د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د طبیعي غاز را ایستل، طالب ته څه نقص کوي؟

اتل
06.01.2014

السلام علیکم
جهاد د اسلامي مقدساتو یو جز دئ، او ځانګړي شرطونه او حدود لري. جنګونه هم دغسې بین المللي معیارونه او اصول لري.

خوزموږ طالبان صاحبان، نه د جهاد چوکاټ پیزني او نه د جنګونو اصول او معیارونه. طالبان یوه بې سره او بې قاعدې ډله ده هر څه یې چې خوښ شي هغه کوي.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند یې په یخ لیکي او لمر ته یې ږدي. دهغه وعظونه او نصیحتونه طالبانو ته هیڅ اهمیت نه لري، حتي عادي طالب یې هم په خوله پیاز نه ورژني.

طالبانو ولې شبر عان ته نږدي د ګاز د څا په یوه امنیتي پوسته حمله وکړه؟
آیا طبیعي غاز را ایستل دوی ته ضرر رسوي؟
ایا د مسلمان امت ارامي او ښیرازي دوی نشي زغملئ؟
که د افغانستان آبادې او ترقي او پیاوړتیا، د طالبانو دبادارانو په نقص ده، او طالبانو ته هدایت ورکوي، چې د افغانستان، پرخپلو پښوددریدو مخه ونیسي؟
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدئ:
====
د جوزجان د ګازو پر یوه څاه برید دوه کسان وژلي
امیر بریال
مزار شریف
د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - دوشنبه 06 جنوري 2014 - 16 مرغومی 1392
د جوزجان امنیه قومندان وايي، وژل شویو کې یو د دولت مخالف (برید کوونکی) او بل د ګازو د څاه کارکوونکی دی.
د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د افغان ګازو پر یوه څاه برید شوی.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني بي بي سي ته وویل، په دغه برید کې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي په وژل شویو کې یو برید کوونکی دی او یو د ګازو د څاه کارکوونکی دی.
دغه پېښه د شپې په لسو بجو رامنځ ته شوې ده.
پولیس وايي، وسله والو کسانو دغه برید د شبرغان له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلومتره لیرې د شرکرک په نامه د ګازو پر دویم نمبر څاه کړی دی.
د ګازو دغه څاه دوه کاله وړاندې د افغان انجینرانو له لوري ورغول شو، چې ګاز یې د یوې نللیکې له لارې د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې ته ځي.
دا مهال په شبرغان کې د ګازو ۳۶ څاګانې فعالې دي چې عملاً يې له ګازو ګټه اخیستل کېږي.
د شبرغان امنیتي چارواکي وايي، د دولت مخالفین د مخامخ جګړې توان نه لري او د عامه ګټو پر ځایونو بریدونه کوي.
تر دې وړاندې هم په شبرغان کې د تېلو او ګازو په کارکوونکو بریدونه شوي.


Re: د طبیعي غاز را ایستل، طالب ته څه نقص کوي؟

pattang
06.01.2014

دلته اوس بيا ساده خبرې کو ې !
تر څو چې صليان نوي وتلي طالبان هر پارتېزني عمل کوي چې
دصليانو د سرطان په مرض ککړ او کښېنولی فاسد رژيم له پښو
واچوي !
دګاز ا کسريت عوائد دغلو په لاس کې لوېږي او هغوی ورڅخه ګټه
اخلي !
که صليبيان نوي جنګ به نور نه وي !!!

[quote:ced4798204="اتل"]السلام علیکم
جهاد د اسلامي مقدساتو یو جز دئ، او ځانګړي شرطونه او حدود لري. جنګونه هم دغسې بین المللي معیارونه او اصول لري.

خوزموږ طالبان صاحبان، نه د جهاد چوکاټ پیزني او نه د جنګونو اصول او معیارونه. طالبان یوه بې سره او بې قاعدې ډله ده هر څه یې چې خوښ شي هغه کوي.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند یې په یخ لیکي او لمر ته یې ږدي. دهغه وعظونه او نصیحتونه طالبانو ته هیڅ اهمیت نه لري، حتي عادي طالب یې هم په خوله پیاز نه ورژني.

طالبانو ولې شبر عان ته نږدي د ګاز د څا په یوه امنیتي پوسته حمله وکړه؟
آیا طبیعي غاز را ایستل دوی ته ضرر رسوي؟
ایا د مسلمان امت ارامي او ښیرازي دوی نشي زغملئ؟
که د افغانستان آبادې او ترقي او پیاوړتیا، د طالبانو دبادارانو په نقص ده، او طالبانو ته هدایت ورکوي، چې د افغانستان، پرخپلو پښوددریدو مخه ونیسي؟
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدئ:
====
د جوزجان د ګازو پر یوه څاه برید دوه کسان وژلي
امیر بریال
مزار شریف
د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - دوشنبه 06 جنوري 2014 - 16 مرغومی 1392
د جوزجان امنیه قومندان وايي، وژل شویو کې یو د دولت مخالف (برید کوونکی) او بل د ګازو د څاه کارکوونکی دی.
د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د افغان ګازو پر یوه څاه برید شوی.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني بي بي سي ته وویل، په دغه برید کې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي په وژل شویو کې یو برید کوونکی دی او یو د ګازو د څاه کارکوونکی دی.
دغه پېښه د شپې په لسو بجو رامنځ ته شوې ده.
پولیس وايي، وسله والو کسانو دغه برید د شبرغان له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلومتره لیرې د شرکرک په نامه د ګازو پر دویم نمبر څاه کړی دی.
د ګازو دغه څاه دوه کاله وړاندې د افغان انجینرانو له لوري ورغول شو، چې ګاز یې د یوې نللیکې له لارې د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې ته ځي.
دا مهال په شبرغان کې د ګازو ۳۶ څاګانې فعالې دي چې عملاً يې له ګازو ګټه اخیستل کېږي.
د شبرغان امنیتي چارواکي وايي، د دولت مخالفین د مخامخ جګړې توان نه لري او د عامه ګټو پر ځایونو بریدونه کوي.
تر دې وړاندې هم په شبرغان کې د تېلو او ګازو په کارکوونکو بریدونه شوي.[/quote:ced4798204]


اتل
14.02.2014

السلام علیکم، پتنګه
ته چې د ګاز د څاه ګانو د ساتونکو قتل د طالبانو په لاس مؤجه ګنې او وایې چې حکومت پرې تقویه کیږي، نو ستا ددې معیار پر بنا باید ټول حکومتي کارکونکي چې حوکت پرې چلیږي هم ووژل شي.
آلله اکبر.


watan jan
14.02.2014

دراپور په اړه څه نه وایم ځکه چې سرچینه او مصدر یې غیرموثق دي. د بي بي سي، امریکا غږ، ازادۍ راډیو.. بانیان او چلوونکي له طالبانو سره عملا په جګړه اخته دي. ددوی په راپور استدلال کول داسې معنی لري لکه په محکمه کې مدعي ته د فیصلې حق ورکړې.
په هر حال، پوښتنه دا ده چې اشغالګر زمونږ له طبیعي زیرمو او طبیعی منابعو سره ولې دومره خواخوږي لري؟؟


اتل
21.02.2014

السلام علیکم، وطن جانه
که د رادیو خبر زموږ د طبیعې زیرمو سره د اشغالګرو خواخوږي دې مطلب وي، دا رادیو او نورې رسنۍ هر ډول خبرونه خپروي.
که دې د طبیعي ګلاز را ایستل مقصد وی، په څاګانو باندې افغان عسکر پیرې کوي، او ګاز د افغانستان مال دئ هر حکومت چې راشي دا کار به کوي.
زما د لیکنې هدف ګاز نه بلکه دطالبانو په لاس قتل ؤ.
په الله دې سپارم.


watan jan
22.02.2014

وايي څوک یې په کلي کې نه پریږدي او دی وايي آسپ مې د ملک په کور کې وتړئ
څوک درسره دا نه مني چې دا کار طالبانو کړی او ته وایې ولې یې کړی؟
یا موثق راپور راوړه چې قاطع سند وي دا کسان د طالبانو په لاس وژل شوي او د بلې خبرې ګنجایش په کې نه وي. او یا خوله چوپه ونیسه. هغه خوله چې په بې ثبوته ادعا باندې پرانیستل شي بوی یې خیژي ځان او نورو ته تکلیف ورکوي.
او که دا دواړه کارونه نشې کولای بیا دا ځواب راکړه چې اشغالګر او دهغوی قلمي اربکیان ولې دمستعمره افغانستان په طبیعي زیرمو دومره زړه خوږوي؟


اتل
26.02.2014

وطن جانه، السلام علیکم
د هغو رسنیو نومونه راکړه چې ته یې رپوټونه مؤثق بولې، چې د هماغو خبر ته ذکر کړم. او یا داچې د طالب د خبرې نه بغیر قرآني ارشادات هم نه منې.
بیا دا راته ووایه چې ته مسلماني او که نه؟
که په مسماني دې اعتراف وکړ، نو زه به دطالبانو ډیر داسې اعمال درته ذکر کړم چې د اسلام سره اړخ نه لګوي. آیا هغه وخت به ووايي چې بې شکه طالبان منافقان دي؟
په رب دې سپارم.


pattang
26.02.2014

دا سې اعمال چې غيرې اسلامي وي يایې cia کوي او يا لاسپوڅي
بې وجدانه دالر خواره چې غير دطالب له بد نامي بل کار نلري خو خپله
کونه یې له کلا باته مالوميږي !

[quote:6e277deecf="اتل"]وطن جانه، السلام علیکم
د هغو رسنیو نومونه راکړه چې ته یې رپوټونه مؤثق بولې، چې د هماغو خبر ته ذکر کړم. او یا داچې د طالب د خبرې نه بغیر قرآني ارشادات هم نه منې.
بیا دا راته ووایه چې ته مسلماني او که نه؟
که په مسماني دې اعتراف وکړ، نو زه به دطالبانو ډیر داسې اعمال درته ذکر کړم چې د اسلام سره اړخ نه لګوي. آیا هغه وخت به ووايي چې بې شکه طالبان منافقان دي؟
په رب دې سپارم.[/quote:6e277deecf]


watan jan
03.03.2014

خدای دې وکړي چې د ازادۍ او یا ډیوې راډیوګانې وي، چې دبهرني یرغلګرو لخوا تمویلیيږي، خو چې حقایق ووايي زه یې منم.
د یوې رسنۍ په هرې خبرې په پټو سترګو باور کول د اسلام له غوښتنو سره هم په ټکر کې راځي،
اسلام مونږ ته امر کوي چې دهرې خبرې له منلو وړاندې پلټنه وکړو چې ایا دروغ ده که ریښتیا
که طالبان هم بې ثبوته او بې شواهدو ادعا وکړي زه یې نه منم.
ثبوت او شواهد دې ته نه وایې چې د فلانۍ ولسوالۍ چارواکو داسې وویل..
[quote:7645f75948="اتل"]وطن جانه، السلام علیکم
د هغو رسنیو نومونه راکړه چې ته یې رپوټونه مؤثق بولې، چې د هماغو خبر ته ذکر کړم. او یا داچې د طالب د خبرې نه بغیر قرآني ارشادات هم نه منې.
بیا دا راته ووایه چې ته مسلماني او که نه؟
که په مسماني دې اعتراف وکړ، نو زه به دطالبانو ډیر داسې اعمال درته ذکر کړم چې د اسلام سره اړخ نه لګوي. آیا هغه وخت به ووايي چې بې شکه طالبان منافقان دي؟
په رب دې سپارم.[/quote:7645f75948]


اتل
12.03.2014

السلام علیکم
وروڼو هریو پتنګ او وطن جان. ستاسې نه مې دوې پوښتنې کړې وې.
اوله پوښتنه داوه چې هر هغه څوک چې حکومت پرې تقویه کیږي او یا په حکومت کې کار کوي باید طالبان یې ووژني؟
دویمه پوښتنه داوه چې تاسې چې کومې رسنۍ راستکاره او امانت کاره ګڼۍ ماته یې را معرفي کړئ چې زه د طالبانو د اعمالوپه برخه کې د هماغو رستیو خبرونه درته خپاره کړم.
وروڼو، الله جل جلاله او افغان ځوریدلي ولس ته مخ او جګړه مارانو ته شاکړئ حقیقت ووایاست.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more