکمه کړي .

که څه هم د ملي اردو مسؤلو چارواکو په هلمند ولايت کې د وروستۍ پېښي په تړاو څه نه دي ويلي ، خو د ژورنالیستانو لخوا په خپاره سوي تصوير کې ښکاري چې يو ماشوم د هغوئ له لوري وژل شوی او دوو سپين ږيرو د هغه بیروحه جسد په لاسونو کې را اخيستى دى.

د ټولو اسلامي او وضعي قوانینو له مخې په جګړه کې د ماشومانو وژنه ، په پوځي چارو کې د هغوئ کارونه او له ماشو مانو څخه استفاده کول نا جائز ګڼل شوي .

لهذا په افغانستان کې د جګړې لوري هم باید د ماشومانو په اړه دیني او قانوني مقرراتو ته په درناوي سره په جګړه کې د ماشومانو له وژنې، او په جګړه کې د هغوئ له غیر مجاز استخدام څخه ځان وساتي .

ماشومان د الله تعالی د معصومو او پاکو بندګانو په حیث د معصومیت او عدم مکلفیت له وجې له هرډول مؤاخذې څخه برئ ګڼل کیږي ، باید د هغوئ د راتلونکي ژوند دسالمیت لپاره هرڅوک خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت په کار واچوي او د هغوئ د ښه مستقبل لپاره هغوئ ته د تعلیم او راتلونکي هوسا ژوند زمینه مساعده کړي .

نه داچې د هغوئ د معصومانه سلام ځواب په وحشیانه ډزو سره ورکړل شي او یا په ناروا ډول د هغوئ وینې وبهول شي او هغوئ د ژوند له نعمته بي برخې کړل شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more