د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل


بهير غورځنګ
15.01.2014

‎زه به نو څنګه د خپل خوږ زړګي ارمان ولیکم
‎په توتکیو که بلبلو دا بیان ولیکم

‎ژبه خوږه ده هو منم د شاعرۍ ژبه خو
‎ په کومه ژبه مې رقیب ته خپل جانان ولیکم

‎د خوشحال خان خبره هیره له پښتونه ده اوس
‎هغه خبره به په تندر داسمان ولیکم

‎زما زخمي وجدان خو خلکو دا کیسه نه مني
‎چې د ډیورنډ په کرښه نوم دپاکستان ولیکم

‎خاینه ولی دې ګلان زما د خاورې خرڅ کړل
‎څنګه د بلخ په باغیچو نوم د ایران ولیکم

‎بهیره لاړ به شمه سپین کفن په غاړه درنه
‎خو په خپل قبر به ارمان د هر افغان وليكم


lawangin
18.01.2014

بهير خانه افرين زما په زړه پورې شعر دې ليکلی او الله پاک
دژوندی او سر لوړی لره!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more